خطرناکه لارې او خطرانکې نېشې!‎

دا چې افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه ده چې له حده ډېر نېشي توکو کرل کېږي او په ازاد بازار کې پلور کېږي، له څو لسیزو راهېسې د افغانستان امنیتي اورګانونه ددې کوښښ کوي چې د یادو نېشو کښت له مېنځه یوسي او له کروندګرو سره یې قانوني چلند وکړي خو نه یواځې دغه بوټي له مېنځه یو نه وړل شول بلکې په کراتو کراتو د نېشه یې هېوادونو په کتارو کې راځي.

د افغانستان اوسېدونکې په ډېره اسانۍ سره یاد نېشه یې توکي اخلي او خپل نېشه پرې ماتوي، چې ددغه جملې څخه ډېریه هغه با سواده او بې سواده ځوانان دي، چې د دندې په نه تر لاسه کولو او په هېواد کې دولتي چوکېو ته نه لاس رسۍ ددې باعث شوی،چې ځوانان مو نېشه یې توکو ته لاسرسۍ پېدا کړي او هم د ځان او هم د نورو ژوند له خطر سره مخامخ کړي، کابل جلال اباد، کابل قندهار، کابل مزار، او داسې نور لوې لارې یادولاۍ شوو، چې موټر چلوونکي یې د نېشه یې توکو څخه استفاده کوي تر څو وکولای شي له نورو سیال موټر چلوونکو څخه مخکې شي او ځان پېاوړی او با استعداده موټر چلوونکی خپلو سوارلیو ته وښایې خو دوې سره دا فکر نشته چې دوې د یو مړۍ روزي پېدا کولو لپاره خپل اولادونه او کورنۍ یې پرېښي تر څو یو دوی نفقه پېدا کړي او کورنۍ یې هم په تشویشونو کې ډوب وي،چې د کورنۍ نفقه پېدا کوونکی یې کله راځي. له دولتي او امنیتي اورګانونو څخه مې غوښتنه ده چې یاد موټر چلوونکو لپاره سخت څارنه وکړي او له دغه مضرې نېشې څخه هم موټر چلوونکو ژوند وژغوري او هم د مسافرینو ژوند.