ریس صیب زنده باد

د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د ازموینې پارچه کې استاد انارګل سوال راوستلی وه، چې
د ډیموکراسۍ ګټې ولیکئ؟
نو مسلمانانو وروڼو او خویندو!
محصلینو چې کله دا سوال ولیدلو نو له غصې سره شنه شول سپین شول تور شول زیړ شول او اخر کې ګډوډ شول. جاینمازونه یې د ناستي له ځای را جیګ کړل او استاد یې له ګریوان راونیولو ښکته کش که پورته کش که، ښکته کش پورته کش که څوک له یوې خوا د لغتو بوجۍ خالي کوي او څوک له بلې خوا د لغتو بوجۍ خالي کوي حتا چې یو محصل خو وهم ژړل اسمان ته یې خوله ونیوله چې وه خدایه!

په د مجاهد او مسلمان ملت څه راوشول؟ یو بل غږ کړ زه ځان د پوهنځي له بامه غورځوم چې مړ شمه زه نور ژوند نه غواړمه زموږ ملت ولې دومره ړوند - کوڼ شو چې اوس ډیموکراسي زموو تر پوهنځي راورسیدله.
خو ښه وه بلا وه پرتوګ یې نه وه چې کله بام ته ختلو د زینو په کټارو کې چې شرکت وابا ډیرې بې کاره جوړې کړې وې یې د پرتوګ پایڅه بنده شوه او بیرته لومړي منزل ته په یو څو ثانیو کې لکه د افغان بیسیم انټرنیټ راورسیدلو.

اې هن که خیر یې سوی وي غوبل شروع شو استاد یې حیران دریان کړی چې دا په څه مصیبت واوښتم ډیموکراسي یې ورکه کې لا له موږ سره لا له پوهنتون سره.
بس ټول محصلین په یوه خوله همدا شعارونه ورکوي
مرګ په ډیموکراسۍ
مرګ په ډیموکراتانو
مرګ په سندرو
مرګ په پوهنتون
یوه خو لا دا هم پکې وویل
مرګ په شمع اشنا
خیر څه سر به مو خوږومه د پوهنتون ریس راغی محصلینو ته یې وویل احساساتي کیږی مه هر څه به سم شي.
د پوهنځي استاذ ته ورغی ورته ویې ویل څه خبره ده؟
استاد چې ګریوان یې نیمایې محصلینو له ځان سره وړی وه او نیم دده په غاړه کې وه ورته ټوله کیسه وکړه.
د پوهنتون ریس ورته وویل اې ساده استاده!

که دا سوال د لږ تغیر کړی وی نو اوس به دا غوبل نه جوړیدلو ته وګوره دا څه حال دی له فسبوک ژوندي نشرات روان دي.

استاد ورته وویل څنګه مې سوال کې تغیر راوستلی وی دا خو زموږ مظمون دی د حقوقي پوهنځي محصلین دي باید چې په هر نظام پوهه شي.

د پوهنتون ریس ټول محصلین قرار کړل او ورته یې وویل هیڅ خبره نشته استاد دی خامخا پوی شوی به نه وي موږ به ستاسې په خوښه سوالونه جوړ کړو.

یو محصل غږ وکړ نه منو، نه منو ډیموکراسي نه منو
ریس ورته وویل سمه ده مه یې منه خو اخساساتي کیږه مه موږ که ډیموکراسي وپیژنو ساتلی یې هم نه شو ځکه چې د وطن کې ډیموکراسی سابقه نه لري ستاسې دا د ډیموکراسي سوال د نن پارچه کې بدل شو او اوس ټول د ډیموکراسۍ زیانونه ولیکئ.
یو دم غږ شو
ریس صیب زنده باد ریس صیب زنده باد