داســـلامي ټولـــنې ځانــګړتياوې
ويناوال: عبدالعزيز بن عبد الله آل شيخ
ژباړه: انـــــدیال ساپی
اسلامى ټولنه چې اسلام يې بنسټ ربانى تګلاره ټاکلى ده، داسى ځانګړتياوې لرى چې له بلى هرى بى دينى ټولنې سره توپیرلري:
(۱) لومړی ځانـــــګړنه
په ټولنه کې د امن او اطمينان خپريدل: چې لامل يې دمسلمان په ﺯړه کې دايمانى ويرى شتون دي چې جرمونو د ترسره کولو يې ساتى، ځکه اسلام خپل پيرويانو ته د وينى، مال، او ناموس داحترام لارښوونه کوي، که څه هم بشرى قوانينو په ټولنه کې نسبی امن ټينګ کړى وي، خو کله چې هم فرد له قانونه سرغړونه وکړى بیا له څارونکى او محتسب پرته جرمونه ترسره کوي.
(۲) دويمه: ځانـــــګړنه
دعامه حقوقو خونديتوب: دوالدينو سره د نيکى، ښیګڼی او غوره چلند حق، اولاد دتربيت روﺯنى او لارښوونی حق، خپلوانوسره د مينى اوخپلوى پاللو حق،لويانو دعزت او احترام حق، په کشرانو د شفقت او مهربانى حق، ښځى دساتنى او درناوى حق، ګاونډى سره د ښیګڼی حق، دغير مسلمو حقوق کله چې معاهد يا مستأمن وي، په اسلامى ټولنه کې دغه ټول حقوق خوندى دى،الله جل جلاله وایې: (( وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا)).المائدة: ۸.
ژباړه: د کومی ډلی دښمنی دی تاسی له عدالت څخه وانړوی، عدالت وکړی.
(۳) دريمه: ځانـــــګړنه
په اسلامى ټولنه کې به اسلامى شعاير ښکاره او څرګند وي لکه:اﺫان، لمونځ، روژه، حج،اسلامى اخلاق، چې دغه ټول به مسلمان پخپل ورځنى ژوند کې په ښکاره توګه ترسره کوي،په اسلام کې له عقايدو او عباداتو څخه هيڅ پټ ندى پاتى په خلاف د هغی فکرى مکتبونو او بی لارو تګلارو چې پخپلو ناوړه عقايدو پرده اچوى، خپل اصول او تګلاره پټوى او دخپلى عقيدى په خلاف څرګندونې کوي.
(۴) څلورمه: ځانـــــګړنه
اسلامى ټولنه يو اخلاقى ټولنه ده چې هره چټلی او رﺫالت له ځانه شړى ،د حيا، پردى او پاک لمنى لور ته بلنه کوي.
(۵) پنځمه: ځانـــــګړنه
اسلامى ټولنه به مرستندویه ،همکاره او د یو بل ملاتړی وي، افراد به يې له يو بل سره په نيکى او تقوى کې مرسته کوي،الله رب العزت فرمایې: ((وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ)).التوبة:۷۱.
ژباړه: مومنان نارینه او مومنانی ښځی د یو بل دوستان دي.
بل ځای فرمایې:(( وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ)).العصر:۳.
ژباړه: یو بل ته د حق نصیحت او د صبر ښودنه وکړي.
(۶) شپږمه: ځانـــــګړنه
داسلامى ټولنى ټول وګړى به له يو بل سره ايمانى، د مینی او محبت ډکی اړيکى لري، يقينا اسلام مسلمانانو دټولو مختلفوجنسونو، رنګونو او قومونو ترمنځه ورورولى ټاکلي، او دوى ترمنځ په اسلام يووالى راوستي، الله جل جلاله فرمایې:(( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)). الحجرات: ۱۰.
ژباړه: بی له شکه مومنان له یو بل سره وروڼه دي.
(۷) اومه: ځانـــــګړنه
په اسلامی ټولنه کې دکرامت ،عزت او شرف معیار یواځی تقوه ده ، نه دولت ، مقام ،او منصب، الله جل جلاله په دی هکله وایې: ((إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)).الحجرات:۱۳.
ژباړه: په حقیقت کې له تاسی څخه د الله په وړاندی تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دي، چې په تاسو کې له الله ډیر وریږی.
(۸) اتمه: ځانـــــګړنه
د حاکم او رعیت ترمنځ یووالی: پاچا به د ولس ستونزې احساسوی او ورته به حل لارې لټوي، زخمونه به یې پټی کوي، او دبیوزلو سره به مرسته کوي، ددى په مقابل کې به رعيت له حاکم سره مينه لري، د خير دعا به ورته غواړي،او په ټولو حالاتو کې به يې ترڅنګ ولاړ وي، اسلام غواړى چې مسلمانه ټولنه دى ستره او مثالى وي.
(۹) نهمه: ځانـــــګړنه
په اسلامى ټولنه کې به ټولې دينې، تعليمې،کلتورې، قضائي او امنيتې ادارى شتون لري، ټول به په ګډه ددين هيواد او ټولنې د هويت ساتنه کوي، ټولنې د تغريب او بيګانتوب مخنوی به کوي.
(۱۰) لسمه: ځانـــــګړنه
اسلامى ټولنه يوه ربانى ټولنه ده چې ټولې عامه سياسى او اقتصادى چارې به يې اسلام تنظيموى، دټولنيز ژوند ټولى چارې به دين د احکامو تابع وي، نه دخلکو د غوښتنو او خواهشاتو او نه د هغه څه چې دوى يې غوښتنه او خواهش لري.
(۱۱) يوولسمه: ځانـــــګړنه
په اسلامى ټولنه کې به معنوى او اخلاقى ارﺯښتونو په مادى ګټو لومړيتوب لري، دټولنې مادى او علمى پرمختګ به مشروط وي ترڅو دشرعى قواعدو، ارﺯښتونو اواخلاقو سره په ټکر کې واقع نشى.
(۱۲) دولسمه: ځانـــــګړنه
اسلامى ټولنه په يو وخت کې دينى او هم مدنى ټولنه ده، ځکه په اسلام کې ددين او دنيا ترمنځ جلا والى نشته، مومن به لمونځ کوي، روژه به نيسی، زکات به ورکوي، حج به ادء کوي، دالله ﺫکر او يادونه به کوي، ښايي که دا په خپل کارى ځاى کې وي او که يا په کوم څړنيز مرکز کې، په حکومتى ادراه کې وي او که په تعليمى ، اقتصادى طبى او ﺯراعتى مٶسسه کې، او يا د ژوند په بله کومه چاره بوخت وي، خپل دين ورته لارښوونه کوي ، چې ده دى په خپلو ټولو کړنو کې نيک عمله او د دینى غوښتنو منونکى اوسى، دا د مسلمان شان دى.
وروستي