
ځوان په خټو ککړې موزې وویستې، د پولې په بېخ کې اوږد وغځېد، له تورې کشي خولۍ د راوتلو وېښتانو پر څوکو یې خځلې ونښتې، د ډنګر لاس څټ یې پر تندي کېښود، خوله یې وازه کړه، باڼه یې سره ورغلل او شېبه پس په درانه خوب ویده شو....
سپینږيري ژوره سا ویسته، په کیڼ لاس نیولې غوټه یې درنه وه، د باغ له وروستۍ دروازې تېر شو، ستړی شو، نور یې د وړاندېتګ توان نه لاره، لکڼه یې پر پوله تخته کړه، لړزاند لاسونه یې پرې وڅښول؛ کېناست، سر یې وځړېد، ټوخي ونیو؛ کړخه- کړخه....
ځوان پر اړخ واوښت، شونډې وموښلې، ډنګر لاس یې له تندي وښوید، سترګې یې رڼې کړې، کېناست، یوه خوا- بل خوا یې وکتل، کشي خولۍ یې پر سر کړه، پاڅېد، له ککړو موزو یې وچې خاورې تویې شوې....
سپینږیري وړاندې وکتل، زوی یې ولید، ودرېد او په خوښۍ یې شونډې پرانیستې:
ـــ وبښه زویه، نن مې پښه ډېره خوږېږي، نور نه شوای درتلای، ځکه مې غږ درته وکړ.
ـــ خیر؛ خو په دې غوټه کې څه شی دي؟
ـــ ډوډۍ مې درته راوړې.
ـــ ښه، نو کور کې بل څوک نه وو، چې تا راوړله، راکړه.
ـــ واخله، زویه یوه خبره مې درته کوله.
ـــ وایه خیرت خو به وي؟
ـــ مور دې له سترګې بیا ډېره پاذاب ده، ټوله شپه یې خوب نه دی کړی. اوس مې زړه دی، چې سهار یې کابل ته بوځم، که دې خوښه وي.
د ځوان تندی ګونځې شو، سر یې وځړېد، په لښتي کې روانو اوبو ته یې وکتل په بیړه یې زیاته کړه:
ـــ سمه ده؛ خو سهار- مهار مه په پسې تړئ، همدا اوس حرکت وکړئ، هسې نه بل شی ترې جوړ شي.
ـــ صحي ده؛ خو اوس کور کې پیسې نه وې، ماوېل چې...
ـــ پیسو پسې مه ګرځه، زه همدا اوس ځم او د دوو ورځو د مزدورۍ پیسې مې راوباسم. ته کور ته درځه زه څو دقیقې پس درځم....
ځوان ټیټ شو، د خوړو غوټه یې کېښوده، سپېره وېښتان یې په خولۍ کې ټول کړل، ککړه چرۍ یې دېوال ته ودروله، له پولې کوز شو او پر مخامخ رشقه کې یې غټ- غټ ګامونه واخیستل.
پای