رمضان یا روژه د رحمتونو میاشت، هغه میاشت چې بنده ته چانس برابروي چې له الهي بازار څخه ډیره سودا او نفعه وکړي، خپل ځان الله ته وړاندي کړې، او د بنده اوخالق تر منځ د نژدي والي لاري زده کړي او په دې پوه شي چې یو بنده د خپل حقیقې بادار په وړاندي څنګه صادقانه ځان نثاري وکړي. څنګه یو عاشق د سپېڅلې معاشق د سپیڅلې عشق اظهار وکړي، څنګه مخالفو، متعاصبو او کرکجنو ته د دي سپڅلي مینې هسک او لیوالتیا وښيي.
د عبد او معبود حقیقي او ریښتنې رابطه یعنې مینه او ترحم، یعنې عبودید او الوهیت، یعنې دعبادو پخپل عبودیت باندي تړون او ژمنتیا وخپل بې نیازه معبود ته، یعنې د ایمان اوتقوا تول او امتحان، دا امتحان (روژه) چې صحیح ورکړه شي داسې ثواب ورکول کېږي چې د امتحان ورکونکې په سوچ او فکر کې هم نه ورځې ځکه چې روژه د خدای تعالی لپاره ده، او د روژې په وسیله د خدای خوښي او رضا حاصلېږې نو ځکه يې ثواب هم همداسې بې مثاله دی.
رسول الله (صلّی الله علیه وسلّم) فرمايي:
بېشکه چې جنت کې یوه دروازه ده چې الریان ورته ویل کېږي، چې د قیامت په ورځ به روژه نیونکي و جنت ته په دې دروازه ورننوځي، پرته له دوی څخه به نورڅوک پدې دروازه نه ننوځي. کله چې روژتیان ننوځي الریان دروازه به بنده شي او نور به هېڅوک پدې دروازه نشي ننوتلای- متفق عليه.
روژه هغه موکه او چانس دی چې خالق المخلقات رب العلمین يې خپل بنده ته ورکوي ترڅو هغه د یوه کال د ګناهونو له انبار او ګندګیو څخه ځان د رحمت په ابو پریمینځي خپل ځان له ګناهونو خلاص او صاف کړي. او روژه یوه داسې مدرسه ده، چې مومن پکې زیات شمېر نيك صفات زده کوي، له نفس سره جهاد، د خواهشاتو او شیطاني افکارو سره مبارزه او د صبر په ګاڼو انسان ته ښکلا بښي او له سختیو سره انسان روږدی کوي. روژه یوه داسې الهي ازموینه ده چې مومن ته د امانت ساتلو، په پټه او ښکاره کې د خدای تعالی د مراقبت او څارنې زده کړه ورکوي، ځکه چې د روژه نیونکي په سر هېڅ څارونکی نه وي پرته له الله څخه خوبیا هم دي حال خواړه او نور هرڅه په ځان منع کوي ترڅو الله ورته اجازه نه وي کړې.
روژه هغه امتحان او نعمت دی چې د انسان اراده او عزم پیاوړی کوي او د صبر روزنه ورکوي، او د ذهن په سپېڅلتیا کې مرسته کوي او فکري انډول او توازن جوړه وي زهن نور هم روښانه کوي:
لقمان حکیم خپل زوی ته وویل: کله چې معده ډکه شي د انسان فکر ویده شي او حکمت له منځه ولاړشي، او اعضا د عبادت توان له لاسه ورکوي.
روژه نظام او انضباط مومن ته بښي ځکه چې انسان ته په معین او محدود وخت کې د خوړلو او څښلو اجازه کوي او نفس مهاروي په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت د شعور احساس ورکوي، ټول مسلمانان په یومعین وخت روژه نیسي او په ټاکلٍي وخت یې خوري او ور په یادوي چې د دوی ربّ یو دی او دين يې يو دى.
روژه هغه څه ده چې په انسانانو کې د عاطفې، ورورګلوۍ او شفقت شعور ته پراختیا ورکوي د لوږې هغه احساس ته پاملرنه ګرځوي کوم چې ناچاره خلک ورسره لاس او ګریوان دي او د صله رحمۍ پولې ته یې راکاږي او د فقر، لوږې او ناروغیو په وړاندې مبارزه پیلوي او د انسانانو تر منځ د ټولنیزو اړیکو تارونه لا نور هم ټینګوي په ټولنه کې د ناوړه حالاتو په درملنه کې ورسره مرسته کوي.
روژه د انسان په ژوند کې بدلون راولي داسې بدلون چې د انسان خلاوې بیانوي او اضافي څیزونه ترې لرې کوي، معدې او د هضم سیستم ته راحت ورکوي، د جسم ساتنه کوي او له فاضلاتو او ناهضم شویو خوراکونو څخه ځان خلاصوي، هغه عفونات او رطوبات چې د خوراک او څښاک په وسیله رامنځته کیږي، له منځه وړي.
که په صحیح او سنت طریقه روژه ونیول شي دا عصري مرضونه لمنځه وړي یا لږتر لږه دا مرضونه ضعیفوي لکه: د وینې غوړ د وینې فشار شکر د ځیګر هغه مختلف مرضونه چې له زیات او غوړ خوراک څخه پیدا شوي وي.
رسول الله صلّی الله علیه وسلّم څه ښه وایي:
روژه ونیسئ چې روغتیا ومومئ.
د عربو طبیب حارث ابن کلده ویلي: معده د ناروغیو کور دی ساتنه یې د هرې دوا په سر کې راځي.
بل ځاي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایلي: چې ډیر بدبخت دي هغه کسان چې روژه ورباندي راشي او دوګټه ورڅخه پورته نکړي خپل ګناهونه پکې محوه نګړي د الله تعالی د رضا په حاصلولو کې کوښښ او هڅه ونکړي.
بالاخره روژه هغه مبارکه میاشت ده چې، اول یې رحمت، منځ یې مغفرت او پای یې له اور څخه خلاصون دی.
راتلونکې روژه مو مبارک شه
وروستي