
موبایل ته مې زنګ راغلو، موټر مې د سرک غاړې ته ودرولو، نمبر مې له نظره تېر کړ، نیلم وه، اوکې مې کړ، غوږ ته مې ونیولو، کړل مې:
- "سلام"
هغې په نرمه لهجه سره زیاته کړه:
- "اېلم! نن مې دیګ نه دی کړی، بېګا ته خواړه درسره راوړه!"
موبایل مې قطع کړ، لږ ساعت مې دمه ونیوله، ډېر څه مې له نظره تېر کړل، بالاخر زړه نا زړه بې تصمیمه د رسټورانټ خواته روان شوم، کله چې رسټورانټ ته ورسېدم، د موبایل په سکرین مې ګوته کش کړه، نیلم ته مې زنګ ووهلو، هغې څو شېبې وروسته موبایل اوکې کړ، په معصومانه انداز سره یې وویل:
- بلې!!!
خبرې مې ورسره اوږدې نه کړې زیاته مې وکړه:
- نیلم نه پوهېږم، څه شی دروړم، هېڅ پوه نشوم چې ستا په خوښه به کوم خواړه برابر وي.
دې راته وخندل، په خندنۍ لهجه یې راته وویل:
ـ "هر څه چې ستا خوښه وي ته همېش زما خوښې ته ګورې"
ما زر ورغبرګه کړه:
- "ستا خوښه راته مهمه ده"
غږ یې بند بند شو، شېبه وروسته موبایل ته مسیج راغلو کله چې وکتلو په کې لیکل شوي وو:
- "هر څه چې راوړې"
د موبایل په سکرین مې ګوته کش کړه، اوو(۷) ته څه پاتې وې، له موټر څخه کښته شوم، راسټورانټ ته ور روان شوم، د خوړو مینو مې له نظره تېره کړه، داسې موړ غوندې وم، خو بیا هم زما په ټولو خوړو کې منتو زیات خوښېدو، د دوو خوراکو مې ورته وویل، زه وړاندې په څوکۍ کښېناستم، ګلاس مې را واخیست، له چایو مې ډک کړ، جیب ته مې لاس کړ، سګریټ مې راویستل، د لایټر ژېړې لمبې ته مې ونیولو، له خولې مې حلقې حلقې دودونه پورته کړل، پښه مې په پښه واړه وله، په چرت کې کښېناستم، کله به مې چې د چایو د پیالې په څنډه شونډې کېښود، ګرم تاو به مې په مخ باندې ولګېدو، چې هوټلي را باندې غږ وکړ:
- "دوه خوراکه منتو مې درته برابر کړو"
د سګریټو قطی مې جیب ته واچولو، نیمه پیاله چای رانه پاتې شو، منتو مې را واخیستل یخچال ته ودرېدم، څو پیپسۍ مې هم راسره واخیستې، د راسټورانټ دروازې ته نږدې ګرد میز ته ودرېدم، پیسې مې ورکړې، روان شوم، موټر کې کښېناستم، حرکت مې وکړ، کله چې کور ته نږدې شوم، نیلم ته مې زنګ وکړو، ځواب یې رانه کړ، زه څو شېبې د دروازې له څنګ سره ولاړ وم، وروسته دروازه خلاصه شوه، موټر مې د ننه کړ، نیلم ستړي مشي راسره وکړل، یوه شېبه مې ددې لاس په لاس کې ونیولو، راته ویې خندل، په چپ لاس یې له مخ څخه ویښته یوې خواته ولاړول، ټکری یې له سر څخه وښویدو، بېرته یې زر کش کړ، ورته مې وویل:
- "لږ وړاندې شه چې درکښته شم"
د کوټو خواته یې حرکت وکړ، موبایل او واسکټ مې له موټر څخه را واخیستل، زه هم ور روان شوم، د کوتې له مخې سره په څوکۍ کتاب اېښودل شوی و، کله مې چې راپورته کړ، په پنځه پنځوسمه پاڼه کې یې قلم اېښی و، نیلم ته مې وویل:
- "څنګه درس دی ویلو موبایل خو د پورته نه کړ؟"
دې راته وویل:
- "هو امتحانونو مې شروع شوي ځکه مې نن دیګ ونه کړ، تاته مې وویل چې له ځانه سره ډودۍ راوړه."
څوکۍ یې را واخیسته مخامخ راته کښېناسته، ما ښه شېبه ورته وکتل، هغه هارون باچا د سندرې یو بیت رایاد شو ورو مې له ځانه سره زمزمه کړ:
تاته مې پټه خوله کتل، او ما دا ووئیل چې
ستا په ښایست کښې به نو یاره سړې څه ووایي
نیلم د کتاب په پاڼو کې سترګې ګنډلې وې، اوږده باڼه یې د اننګو په سرونو باندې پراته و، ددې له ځانه هم اننګي ډک ډک و، نه پوهېږم؛ که به ماته ډېره ښایسته ښکارېده، همداسې مې ورته کتل چې دې راته وویل:
- "راځي ډوډۍ وخورو"
ما زر ورغبرګه کړه:
- "ته صبر، درس دې وایه، زه یې تیاره وم"
دې چې هر څومره کوښښ وکړو چې زه کښېنم، خو ددې خبره مې ځکه ونه منله، چې د ورځې لخوا د پوهنتون درسونو او د شپې له خوا زموږ ته ډوډۍ تیارول هم مناسب نه دی، څه فرق کوي چې زه ورسره کمک شم، ډودۍ مو په ګډه سره تیاره کړه، وه مو خوړله وروسته مې موبایل ته دې مسیج وکړ:
- واقع اوس پوه شوم چې ته مې خاوند نه بلکې د ژوند ملګری یې
ورته ومې خندل وروسته مې زیاته کړه:
- دا ستاسو حق دی لپ ټاپ مې راواخیست راغلي امیلونه مې ځواب کړل...
(پای)