اســـلام د ژونــــــد تــــــګلاره ده

اســـلام د ژونــــــد تــــــګلاره ده
ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ
ژباړه: انـــــدیال ساپی

محمدي بعثت او د رڼا پيل
الله جل جلاله خپل وروستي استاﺯې محمد صلى الله عليه وسلم په هدايت، ريښتې دين او بشپړ پيغام ټولو مخلوقاتو ته د ويرې او ﺯيرى ورکونکى په توګه راوليږه، ترڅو خلک د کفر، ګمراهۍ، او ناپوهۍ له تورتميو څخه د توحيد ايمان هدايت اوعلم رڼا ته را وباسي، د نفسونو او شيطانانو له بندګۍ څخه د حاکم پاچا عبادت ته، د حيواني شهواتو څخه يې د اسلام لوړو اخلاقو ته، د عقل او نفسي غوښتنو له سرغړونې څخه يې دشريعت او اسماني وحي منلو ته، فاني دنيا سره د ﺯړه د تړلو څخه دتلپاتي کور (اخرت) او لوړو جنتونو نعمتونو لور ته راوبلي.

اســـلام دټول بشريت د ژونــــــد تګلاره ده
الله جلاله مونږ ته د اسلام سپيڅلى دين بیان کړ ترڅو دټول بشريت لپاره د ژوند تګلاره وي او هغې داحکامو او لارښوونو په رڼا کې خپل ژوند تير کړي، ددنيوى چارو څخه داسى هيڅ کومه چاره نشته مګر داچې اسلام يې په اړه پريکړه او پوره وضاحت کړي، ترڅو انسانان هغه ستر هدف ترلاسه کړى چې له امله يې پيدا شوي دي.
الله عزوجل فرمایې: (( وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)). الذاريات : ۵۶
ژباړه: ما پیریان او انسانان پرته له دى چې زما بندګی وکړي د بل څه لپاره ندی پیدا کړي.

او د خپل ژوند ټولې چارې له اسلامې احکامو سره سمې کړي لکه: عقيده، عبادت، سلوک، احوال شخصي، معاملات، اخلاق، سياست، تعليم او داسې نور.. الله جل جلاله فرمایې :(( قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (۱۶۳) لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ)). الآنعام: ۱۶۲-۱۶۳
ژباړه: زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو پالونکی الله جل جلاله لپاره دي، چې د هغه سره هیڅوک شریک نشته، د هماغه امر ماته شویدی، او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټیټونکی زه یم.

اسلام دغه تګلاره له شک او پيچلتيا پرته په پوره وضاحت، او څرګنده ټکو بيان کړي، دهغي لپاره يې دلايل راوړي، نښې يې ورته واضح کړي، قواعد او اصول يې ورته ټاکلى او پياوړى کړي.

الله رب العزت فرمايې: ((كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ)). ص: ۲۹.
ژباړه: دا یو برکتناک کتاب دي چې مونږ تاته نازل کړیدی، تر څو چې دوی د ده په ایتونو کې غور وکړی، او د پوهی او فکر خاوندان ترې درس واخلي.

بل ځای الله جل جلاله فرمايې:(( وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ)).النحل: ۸۹
ژباړه: مونږ تاته کتاب (قران) دراستولی دي چې په ډاګه د هر څه څرګندونګی دي.