ایا غواړئ ماشومان مو په امتحان کې تر نورو ښې نومرې واخلي؟

د برتانیا د رېډنګ پوهنتون څیړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلي، نیلي توت اعصابو ته قوت وربخښي او په خاصه توګه د ماشومانو تعلیمي او دماغي فعالیتونه چټکوي.
 
د څيړونکو یو شمیر ماشومان د څیړنې لاندې نیولي وو او هغوئ ته یې داسې دندې ورسپارلې وې، چې ذهني او عقلي کوښښ یې غوښتو او په پایله کې وموندل شوه چې هغو ماشومانو چې د نیلي توت شربت خوړلی وو په ازموینه کې د نورو په نسبت ډیر فعال او تیز وو.
 
دوي زیاتوي، نیلي توت نه یوازې حافظه پياوړې کوي بلکې د الزایمر ناروغي هم له منځه وړي.