د قدروتونو توده جګړه او زمونږ بې وسي!

افغانستان له هغه با ارزښته هېوادونو له جملې څخه دی، کوم چې د اسیا په زړه کې موقعیت لري. دغه هېواد له ډېرې مودې راهېسې د لویو قدرتونو د ګټو قرباني ګرځېدلې او له کلونو کلونو راهیسې په سرو وینو کې سور دی. هېواد مو د اقتصادي، سیاسي ، استراتیژیک او فرهنګي لحاظه ګاونډېو هېوادونو لپاره با ارښته دی، چې هر هېواد د خپل سیاسي او اقتصادي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره له مختلفو ترهګریزو ډلو سره مرسته کوي او هغوی په نظامي تجهیزاتو سمبالوي.

د امریکا او روسې نیابتي جګړه په هېواد کې ددې باعث ګرځېدلې چې په هیواد کې له مختلفو ورانکارو ډلو سره مرسته وکړي او هغوی ته یې د فعالیت کولو زمینه مساعده کړې ده. د دواړو لویو قدرتونو لپاره بې ګنا افغانان په شهادت رسوي. ددې ترڅنګ ایران، عربستان، پاکستان، چین، او هند ترمنځ نیابتي جګړې په هېواد کې د پرمختګ مخه نیولې او نه پرېږدي چې هېواد مو پر خپل ځان بسیاء شي، ځوان نسل مو چې د هیواد شتمني او د راتلونکې لپاره پانګه شمیرل کېږي د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، چې دغه حالت مو په لوی لاس تورو کوټو ته اچوي.

د لویو قدرتونو نمایشي ناستې او نړیوال کنفراسونه، نړیوال معاهدات او نړیوال قوانین ندي توانېدلي چې په افغانستان او نړۍ کې مختلف ورانکارې ډلې وځپي، ځکه چې همدغه ورانکارې ډلې ددوی د ګټو د لاسته راوړلو لپاره جنګیږي. هغه وخت جګړه پای ته رسېدلی شي، چې نړیوال د باثباته نړۍ لپاره کار وکړي تر څو ټول انسان د فقر، جګړې، څخه لرې هوسا ژوند کولو ته هیله مند واوسي.