بس همدا یې وخت دی

په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره همدا یې وخت دی، چې ټول خلک د هلمندیانو د سولې له کاروان سره یوځای شي او له دې لارې دې د جګړې په اړوندو خواوو فشار راوړي چې سوله سره وکړي.

جګړه هېڅکله د افغانانو انتحاب نه و، نه ده او نه به وي. افغانان سوله خوښوونکي خلک دي، خو جګړه پرې تل تحمیل شوې ده. یو سلیم عقل به تل دغه قضاوت وکړي چې کله دغه جګړه زموږ نه ده نو ولې یې کوو او ولې په کې ځانونه وژنو.

افغان ولسمشرانو او ډېری نورو لوړ پوړو چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې ده چې په افغانستان کې د پردیو نیابتي جګړه روانه ده او دغه جګړه زموږ نه ده.

همداراز ډېری دغو چارواکو له پردیو غوښتي چې خپله جګړه دې زموږ په خاوره کې ودروي او افغانان دې په ارامه پرېږدي چې خپل هېواد اباد کړي، ځکه چې له خپلو ګاونډیانو او نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر شاته پاتې شوي دي او د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

تر اوسه نه په دې جګړه کې چا د افغانانو غږ واورېده او نه یې دغه جګړه ودروله، خو هسې په خولې کله نا کله د عامه ذهنیت د کرارولو لپاره د سولې په برخه کې کومه نیمه خبره کوي.

مګر اصلي خبره دا ده، چې بهرنیان خو دلته جګړې ته راغلي او زموږ هېواد یې د جګړې د میدان په توګه غوره کړی دی، نو اوس دا په موږ پورې اړه لري چې له دغه حالته څنګه ځانونه ژغورو او دغه جګړه پای ته رسوو.

دغه کار په زور سره نه شو کولای، ځکه چې نه موږ د دوی په اندازه زور، قوت او وسلې لرو او نه هم د دوی په شان کوم اقتصادي او پوځي قوت یو. د دې جګړې نیابتیان هم کوم ساده او کمزوري هېوادونه نه دي، ځکه امریکه، اروپا، روسیه، چین، هند، پاکستان، ایران، عرب، اسراییل، د منځنۍ اسیا یوشمېر هېوادونه او نور په یو نه یو شکل په دې جګړه کې ښکېل دي. که په جګړه وي، نو موږ د دغو هېوادونو له زوره نه یوو، خو داسې هم نه ده چې هېڅ شی ورته نه لرو او په ټوله معنا بې وسه او لاس تړلي یو. که موږ خپلو امکاناتو ته پام واړوو، نو موږ تر ټولو زیات د قوت ټکي لرو او هغه په دپلوماسۍ کې رانغښتي دي او همداراز کولای شو، له سیمه ییزو قوتونو سره چې د جګړې خلاف دي کنار راشو.

اوس ټوله نړۍ په دې پوه ده چې جګړه په هېڅ ځای کې د ستونزو حل لار نه ده، بلکې د دغه کار لپاره دپلوماسي بهترینه وسیله ده. اوسني نړیوال ولسونه له جګړې ډېر بد ګڼي او کوم استکباري قوتونه چې دلته او هلته جګړې ته لمن وهي او له دې لارې غواړي چې خپل د قدرت ننداره وړاندې او نفوذ پیاده کړي، نو دا هېوادونه د چا نه خوښېږي، د نړۍ د ولسونو له غبرګون سره مخامخ دي او همدا اوس د نړیوالو د ارادې په وړاندې په ګونډه شوي دي.

په افغانستان کې هم جګړه ماران نور په ښه حالت او دریځ کې نه دي، پښه یې لړزېدلې او قدرت یې کاواکه شوی دی، هسې خپلې وروستۍ هڅې کوي او وروستۍ ساوې وباسي او په دې لړ کې لکه اوبه وړي د اوبو ځګ ته لاس اچوي.

همدارنګه په دې لړ کې د جګړې کورني کرایه کښان خو بیخي وارخطا دي او کله راهیسې چې هلمندیانو د دوی په وړاندې د سولې غږ راپورته کړی، نو په تن کې یې له وېرې لړزه ننوتې ده.

دغه کسان چې هم د طالبانو او هم د دولت په لیکو کې پټ دي، کوښښ کوي چې د سولې مخه ونیسي او دغه غږ د ولس په ستوني کې وچ کړي، خو کله چې ویني ورځ تر بلې خلک په نورو ولایتونو کې هم د سولې له کاروان سره یوځای کېږي، نو ځانونه یې په وړاندې بېوسه احساسوي.

ټول افغان ولس ته په کار دي چې له خپلو کورونو ووځي او د سولې له کاروان سره یوځای شي.

په خواشینۍ سره باید وویل شي چې کله هم په هېواد کې کوم سیاسي بهیر او بدلون پیلېږي نو دا چې لومړی دغه بهیرونه او بدلونونه د ولس له ادرسه پیلېږي او پیاده شوي دي او وروسته یې سر د نورو له ګرېوانو رااېستلای، له دې کبله یې په ټولنه کې سخته بې باوري رامنځته کړې ده، خو د سولې د کاروان په اړه باید دغه بې باوري ځکه موجوده نه وي، چې سوله زموږ د خلکو اساسي غوښتنه او اړتیا ده او له بلې خوا د جګړې د کورني کرایه کښانو او نفاق اچوونکو د سروسامان له کبله، سوله په هېواد کې دومره پېچلې شوې چې له ولسي پاڅون پرته بله لار نه لري. ځکه دلته د سولې د ترورولو او جګړې لپاره دومره ناروا دوکتورین، پالیسۍ، ایډیالوژۍ، فتواګانې، جوړښتونه او تبلیغاتي وسایل جوړ شوي او د خلکو پر اذهانو یې دومره لوی سیوری غورځولی چې نور یې په هېواد کې شخص په شخص، کور په کور، کلي په کلي، ښار په ښار او ... جګړه پیل کړې ده. دې جګړې له افغانانو یې ذهني او فزیکي ارامتیا اخیستې ده او افغان ولس پرته له سولې بله کومه لار نه لري چې وضعیت بېرته نورمال حالت ته راوګرځوي. تاسو وینئ چې موټر چلونکی له بل موټر چلونکي، هټيوال له بل هټیوال، مامور له بل مامور، چارواکی له بل چارواکي، والدین له اولادونو او اولادونه له والدینو او همدارنګه.... سره پر سیاسي، مذهبي، کلتوري، اقتصادي، ټولنیز، پلور و پېر، په تلویزیون، فېسبوک، پر موډ و فېشن، پر ناسته ولاړه، معاشره او ... په جنګ او نزاع کې دي، نو له دې بل ځورونکی او خلکو ته نه منونکی حالت نشته، چې په خلکو دې راشي.

په دې وروستیو کې ولسمشر غني او افغان حکومت یو ښه اقدام وکړ چې د سولې لپاره یې یوه مناسبه طرح جوړه کړه او هغه یې طالبانو ته وړاندې کړه. د سولې شورا خو حتا د طالبانو هغه غوښتنه چې بهرنیان دې له افغانستانه ووځي هم د مېز سر ته راوسته او ويې ویل که طالبان د سولې طرحې ته مثبت ځواب ووايي نو دوی به د یوه تقسیم اوقات له مخې د بهرنیانو وتل هم د خبرو د مېز سرته راولي.

اوس نو طالبانو ته په کار ده چې دغه طرحه ومني، ځکه له یوې خوا د افغانانو په توګه باید د هېواد پېچلی حالت او د ولس ستونزې درک کړي او له بلې خوا باید په دې پوه شي چې د افغان حکومت له خوا په دې طرحې سره نور دوی چلنج شوي او که خدای ناخواسته د سولې خبرو ته نه کېني او افغان ولس د سولې اوسنی فرصت له لاسه ورکوي، نو ملامتي یې ټوله طالبانو ته ورګرځي او دوی به د ولس له قهر او سخت غبرګون سره مخامخ شي.