زه خو ستاسو د کلتوري کورنۍ یوه وړه او کشره خور ښکلا مایار یم او نوې نوې مې خپلې لیکنې پيل کړې دي او زه په دې اعتراف کوم چې لیکنې به مې د زیاتو نیمګړتیاوو درلودونکې وي. غواړم له تاسو قدرمنو لوستونکو وروڼو او خویندو څخه د څو پوښتنو په لړ کې یو نظر لاسته راوړم څو په راتلونکي کې د خپلو لیکنو محتوی او بڼې ته ستاسو د مثبتو نظریاتو په لړ کې سمون ورکړم. نو که چیرې مو زما لیکنې خوښیږي او د خوږې پښتو د کلتوري کورنۍ یوه غړې او خور مې بولی نو هیله ده چې یوازې د یوې او یا دوو پاڼو پر بڼه تاسو خپله پښتو لیکنه زما د بریښنا لیک په آدرس را واستوی ډیره زیاته به در څخه خوښه شم. زه یو ځلې بیا هم وایم چې له دې کار څخه زما مقصد زما د نیمګړې لیکنې په هکله ستاسو نظر، نیوکې، وړاندیزونه، ارزیابي او د راتلونکي لپاره ښه والی دی چې که چیرې پر هغه باندې و توانیدم.
زما پوښتنې په لاندې ډول دي.
• آیا په عمومي توګه زما لیکنې ستاسو د خوښۍ وړ دي؟
• آیا خپلې لیکنې ته زما د عنوان خوښول مناسب دي؟
• آیا زما لیکنه د لوستونکي د رضایت څو فیصده تر لاسه کولای شي؟
• آیا د خپلو ګرانو هیوادوالو او بیا په ځانګړې توګه د ریښتینو افغانانو د حقوقو مدافع ګڼل کیدای شي؟
• آیا زما مضمونونه خو به ډیر اوږده او لنډ نه وي؟
• آیا د هغه په لوستلو سره ستاسو د کلتوري تندې په لړ کې د یوه غوړپ په څیر کیدای شي؟
• لغوي او ګرامري بڼه یې څرنګه بولی؟
• پیل او خاتمه یې ستاسو خوښیږي او مناسب دي؟
• که تاسو زما د لیکنې د ښکلا لپاره څه نور وړاندیزونه او نیوکې لری نو هیله ده چې مرسته راسره وکړی.
زه به ډیره خوښه شم چې د دې لیکنې د خپریدو سره جوخت په یوه اونۍ کې د ننه خپل نظریات زما د لیکنې په اړه راواستوی ډیره مننه او قدردانی به مو وي او په دې لاره کې به مو خپله یوه کشره او دردمنه خور هڅولې وي چې د خپلو لیکنو بڼه د خپل نوم په څیر ښکلې کړي.
تشکر
ستاسو کشره خور
ښکلا مایار
shkala.mayar@gmail.com
وروستي