د کورنۍ مشري په پښتني ټولنه کې يو ستر او اوږې ماتوونکی بار دی. نه يوازې د يوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو لپاره ټوله ورځ بايد لالهانده تېره شي، بلکې ترڅنګ يې خورا نورې ستړې کوونکې چارې هم ترسره او د کورنۍ د هر غړي زړه وساتل شي. دې چارو ته د رسېدو مزل هغه وخت لاپسې اوږد او ستونزمن شي، کله چې د مشرۍ دا پېټي د يو درجن خويندو يکي يوه ورور ته ورترغاړې شي. هغه څه چې هروخت پرې ډېر ځورېږم، دادي چې د يوه داسې بې وسه مشر ورور په توګه، چې د ټولې کورنۍ سترګې ورته له هيلو ډکې وي، خپلو خويندو ته مې د لوړو زده کړو د زمينې برابرولو کې پاتې راغلی يم. کلونه وړاندې مې نازولو خويندو ته د کورنۍ د نورو غړو له مخالفت سربېره په کانکور کې د ازموينې ورکولو زمينه برابره کړه. که څه هم د کانکور ازموينه کې بريالۍ شوې، خو د اقتصادي ستونزو له کبله د هغوی کاميابۍ يوازې د ويبسايټ پرمخ پاتې شوې او د وړاندې تګ زمينه مې ورته برابره نکړای شوه. ځينو ته ښايي دا ډېره کوچنۍ ننګونه وي، خو زما لپاره بيا تر ټولو لويه ننګونه همدا وه، چې ومې نشو کولای خويندو ته له مالي پلوه پوهنتون ته د تللو زمينه برابره کړم... او لاهم ځان ګرم ګڼم.
له ښه مرغه دوه اونۍ وړاندې مې د خويندو له ډلې يوې ته پوهنتون ته د تګ زمينه برابره کړه. له ژونده ډېرې هيلې نلرم، خو يوازې د همدې کوچنيو ارمانونو تر پوره کېدو پورې دې لاسنيوی راسره وکړي.
د مرګونو ټاټوبي کې لکه بې روحه جسد، کله کله راباندې سوچونه کرۍ شپه د کوټې چتونه ګوري او ګڼ شمېر اندېښنې را اچوي. ځکه ډېر تنکي ځوانان مو وليدل، چې د پوهنتون په وروستي سمستر کې يې مرګ تر ګرېوان لاس وروغځاوه. ځينې نور بيا له فراغت وروسته د دندې موندلو په هيله، د مرګ په سکروټو وريته شول. ځينې نور له ماسټرۍ او پي. اچ. ډي اخېستو وروسته سلګونه هيلې او ارمانونه ځان سره ګور ته يوړل. ځينې نورو بچي په ګېډه مېرمنو سره د تل لپاره خدای پاماني وکړه او د ځينو نورو بچيانو ته د خپلو پلرونو او ميندو يوازې عکسونه ورپاتې دي.
مرګ رښتيا هم بد او د کرکې وړ دی، خو هره ورځ وحشتونو او بې مخينې مرګونو زمونږ زړونه له عاطفې او احساساتو داسې توږلي دي، چې په ډېرۍ سختۍ مو هم مړي ته سترګې نه اوښلنې کېږي.
ښه پوهېږم زه يوازې نه يم، بلکې زما په څېر نور زرګونه ځوانان هم شته، چې د خپلو کورنيو يوازيني سرپرستان دي او که خدای مکړه د بيستو په تول کې لاړ شي، نو ټوله کورنۍ به يې سوال ته کېني.
دا يوازې زما کيسه نده، زما په څېر زرګونه مړه شوي، زرګونه نور لاهم د مرګ شېبې شماري او زرګونه نور که ژوندي هم دي، د بې وخته مرګ فکرونو مړه کړي دي.
لکه د نورو په څېر زما هم مرګ بدې اېسي، خو د يوه دليل له کبله مې سخت ډېر بد ايسي او هغه داچې زما له مرګ وروسته به مې د کورنۍ څه حال وي؟!
د يوه کشر ورور په توګه، خپلو همزولو او د کورنيو يوازيني سرپرستانو ته دا سپارښتنه کوم، که چېرې امکانات لري، نو په خويندو، ورونو، مېرمنو او د کورنۍ په نورو نږدې غړو لوړې زده کړې وکړي او په دندو اخېستو کې ورسره لازمه مرسته کړي، ترڅو د دوی په نه شتون کې لږ تر لږه، د دوی پرځای کورنۍ ته د ډوډۍ پيداکولو يو کس وي.