په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې (زیات ملامتول، تکبر او لویي)
لیكنه: محمد بن إبراهيم الحمد
ژباړه: انـــدیال ســاپی
په تیر پسی…
(۴) په ملامتولو او زورولو کې زياتوالی:
دا کار له هغو کسانو څخه ډېر واقع کيږي چې واک او قدرت يې په لاس کې وي لکه ريس، مدير، کفيل او داسې نور…
دغه کسان چې د لاس لاندې خلکو څخه لږه کوچنۍ خطا وويني نو وجود يې لړزيږي، ناوړه او پوچ الفاظ کاروي.
د ا هغه کړنه دی چې انسان يې نه خوښوي او ډډه ترې کوي، ځکه خلک دا بده ګڼي چې په هغه کار او ځای کې ورټل شي چې د رټلو مناسب نه وي او له هغه چا څخه نفرت کوي چې بې له څيړنې په رټنه او زورونه پیل کوي.
ډېر ځلې وروسته بيا روښانه شي چې دا په حقه نه وو او د هغه بل خبره يا کار سم وو،
د مثال په ډول : يو استاد د شاګرد په ملامتولو كې له حده ووځي خو وروسته روښانه شي چې خطا له سره وجود نه لره، خو شاګرد د درس پريښودلو ته اړ کړي، د ټولنې او خپلې کورنۍ د اوږو بار شي.
يا ځينې دوستان ډېره موده يو بل و نه ويني نو د ليدلو سره سم د يو بل په ملامتولو پيل وکړي ، د نه پوښتنې او نه کتنې له کبله پرې د ملامتيا تېز باران ووري، که څه هم دا کار د دوی په مينه او الفت دلالت کوي خو د پريکون او جلا والي سبب ګرځي، ځکه چې ځينې خلک د هرې خبرې د زغم توان نلري.
بيا ځينې کسان چې نور ملامتوي نو دې ته يې پام نه وي چې دغه ملامتيا دده په لور هم راساتنېدی شي.
منصور بن زرقان النمري وايي:
لعل له عذرا وانت تلوم *** ورب امري قد لام وهو مليم
ژباړه: ښايي هغه عذر ولري او ته يې ملامتوې ، خو ډېر ځلې يو څوک بل ملامتوي په داسې حال کې چې دی پخپله د ملامتيا وړ وي.
(۵) لويي او تکبر:
ځينې خلک په ځان کې د لويي احساس کوي، له نورو ځان لوړ ګڼي ، هيچا ته په احترام قايل نه وي .
تکبر داسې يو خصلت د ی چې د شريعت ، فطرت او عقل له لحاظه بد ګڼلی شي او داسې خلک د الله تعالی بد ايسي.
نبي عليه السلام فرمايي:« لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ كِبْرِ ، فَقَالَ رَجُلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ: إِنَّ الرَّجُلَ يُحِبُّ أَنْ يَكُونَ ثَوْبُهُ حَسَنًا وَنَعْلُهُ حَسَنَةً، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ، اَلْكِبْرُ بَطَرُ الْحَقِّ، وَغَمْطُ النَّاسِ».
ژباړه: هغه څوک جنت ته نشی تللی چې په زړه کې يې د يوې دانې په اندازه باندې لويي او کبر وي. يو سړي وپوښتل: اى د الله رسوله آيا که څوک دا خوښه ګڼي چې د هغه لباس او بوټان دې ښايسته وي، دا هم په کبر کې راځي؟
نو ويې فرمايل: الله تعالی ښايسته دی او ښايست خوښوي، کبر د حق نه سترګو پټول او د نورو سپکاوۍ كول دي.
ادامه لري…..
وروستي