داسـلامي ټولنې بشپړتيا او د وګـړو مسووليت

داسـلامي ټولنې بشپړتيا او د وګـړو مسووليت
ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ
ژباړه: انـــــدیال ساپی
د اسلامي ټولنې بشپړتيا، وده، پرمختګ او سوکالى ټولنې د افرادو په یو موټیتوب هر اړخيزه مرسته او همکارى مينځته راځي، چې کله د ټولنى هر وګړى خپله دينى وجيبه، ټولنيز مسووليت او کارى امانت په سمه توګه ادا کړي:

⏹والدین به دخپلو اولادنو په وړاندى خپل ښونيز او روﺯنيز مسووليت سرته رسوي.

⏹ ښوونکې به د خپلو شاګردانو سالمه روﺯنه کوي، په ﺯړونو کې به یې د نيکی او ښیګنې مينه کينوي، ګټور معلومات او سمه لار به ورښايه.

⏹مفتيان او فقهاء به خلکو ته په دينى چارو کې فتوى ورکوي، مشکلات به يې حلوي، د قران ، سنت او عامه شرعي قواعدو په رڼا کې به یې ستونزې او پوښتنى ځوابوي.

⏹ ویناوال، وعظ کونکې او د جومات خطيبان به خلک نيکى او تقوا ته رابلى، له ناوړه او ناروا کارونو به يې ويروي، او د مسلمان ولس اړیکې به له خپلو مشرانو او علماوو سره ټينګوي.

⏹د امر بالمعروف نهى عن المنکر او حسبى مسوولين به د ټولنې په لارښوونه کې خپل مسووليت سرته رسوي، دغلطى اصلاح به کوي او خطاشوى انسان به له لاسه نيسي، په ډيرحکمت، ښه رويه، او نرمو خبرو به ورته نصيحت کوي، ترڅو د پوهې او قناعت له لارې له شره او ناروا ځان جلا کړي او پدې وپوهیږي چې دا کار ورته ضرر او ﺯيان رسوي.

⏹ژورنالستان به ددين په خدمت او اسلامي امت ته د ورپيښو مشکلاتو او ستونزو په حل کې خپله وظيفه ترسره کوي، هغه څه به خپروى چې خلکو ددين او دنيا ګټې ورپه کې نغښتی وي، د پيښو او خبرونو په نقلولو کې به له ريښتنولى او دقت څخه کار اخلي.

⏹ بډایه او شتمن به خپل مالونه دامت په ښيګړه مصرفوي، په هغه څه کې به پانګونه کوي چې د اسلامي امت اوسنې او راتلونکى ګټې خوندى کوي.

⏹د سوداګرو دنده او مسوولیت د اسلامي امت اقتصادى پرمختګ، سود څخه د اقتصاد ژغورل، په علمى، صنعتى، ﺯراعتى او طبى برخو کې اسلامي امت ته وده او پرمختګ ورکول دي.

⏹سياسیون به د اسلامي ټولنه ادراه او رهبری کوي، ترڅو ټولنه او ګړې د حق او اصلاح لور ته مخه کړي، د نړى له هيوادونو سره به يې بهرنى اړيکې پر دوستى ولاړى وي، په هغه څه کې به ورسره همکارى کوي چې اسلامى امت د نيکمرغى لامل ګرځي، د شر او فساد څخه يې ژغوري.

⏹ امنيتى کارکونکې به دامنيت په ټينګښت او ساتنه کې خپل مسووليت ترسره کوي، دمفسدينو، مجرمينو او امن اخلالونکو مخه به نيسي، او هیواد د پولو ساتنه به کوي.

⏹قاضيان او دقضایی ارګانونو مسوولین به د عدالت او انصاف قواعد پلى کوي، ترڅو هر چا ته خپل حقوق ورورسي.

⏹ د حکومتی چارو مسوولين به داسى قوانين وضع کوي، چې مناسب او د الهى شريعت موافق وي او په هيڅ صورت کې د اسلامي لارښوونو مخالف نوي.

⏹د دولتى ادارو کارکونکې به خپله دنده او مسوولیت په پوره اخلاص او امانتداری ترسره کوى، په خلکو باندې له منت کولو، د بډو او رشوت اخستلو به ډډه کوي.

⏹مسلمانان ديپلوماتان به دخپل هيواد ريښتنى تمثيل کوي، نړیوالو ته به دخپل هيواد، اسلام او اسلامي امت ريښتنى پيغام وړاندى کوي، غوره اخلاق به خپلوي، ددين او امت له مسائلو څخه به په کلکه دفاع او ساتنه کوي