بد بختي

ماښام کورته روان وم، کورته په رسیدو سره یو دم ډزې شوې خو داډزې ډيرې نه وې بس محدودې څو ډزی وې.

فکر می وکړ چی ګوندې کومه دخوشحالۍ خبره به وي ځکه مونږ پښتانه ډير کله د خوښیو او خوشحالیو محفلونه هم په ډزو لمانځو خو نننۍ دابدرنګې ډزې په رښتیاهم دغم وې.

څوشیبې لانه وې تېرې، چې مبایل ته مې زنګ راغی او له غمه ډک غږ مې تر غوږ شو. په دې تور ماښام یو ځل بیا د افغان په کور د غم ناره خوره شوه، نن بیا څو میندې وژړیدې نن بیا دوه تنکې ځوانې خاورو سره خاورې شوې او نن یې بیا دوه ځوانان راته شهیدان کړل.

نو اې زمونږ خوارکیو زلمیو! پوهیږم چې تاسو به هم د کور دمشکلاتو له وجې دې ته زړه ښه کړی وي، چې خپله خوږه مور خواږه بچیان او خپل کور پریږدی او دې لیکو ته ولاړشې، ځکه زمونږ په وطن کې نور داسې روزګاز نشته چې تاسو یې وکړی، ترڅو پرې خپلی کورنۍ او بچیانوته حلاله نفقه وګټی اوخپل ژوند د سختیو څخه دراحت په لور بوځي.

خو، ای ځوانه دا هم واوره!
دلته هرسړی د خپل ځان په غم کې دی دلته هر دولتي چارواکی خپله خېټه مړوي. دلته هیڅوک هم ستاسو په غم غمجن نه دی، بغیر ستاسو دخپلې کورنې څخه اوس به مو په کورنو کې څه حال وي رب خپله ښه پوهیږي!