خبري غونډه ته دميدان وردګودوالي وينا

دلړم\\عقرب پراووه مه دميدان وردګووالي الحاج عبدالجبارنعيمي په ميدان وردګوولايت کې له يوې ډلې ژورنالسټانوسره دنوموړي ولايت په مقرکې خبرې وکړې،چې متن يې په لاندې ډول دی:

كله چې دوه نيم كاله دمخه دافغانستان دلوړومقاماتودلزوم ديدپراساس دميدان وردګو ولايت دوالي په حيث وټاكل شوم اودولايت دنده رسماً راوسپارل شوه په سرسترګو مي عملاً وليدل چې واقعاً ددوه نيمو لسيزو تپل شويو جنګونو له كبله ميدان ښار اواړونده ولسواليوته سخت زيانونه اوځاني تلفات رسيدلي ؤ چې زما دزياتي خواښيني اوانديښني سبب وګرځيد- دولتي وداني روغتونونه – كلنيكونه – ښونځي – سركونه – پلونه اودهستوګنې كورونه اكثراً وران – ويجاړاودزراعت اواوبولګولوسيستم سخت زيانمن شوي ؤ– نه پوهيدم چې له كومه ځايه شروع وكړم.

امادخداي پاك جل جلاله په فضل اومرسته اودولايت دادارودمسؤلينواوعام ولس دبې دريغه ملاتړپراساس موكلك هوډ اوعزم وكړچې حتي دسر په بدله دهغه اعتماد په اساس چې دولت دمونږپه نسبت كړي لازمه ده چې ددي ولايت درديدلي اوكړيدلي ولس ته دښو اورغنده خدمتونو مصدر وګرځو.

هغه ؤ چې مونږ اول دولايت كاري پلان جوړكړ- دكارونو دبهبود په خاطر مو هره دوشنبه اداري مجلس – دسه شنبې په ورځ مو دعامو خلكو سره دليدني كتني پلان ترڅو دخلكو ستونزي اومشكلاتوته په صحيح صورت رسيده ګي وشي. دهغوي څخه واورو اودهغوي سره له نژدي ليدني كتني وكړو – هره چهارشنبه مو دامنيت دلاټينګښت لپاره غونډه -د ډاياك دپروسي دتطبيق لپاره غونډه-په هرمياشت کې يوځل د PDC غونډه او په مياشت کې يوځل دعدلي اوقضائي غونډه چې ددي غونډودجوړيدوپايلي اونتايج ډيرمثبت ارزول کېږ ي.
•       دولايت اته ګونو ولسواليوته موسفرونه كړي او دعلماء كرامو،دجوماتونو ملاء امامانو،جهادي قوماندانانو، مشرانو،سپين ږيرو او عام ولس سره مو ليدني كتني وكړي – شپي مو ورسره تيري كړي دهغوي مشكلات موله نژدي وليدل اودهغوي دستونزواومشكلاتو دلري كولو لپاره مولاري چاري ولټولي
•       دهر څه دمخه مو ددايرو دمسؤلينو په وړاندي اوددي ولايت دمشرانو په تائيد پنځه كلن پلانونه جوړاواړونده ارګانونوته مووسپارل
•       لكه چې مخکې مو اشاره وكړه ددولتي ادارو،وضعيت په اول کې ډيرزيات خراب او ددي ولايت ددولتي كاركوونكيولپاره كوم مناسب كاري محيط موجودنه  ؤه چې داكاردرسمي كارونو په اجراء کې يولوي خنډؤ چې هغه ؤ ددولتي ادارودجوړولوته مودلومړيتوب حق وركړ_چې په ترڅ کې اكثره وداني نوي جوړي اوياپه اساسي ډول ترميم شوي – چې هغه په لاندي ډول دي
•       دولايت دمقام تعميرجوړيدل په عصري اوپاخه ډول
•       دكليو اوپراختياءرياست وداني نوي جوړيدل
•       دولايت دهستوګن ځاي وداني جوړيدل
•       داوبولګولودرياست وداني جوړيدل
•       دښځو درياست وداني جوړيدل
•       دفوايد عامي دمديريت وداني جوړيدل
•       داطلاعاتو اوفرهنګ درياست وداني جوړيدل
•       دمحاكمودرياست وداني جوړيدل
•       دڅارنوالي رياست وداني جوړيدل
•       دسري مياشتي وداني جوړيدل چې كارئي تکميل اوګټې اخيستنې ته سپارل شويدی.
•       دحج اواوقافو رياست وداني جوړيدل چې كار ئي دوام لري
•       دپوهني رياست وداني چې كارئي دوام لري .
•       همداء راز دصحت عامي درياست وداني -دښاروالي اودهغه دتالار اوپارك جوړول
•       دبانګ دمديريت اساسي ترميم
•       دزراعت دمديريت اساسي ترميم
•       دمخابراتو درياست دوداني اساسي ترميم
•       دمستوفيت اساسي ترميم
•       ددولتي كاركوونكو دكاري ظرفيتونو دلوړوالي په خاطر دملك نه بهر دلنډمهاله تحصيلي بورسونو دزمينوبرابرول
•       ۹۰ تنه قاضيانو اوڅارنوالانو ته اموزشي كورسونو برابرول
•       (۶۰) تنو ښځينه اونارينه دولتي كاركوونكو ته دكمپيوټر دزده كړي دكورسونو برابرول
•       (۶۰) تنو دولتي كاركوونكو لپاره د ۶ مياشتني د انګليسي ، كمپيوتر اومنجمنت كورسونو برابرول .
•       ديادوني وړبولم چې اكثره اداروته دفكس اوانترنيت سهولتونه برابرشوي اودمخابراتي سيستم دپياوړتيا لپاره (۳۴) لاينه تليفونونه په ادارو کې نصب شوي .
•       دكمپيوتر سيستم په اكثرواداروکې رواج موندلي- اوله دي لاري خپل كارونه په مخ بيائي .
•       دازادرقابت له لياري دمامورينو داستخدام اومقرري لړي په چټكتيا،روانه ده تراوسه لدي لاري د ۱۳۰ تنو په شاوخواء کې مامورين نوي په كار ګمارل شويدي- داكثرادارو وسايط – مفروشات اونورلوازم برابرشوي چې ددي لوازموسهولتونو په برابرولو سره ددي ولايت داكثرودولتي ادارو دمامورينو ستونزي لري شوي - اوپدي لارکې لازيات تلاش روان دي. نه يوازي موږدميدان ښارددولتي ادارودتقويې په خاطر كار كړي-  بلكه د زياته توجه مونږ دي ته اړولي ده ترڅو محلي اداري زياتي تقويه شي- اوددوي ستونزي لري شي اوپه هره ولسوالي کې يوه قوي اومنظمه اداره را منځته شي ترڅو دهغوي دولتي كاركووÙ
 �کې خپل ولس ته درغنده خدمتونو مصدر وګرځي- تراوسه دسيداباد دولسوالي – امنيي قومانداني اودولسوالي اودولسوالي اوامنيي قوماندان لپاره  دهستوګني كورونه اوهمداء راز دجغتو ولسوالي كمپلكس وداني ددايميرداد دولسوالي كمپلكس وداني كار بشپړ شوي .
•       پدي ودانيوکې نه يوازي ولسوال اودامنيي قوماندان بلكه ددي ولسواليو دمحاكمو ، څارنوالي ، حقوقو ، زراعت اوقافو اونورو دايرومامورين هم لدي وداني څخه ګټه اوچتوي-ددي ودانيو تجهيزات ، مفروشات موبل اوفرنيچر اونوروسايل بشپړشوي-اودچك اودنرخ ولسوالي دكمپلكس وداني كار روان دي – موژ په پام کې لرو چې دجلريزاودبهسودودلومړي اودوهمي څانګي ولسواليودودانيوكار په راتلونکې كال کې شروع شي.
•       داجتماعي عدالت دتامين – ددولت اوولس ترمنځ دباوراواعتماد دلازياتي فضاء دمنځ ته راتلواوداداري فساددكچي دكموالي په خاطر زمونږ زياته توجه دعدلي اوقضائي سيستم دتقوئي لورته ګرځول شوي – پدي لارکې زياتي برياوي لاس ته راغلي وداني په عصري اوپاخه ډول جوړي شوي لدي ودانيو څخه دحقوقو اوقضاياي دولت مامورين هم ګټه اخلي .
•       ۱۱ عرادي نوي موټران ددوي په واك کې وركړل شوي
•       ۱۱ فرهنګي مركزونه په مركز اواړونده ولسواليو کې جوړشوي
•       ۹۰ تنه قاضيانواودڅآرنواليوكاركوونكوته كورسونه برابرشوي.
دعدلي اوقضائي ارګانونو دلازياتي تقويې لپاره اوددوي دستونزواومشكلاتودلري كولولپاره مونږ په هرمياشت کې يوځل عدلي اوقضائي غونډه لرواوپدي غونډه کې دامريكاء سفارت دعدلي اوقضائي څانګومتخصصين دحقوق بشر،يوناماء څانګو مسؤلين اودعدلي اوقضائي څانګو مسؤلين اودپوليسو ، محابسو ، قضاياي دولت اوتربيت اطفال مسؤلين گډون كوي- اوپه دي غونډوکې ددي ارګانونو په مشكلاتوبحث اوځآنګړي پريكړي صادريږي - چې پايلي اونتايج ئي ډير ګټور ارزول کېږي
•       دداياك پروسه په ټول ولايت کې په نورمال ډول بدون له كومي ستونزي په كاميابي روانه ده چې دنيكه مرغه تراوسه پوري د ۶۰۰ څخه زياته درنه اوسپكه وسله اوپه سل ګونو ټنه مهمات دډاياك كميسيون ته سپارل شوي .
•       ديادوني وړبولم چې په ۱۳۸۳ كال کې په مجموعي ډول پدي ولايت کې په ۶۷۴۰ جريبه ځمكه باندي كوكنار كرل شوي ؤ چې دنيكه مرغه ددوكالوراپدي خوا دزياتو هلو ځلو اودولس په مرسته دكوكنارو كرکېله په مطلقه توګه بندشو- تراوسه هيچا ددي بدنام اونارواء بوټي په كرلولاس ندي پوري كړي چې دميدان وردګو ولايت په ملي اوبين المللي سطح دكوكنارو دوجود څخه يوپاك ولايت اعلان شو- ددي په بدل کې دي ولايت ته د ۵ لكو ډالرو په ارزښت دعام المنفعه پروژودجوړولو لپاره منظوراوهمداء رنګه يومليون ډالر نور دگټورو پروژو دجوړولو لپاره منظورشوي - ددي پروژو كار به عملاً په نژدي راتلونکې کې ش
 روع شي.
•       دبيارغوني كارونه په مركز اوټولو ولسواليوکې په چټكتياء دوام لري- تراوسه دلاندي پروژو كارونه بشپړياتركار لاندي دي.

الف : - دصحت په برخه کې
•       په ميدان ښارکې يو پنځوس بستريزه روغتون په عصري ډول جوړشوي .
•       دنرخ په ولسوالي دصدمردي كلنيك – دجلريز په ولسوالي کې دخواجه صاحب كلنيك
•       دبهسودو دقول خويش كلنيك دتنګي دسيدانو كلنيك
•       ددايميرداد دقول زنګي كلنيك اودبهسودو دميرهزاركلنيكونه افتتاح شوي
•       دټوپ ددشتي كلنيك
•       ددايميرداد دنوي دشتي كلنيك
•       دميدان ښار دكهنه خمار كلنيك
•       دمركز دچېاربند كلنيك
•       دجلريز دزيولات كلنيك

ب :-دمعارف په برخه کې .
دميدان وردګو ولايت عام ولس دمعارف سره سخته زياته مينه لري دخپلو ښوونځيو اودښوونكو اوزده كوونكو دامنيت دتامين په برخه کې هميشني مرستي كړي اوكوي ئي
همدااوس دټول ولايت په سطح (۲۶۸) بابه ښونځي فعاله چې په هغوي ئي
(۱۱۳۲۶۸) تنه زده كوونکې په ليك لوست بوخت اوددي څخه ( ۲۴۶۵۳) تنه زده كوونکې  دانا ثو له ډلي څخه دي .
•       دمعارف رياست وداني كار جريان لري
•       په ميدان ښار کې دارالمعلمين په كار پيل كړيدي چې همدااوس (۱۲۳) تنه محصلين په هغه کې په ليك لوست بوخت دي
په تيرودووكالوکې (۴۰) بابه ښوونځي نوي جوړي اويابيارغول شويدي .
تراوسه (۱۱۷) بابه ښوونځي هيڅ وداني نلري پدي هكله ددونرانو سره خبري رواني دي هيله لرم ددي ښوونځيو دوداني بۀ په راتلونکې کې جوړي شي سږ كال ۱۱ ښونځي نوي جوړي ، ۸ تركارلاندي او۱۵ به سږكال نوي افتتاح شي.

ج :- دزراعت په برخه کې
•       په ميدان ښار کې دزراعت ليسه په اساسي ډول جوړه شويده.
•       په ميدان ښار کې يوه لويه سړه خونه چې د۵۰۰ ټنو تازه ميوو دساتلوګنجايش لري جوړه شويده
•       ددهقانانو لپاره اصلاح شوي تخمونه اوکېمياوي سري توزيع شويدي.
•       (۱۲) تراكتورونه دهقانانوته توزيع شويدي.
•       حيواني كلنيكونه نوي جوړشوي.
•       د (۴۳) كوپراتيفونه جوړشويدي.
۸ )تنه بزګرانو دلنډ مهاله بورس لپاره تركئي ته ليږل شويدي.
دانكشاف دهات له لياري دچك په ولسوالي کې ۲۳ شوراء ګاني تاسيس شويدي ددي پروګرام له لياري ۵ پروژي د 1570000 افغانيو په ارزښت بشپړي اوياتركارلاندي دي .
•       دداديميرداد په ولسوالي کې ۴۸ پروژي د 30091089 افغانيو په ارزښت بشپړي اوياتركارلاندي دي .
•       دبهسودوپه لمړي څانګه کې ۲۰ پروژي 7164221 افغانيوپه ارزښت تركارلاندي اويابشپړي شويدي .
•       دمركز بهسود په ولسوالي کې 118 پروژي تركارلاندي او ۴۲ پروژي تكميلي اومجموعي لګښت ئي 153698631 افغاني تخمين شويدي.
•       په ميدان ښار کې 92 پروژي تكميلي شوي او 26 پروژي تركارلاندي اومجموعي لګښت ئي 86968631 افغاني تخمين شويدي
•       دسيداباد په ولسوالي 143 پروژي بشپړي او 60 پروژي تركارلاندي چې مجموعي لګښت ئي 94883569 افغاني تخمين شويدي. همداء رازدكليو اوپراختياء رياست له لياري سركونه – پلونه – بندونه – دڅښلو اوبو څآګاني جوړي شوي دي.
•       همداء راز داوبو لګولو رياست لخواء زيات شميركانالونه –بندونه – ويالي اوكاريزونه ياجوړاوياترميم شويدي
•       په مخابراتي سيستم کې زياتي اسانتياوي منځ ته راغلي – دسيداباد – دچك – جلريز مركز بهسود اودبهسودو په لومړي څانګه کې مخابراتي  مركزونه جوړشويدي –دفكس اوايميل سيستم فعال شويدي-
اوپه اكثرو اداروکې ديجيتل  تليفونونه نصب شوي افغان بيسيم اوروشن ګرځنده تليفونونه په مركز – سيداباد – چك – جغتو – نرخ – اوجلريز کې فعال شويدي.
•       همداء راز دميدان ښار دتلويزيون ستيشن فعال اوخپلونشراتو ته دوام وركوي .
•       ۱۱ فرهنګي مركزونه فعال دي . دښځو دچارو رياست – سري مياشتي  - اقتصاد- شاروالي – مهاجرينو اونوروادارو لخواء دپام وړ پرمختګونه راغلي دي
•       دامنيت دټينګښټ په هكله
•       دامنيت – ملي وحدت اوثبات ټينګول اودمحلي ادارو تقويه كول اودولسواليو دلري پرتو سيمو دخلكو دستونزو لري كول زمادكاري لومړيتوبونو څخه شميرل کېده اوشميرل کېږي . مونږ دامنيت دټينګښت په خاطر ددونيموكالو راپدي خواء زياتي هلي ځلي ترسره كړي – هميشه پدي فكر کې ؤ چې څنګه امنيت لاټينګ ترڅو عام ولس دامنيت په ډاډمنه فضاء کې ژوند وكړي هغه ؤ چې ما دعلماء كرامو – دجوماتونو دملاامامانو دمدرسو دمدرسينو ، جهادي قوماندانانو ، مشرانو سپين ږيرو – روحانيونو اومخورو سره زياتي غونډي اوناستي وكړي دولايت ټولو ولسواليوته موسفرونه وكړل حتٰي دډيرولري پرتو سيمونه مÙ
 �ليدنه كتنه وكړه اودهغو مناطقو دخلكو سره مو شپي اوورځي تيري كړي دجوماتونو – مدرسو – ښوونځيو اودولتي ادارونه موليدنه وكړه-دهغوي ستونزي اومشكلات مو مركز ته انتقال اودهغوي دمشكلاتو دلري كولو لپاره مودهيڅ راز هلو ځلو نه ډډۀ ونكړه - په ولايت کې مو امنيتي كميسيون فعال كړنظامي قرارګاه موجوړه ترڅو پدي كميسيون کې دامنيت دلاټينګښت لپاره لازم تصاميم ترلاس لاندي ونيول شي . چې ددغو هلو ځلو په ترڅ کې په تيرودوونيمو كالوکې امنيت باالكل دډاډ وړؤ
•       مګر متاسفانه دكندهار – هلمند – لوګر – زابل – غزني دولايتونو بدامنيو زمونږ دولايت  په امنيت زيات منفي تاثيرات واردكړل – كله چې پدي ولايتونو کې تصفيوي عمليات شروع کېږي دشمنان دځان دخوندي ساتلو لپاره زمونږ دولايت مربوطاتو ته داخليږي اودناامنيو اوبدامنيو لامل ګرځي – دوي دميدان ښار اواړونده ولسواليو په مربوطاتو کې شب نامي خپروي – دولتي ضد تبليغات ترسره كوي – دوي ددي ولايت دځينو غلو – شوګمارانو اواوباشانو سره وځاي دناامني لامل ګرځيدل – چې داعلت ؤ چې دڅومياشتو راپدي خواء زمونږ دولايت امنيت دخرابيدوسره مخامخ شو.
•       ګرچې دامنيت داعادي اودسولي اوثبات درامنځته کېدو په باب زمونږ هلي ځلي ډيري زياتي جدي اوپدي هكله زمونږ تلاشونه روان دي په سيداباد – نرخ –جلريز – چك اوجغتو په ولسواليوکې تصفيوي عمليات ترسره شول – دعلماء وو ، مشرانو اومخورو سره زمونږ مذاكرات دامنيت دټينګښټ په خاطر دوام لري
هيله لرم چې په راتلونکې کې به امنيت بيرته خپل نورمال حالت ته راوګرځي همداء راز مونږ دامنيت دټينګښټ په خاطر ګټوروړانديزونه لوړومقاماتوته ليږلي هيله لرم چې دهغوي په مرسته به دامنيت په ټينګښټ کې زيات مثبت ګامونه پورته شي .
وړانډيزونه
•       دمحلي ادارو تقويه ځكه چې په ځينو ولسواليو کې اكثراً اداري تعميرنلري كافي تخصيصونه نلري – موبل اوفرنيچر اونور امكانات هيڅ نلري چې داكار دمحلي ادارو دكمزورتياء اودرسمي كارونودپسماني لامل ګرځي  چې په نتيجه کې دولسواليو دعامو وكړو اعتماد نسبت دولت ته كميږي هيله لرو چې محلي اداري زياتي تقويه شي .
•       څنګه چې ليدل کېږي دبيكاري كچې ورځ په ورځ په زياتيدوده چې اكثره ځوانان دكار دپيداكولو لپاره يابهرته ځي اوياددشمن په صفوفو کې تنظيميږي نوهيله ده چې دبيكاري دكچي په راټيټولو کې اړوند ارګانونه مرسته وكړي
•       دمدرسودنشتوالي له كبله اكثره ځوانان دديني زده كړي لپاره بهرته ځي  ددي پرځاي چې ديني زده كړي ترسره كړي برخلاف دوي دځينو حلقاتولخواء په جنګي روزنه توظيف چې بياء دخپل وطن اوخپل ولس په خلاف تروريستي اوتخريبي عمليات ترسره كوي .
•       دښه امنيت دټينګښت لپاره وړانديز دادي چي دامنئ قومانداني اودولسواليو افسران – ساتنمنان اوسربازان اكمال – اودهغوي مشكلات دثقيله اوخفيفه سلاح – مهماتو – وسايطو اومخابروي وسايلو چې دوي هميشه دزياتو ستونزو اومشكلاتو سره مخامخ دي – چې پدي هكله دمحترمو مسؤلينو جدي پاملرنه غوښتل کېږي .
مننه