ليــــــــونو خيــــــــالو مې بيـــــــا وكــړې وزرې****نه دې ليـــــــك راځي اونـــــــه دخــــولې خـــبرې چې ســــــهار ماښــــــــام ئې ستا احوال راوړلـو****دبــــام ســـــر ته نه راځـــــي هغـــه كـــــــوتـــرې زما خيال ستا درخســــار دومره خـاطـركــــــــۤــا****پټ پټ درشـــــــــي درتـه وگــــوري له لــــــــــرې يوښايســـــــته تصويـــــردې راوړي زمازړه تــه****خماري ســــترگــــې دښكول كړم لـــب شـــكــــرې بس همـــدغــه يو تصـويـــرمــې بادشـــاهــي ده****ځكـــــــه تـــــل پـــــــرې اورومـــــه ملغلـــــــــرې داخترپه ورځ مې غوړپ غوړپ ويني توى كړې****راپپسې وې دبېلتون ظالــــــم لښـــــــــــــــكـــــرى زما زړه چمچمــاري سترگــــــــــواوده كـــــــــــړ****مـــــــــلا پاڅــه خوشــــې مه وايـــــــــــه مــنترې ستاله چوف چوف اوكوف كوف څخـه وارتېرشو****گمـــــــــــان نه كوم چې بيا شـــــــم دښـــــــــمرې پرېږده پرېږده چې مې ښه حلق ته وركــوزكـړي****زه دعشـــــــــق ســــــــــــمنــــدرگـــورم ترژورې مابســـــــــمل جانان ته ســـــــراو مال بښـــــــلى****اى واعضـــــه ســـتا ئې څــــــه زمـــا په ككــــرې
وروستي