طلوع تلويزيون کفري لارې ته خلک بولي

طلوع ښکلی نوم دی چې د لمر او یا بلې روښنايۍ د ختلو په مانا دی خو اوس مهال چې د طلوع په نامه د تلویزیوني شبکې خپرونې په خپل ځان دغه نوم ایښی او ناولې خپرونې یې لیدل کیږي چې څومره بې دینه، هیواد پلورونکې، ایرانپالې او د ملي ارزښتونو سره په لوبو باندې ملوثې دي نو آن د طلوع نوم یې د هیوادوالو په اذهانو کې بد ګڼلی دی او خلک وایي چې کاشکي په دې پلیته تلویزیوني شبکه یې د تورتم، ظلمت یا جهل نوم ایښی وای.
د طلوع پردۍ پالې تلویزیوني شبکې د خپل لنډ عمر په دور کې د دې پر ځای چې د ګرانو او زخمي هیوادوالو په ټپونو باندې له یوې سترې غمیزې وروسته مرهم ولګوي د یوه پرمختللي او ریښتني افغاني ژوند بنسټونه ورته تشریح کړي، د هیواد آبادۍ ته خلک و هڅوي، د پوهې خواته یې را وبولي او داسې پروګرامونو ته د خپلو خپرونو په لړ کې ځای ورکړي چې د دې ملت د وګړو پوهنیزې اړتیاوې یې په نظر کې نیولې وي، له بده مرغه چې د پردي او بیا په ځانګړي توګه د ایراني او هندي کلتور خپرولو ته یې په لویه پیمانه لاره پرانیستلې او د دې ټپي ټپي هیواد په زخمي پیکر باندې یې نوو فتنو ته لاره هواره کړې ده.
د طلوع د تلویزیوني شبکې  پروګرامونه ۹۵٪ په سلو کې د دې هیواد د ملي ارزښتونو، حکومتي نظام، پښتو ژبې، د  پښتنو کلتور او ټولو عامو افغانانو پر خلاف او د پردي کلتور په ګټه دي. طلوع مستقیما له ایراني چارواکو او په کابل کې د دې هیواد له جاسوسانو څخه مالي مرسته او مشوره اخلي او خپل پروګرامونه یې داسې عیار کړي دي چې ۶۰٪  ایرانی کلتور، ۲۰٪ هندي کلتور ۱۵٪ تاجکستانی کلتور او ۵٪ هغه هم د افغانستان د دري ژبو اوسیدونکو کلتور خپرولو ته یې خپل پروګرامونه ځانګړي کړي دي چې روحیه کې بشپړه بې دیني، له فحشا ډکه او د سلګونو ناروا صحنو درلودنکې ده.
طلوع تلویزیون په لویه پيمانه بودایي او هندي دین خپروي چې یو وخت خواښې هم ناوې وه (زمانی خشو هم عروس بود) اوږد سریال او داسې نورې ډرامې د هندوانو د ناروا دین د خپرولو ډیره اغیزمنه وسیله ده او زه هم له ښاغلي لیکوال ورور نعمان دوست سره سل په سلو کې هم نظره یم چې زموږ په ځوان نسل باندې اوس نه یوازې د طلوع له لوري بلکي تقریبا دلته د ټولو موجودو تلویزیوني خپرونو له لارې بودایي او هندي افکار تپل کیږي او داسې ناروا عقیده، رسم، دود، رواج، بدمعاشي، یرغل، کسات او عنعنات خپروي چې د وخت په تیریدو سره د ځوان نسل په مغزونو کې ځای نیسي او خطرناکې پایلې له ځان سره درلودلی شي خو د طلوع منحوسه تلویزیون شبکه په هیواد کې د دې ډول ناروا پروګرامونو او افکارو د خپرولو بنسټ ایښودونکې ده چې اوس مهال نه یوازې په کابل بلکي تقریبا په ټول هیواد کې د لیدلو وړ ده.
د طلوع تلویزیوني شبکه په ډیره بې شرمۍ سره د حکومتي چارواکو، سیاسي ارګانونو او د هیواد د لویو لویو فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو خبرې سانسور کوي او یوازې هغه برخه یې پریږدي چې د دوی د ناروا سوچ او خوسا فکر  سره اړخ لګوي.
طلوع تلویزیون آن د هیواد له لوي څارنوال، د اطلاعاتو او کلتور د وزیر او د هیواد د لویو لویو کلتوري سټو خبرې هم بې سانسوره پرې نه ښودې او هلته یې د ګفتمان په خپرونه کې د عبدالله په نامه یو داسې لیونی، اعصاب خرابی، شرپسند او سر تمبه پنجشیری کښینولی وي چې د هیڅ راز اخلاقي ارزښتونو پاملرنه نه کوي بلکي د دې منحوس تلویزیون خپرونه په خپله ټوله سرتمبګۍ سره پر مخ وړي. دغه پنجشیری هغه ناولی شخص دی چې د واده له درلودلو سره سره به هغه مهال هره ورځ د ملالۍ  د لیسې د یوې مظلومې او پاک لمنې کابلۍ  نجلۍ پر مخ کې لیسې ته د تللو پر مهال  ولاړ او ناروا غوښتنې به یې ترې کولې کله یې چې د اداره امور په امنیتي چارو کې ځان ځای کړی وو. خدای خبر دی چې د هغه مظلومې نجلۍ د ژوند مسیر به څنګه شوی وي؟ خو د هغه وخت د دې سخت زړي او سر تمبه سړي نهایت قساوت یې څرګنداوه او څو څو ځلې یې له حکومتي مقام او امکاناتو څخه په استفادې سره یې د هغه مظلومې نجلۍ کور ته لیوني پنجشیري عسکر ورلیږلي وو، نجلۍ یې نوموړي ته په زور غوښتې وه  او د انکار په صورت کې د هغه مظلوم مور او پلار په مرګ تهدید کړي وو.
طلوع د داسې خبیثو او خیانت کارو څیرو ځاله ده چې په رګ رګ کې یې له افغانستان سره دښمني او غلیمتوب لیکلي او د هغه هره خپرونه او هر ګام له لسګونو جنایتونو او خیانتونو څخه ډک دی.
موږ د افغانستان ولسمشر، حکومت، پارلمان سترې محکمې، د اطلاعاتو او کلتو وزارت، لویې څارنوالۍ او ټولو ذیدخله اړخونو ته وړاندیز کوو چې دغه د خیانت جرړې غوڅې، تلویزیون یې بند او هیوادوال د دې ډول خاینو خلکو له شرارت څخه و ژغوري. یوازې په څو خبرو او د یوې بیانیې په صادرولو سره د دې ناولي رنځ هیڅ درمل نه کیږي او که یې بند نه کړی  نو ډیر ژر به په نورو ناخوالو سربیره پر دې ویجاړ هیواد کې بې شمیر داسې درمسالونه او مندرونه هم وګوری چې د فحشاوو په بنسټ به جوړ او بې شمیره بتان د بودايي عبادت لپاره پکې کیښودل شي.فاعتبروا یا اولي الابصار
ښکلا مایار/ کابل
 shkala.mayar@gmail.com