ډالۍ

نجلۍ سپین ټکری پر تندي ټیټ کړ، ورمېږ یې کوز شو، د عمومي سړک په بیروبار کې یې منډه کړه، وړاندې یې پر سپېره پیاده‌رو ګړندي ګامونه واخیستل، پر تورو پایڅو یې تار- تار خاورې سرېښ وې....

ښځې په ژېړه چادري کې ملا سیخه کړه، کيڼ لاس یې راوویست، پر لنډه ګوته یې سپینه ګوتمۍ بریښېده....

نجلۍ څلور‌لارې ته نیږدې پښه ونیوه، یوه خوا- بل خوا یې سترګې واړولې، شاته یې وکتل، کېناسته، د ښځې پر لاس یې لاس کېښود، ښی غوږ یې ورو- ورو د چادري جالۍ ته ور‌نیږدې کاوه....

استاد د جغرافیې وروستی پراګراف ولوست، دوه ګامه شاته شو، سور تباشیر یې د تختې پر ژۍ کېښود، ګوتې پو کړې، زده‌کوونکو ته یې وویل:

ـــ ګرانو ماشومانو، نننی درس مو همدومره و. اوس راځئ چې د غونډې تالار ته ځو.

په تالار کې تورې چوکۍ یو پر بل پسې ايښې وې، ډله- ډله خلک راننوتل، د ښوونځي له استادانو او زده‌کوونکو سربېره د حکومت څو لوړپوړي چارواګي هم د ولاړو ساتونکو تر څنګ ناست وو.

قاري صیب مرۍ تازه کړه، له لوډسپیکر غبرګ- غبرګ غږونه ووتل، ګڼه- ګوڼه کمه شوه، ټول پر چوکیو کېناستل، یوازې څو تنه د غټو کامرو تر شا ولاړ وو.

غونډه پیل شوه، د قران کریم د یوې برخې له لوستو وروسته، د ملي سرود اواز اوچت شو، ورپسې د ښوونځي مدیر اوږده وینا وکړه. له هغې وروسته هر زده‌کوونکي خپله کیسه د غونډې ګډونوالو ته واوروله....

نجلۍ پاڅېده، د کتابونو بکس یې پر چوکۍ کېښود، وړاندې یې وکتل، سر یې وځړېد او په لړزانده پښو د سټېج په لور روانه شوه.

د لوډسپیکر کښا شوه، ناست خلک پر چوکیو کې ېغ شول، غټې کامرې لرګین سټېج ته سیخې شوې. نجلۍ ژر- ژر ساه اخیسته، د کیسې وروستۍ جملې یې داسې ولوستې:

ــــ په هغه ورځ مې ډېر وژړل، څو ساعته پرله‌پسې تر کټ تاو- راتاو شوم؛ خو چا اجازه نه راکوله، چې د پلار مخ مې وګورم، دوی راته ویل، ټول وجود یې سوی، څېره یې نه ښکاري....

ژوند مو ورځ تر بلې سختېده، خپلوانو به راته ویل، تاسې ته په میراث کې برخه نه‌شته، اخر له کلي ښار ته راغلو....

زه او مور مې د ښار په یو نمجن او وراسته کور کې ژوند کوو، مور مې هر سهار د سړک غاړې ته وځي؛ سوال کوي او زه مکتب وایم....

مور مې اوس ډېره خوشحاله ده، زه یې هر ماښام پر ګونډه سر ږدم او د خپل ښوونځي کیسې ورته کووم....

د نجلۍ غږ تت شو، پر غټ سټېج اېښي کوچیني لاسونه یې ریږدېدل....

په ژېړه چادري کې پټې ښځې سر اوچت کړ، په لوړ بلاک لګېدلې غټې ښيښې ته یې وکتل، پر ټلوېزیون راغلې صحنې ته ځیر شوه، د لوی سټېج تر شا یې خپله لور په داسې حال کې ولیده، چې د ښوونځي د مدیر لخوا ورته د غوره کیسه لیکنې ډالۍ ورکول کېده.

پای