دناوړه اخلاقو پېژندنه او بدي

دناوړه اخلاقو پېژندنه او بدي
ليکنه: محمد بن ابرهيم الحمد
ژباړه: انـــدیال ســاپی
 
لومړی: د ناوړه اخلاقو پېژندنه:
الخلق په ار کې عربی کلمه ده، طبعيت، خوی او عادت ته ویل کیږي, چې جمع یې اخلاق راځي.
ابن منظور وایي: الله تعالی فرمایلي دي: ((وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ)).
ژباړه: بې شکه ته د لویو اخلاقو خاوند یې.

جاحظ وایي: اخلاق د نفس هغه حالت ته ویلی شي, چې انسان د هغې له امله بې اختیاره او بغیر له کوم فکره خپل کارونه ترسره کوي، بیا اخلاق په ځینو خلكو کې فطري وي او په ځينو کې د کوښښ او زیار په نتیجه کې مېنځ ته راځي.

نو ممکنه ده چې مونږ ناوړه اخلاق داسې تعريف کړو:
(۱) ناوړه او بد کار کول او د ښه کار څخه ځان ساتل.
(۲) په ناوړه خويونو ځان اخته کول او د ښو صفتونو څخه ځان لرې کول.

دويم: ناوړه اخلاقو بدي:
ناوړه اخلاق يوه بده لار ده, چې الله تعالی يې بده ګڼي او نبي عليه السلام پرې غوسه کيږي بلکه ټول خلک په هر فکر او نظر چې وي ناوړه اخلاق بد ګڼي او د بد اخلاقه انسان څخه ډډه کوي.

ناوړه اخلاق خلکو د نفرت، بې اتفاقۍ، د خیر او نیکې لارې څخه د منع والي سبب ګرځي.
بد اخلاق د غمونو او وهمونو لامل ګرځي، د ناوړه اخلاقو خاوند هم د ځان او هم د نورو لپاره ستونزې پيدا کوي او ژوند یې تنګ وي.

نبي عليه السلام فرمايي: ((وان أبغضکم الی وابعدکم مني فی الآخر أسوؤکم أخلاقا، الثرثارون، المتفيقيهون، المتشدقون)).

ژباړه: له تاسو څخه زما په وړاندې ډېر د بغض وړ او له ما څخه د قیامت په ورځ ډېر لرې هغه څوک دي, چې د ناوړه اخلاقو څښتنان وي، ډېر ګړيږي، په تکلف, په ناز او ادا سره خبرې کوي.

احنف بن قيس ملګرو ته وويل: آيا تاسې د بدې او ناوړه ناروغۍ څخه خبر نکړم؟ هغوی وويل ولې نه، خبر مو کړه.

هغه وفرمايل: ناوړه خوی او پوچه ژبه دواړه بد مرض او ناروغي ده.
ځينو نورو ويلي دي: د چا اخلاق چې بد وي روزي یې هم تنګه وي.

دغه راز وايي: د ښو اخلاقو خاوند پخپله هم په راحت کې وي او نور خلک ورسره هم هوسا او ارام وي ، بد اخلاقه پخپله هم په تکليف کې وي او نور خلک هم له ځان سره په تکلیف کوي.

بد اخلاق د قومونو د ړنګوالي سبب ګرځي او د پرمختګ په وړاندې خنډ واقع کیږي.
د مصر مشهور شاعر شوقي رښتيا ويلي دي:
واذا أصيب القوم فی أخلاقهم فأقم عليهم مأتما وعويلا.
ژباړه: کله چې د يو قوم اخلاقو ته مصيبت او زيان ورسي نو په هغې باندې ژړا او ماتم وکړه.