سکاټلنډي انګس بالبيري، چې د زيات وزن له کبله تل کړېده، له 1965ز. کال جون مياشتې څخه تر 1966ز. کال جولای مياشتې پورې د 382 ورځو لپاره هيڅ خوراک ونکړ او په دې توګه يې په نړۍ کې د زياتې مودې لپاره د نه خوراک کولو رېکارډ ټينګ کړ.
بالبيري د خپل ژوند د پايښت او ژوندي پاتې کېدو لپاره يوازې په چايو، قهوې او سوډا لرونکي څښاک بسنه وکړه. نوموړي په دې رېکارډ جوړوونکي پرهېز خپل وزن له 218 کېلوګرامو څخه 82 کېلوګرامو ته راټيټ کړ.
کله چې د 1966 کال د جولای مياشت کې د بالبيري وزن په حيرانوونکې توګه 82 کېلوګرامو ته راټيټ شو، نو ډاکټرانو د نوموړي په دې حيرانوونکي پرهېز او وزن کمېدو هيڅ باور نه کولو. پنځه کاله وروسته د بالبيري وزن 89 کېلوګرام و.
داچې د خوراکي توکو نه خوړل د انګس په بدن کومه بده اغېزه نه وي کړي، نو نوموړي به د خپل نه خوراک پرهېز، په بهير کې په دوامداره توګه طبي معاينې کولې.
انګس بالبيري ددې رېکارډ جوړوونکي پرهېز څخه وروسته د نورو عادي انسانانو په څېر کلونه ژوندی پاتې شو. نوموړي وروسته واده هم وکړ او دوه زامن لري. بالبيري په پای کې د 1990ز. کال د سپټمبر مياشت له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
سرچينه: https://www.scoopwhoop.com/story-of-man-who-went-without-food-for-382-days/?ref=latest#.gwvknuvvg