ژوند او تجربه

هره ورځ ستړی ستومانه کور ته راګرځم؛ خو تر ننه پوه نه شوم، چې د کار لپاره ژوند کوم که د ژوند لپاره کار. په کوچنیوالي کې له هر چا همدا یوه پوښتنه؛ چې ستر شې، نو څه به جوړېږې؟ ځواب مې اوس پیدا کړ، بېرته غواړم ماشوم شم!

ژونده! نور دې له نوکرۍ ستړی شوی یم. که مناسبه وي، نو حساب به سره وکړو. کله چې له ملګرو لرې شوم؛ نو حقیقت راته روښانه شو، بې شکه چې ټول احمقان وو؛ خو د ژوند خوند او مزې له هغوي سره په یو ځای اوسېدو کې وې. په ډک جیب مې نړۍ وپېژنده او په خالي جیب مې ملګري. کله چې د پېسو په ګټلو لګیا شوم؛ نو پوه شوم، چې شوق یوازې د مور پلار په پیسو پوره کېږي او پخپلو پیسو مازې اړتیاوې پوره کېږي.

که خندانه زړه ونلرې، نو هم به خاندې. که دې څوک وپوښتي چې څنګه یې؟ له خولې به دې ووځي؛ ښه په مزو کې یم. ملګرو ! دا د ژوند ډرامه ده، دلته هر یو اړ دی، چې د دروغو تمثیل وکړي. په دې نړۍ کې اورلګید ته اړتیا نه وي، دلته خو انسان له انسان نه اور اخلي. د نړۍ پوهان یې په لټه کې دي، چې په مریخ کې ژوند شته که نه؟ خو انسان د دې لټه نه کوي، چې په ژوند کې خوښي شته که نه؟

په خوب او مرګ کې څه توپیر دی؟؟؟ چا څه ښه ځواب ورکړی؛ خوب نیم مرګ دی او مرګ پوره خوب دی. ژوند په خپله خوښه روان دی او هیلې یې مازې جنازې اوچتوي. ماښام سهار شي، سهار ماښام شي بس عمر دی تمام شي. څوک په ژړا ژړا زړه بایلي او څوک په خندا خندا زړه کې درد پټوي.

د قدرت کرامت ته ګوره! ژوندی انسان په اوبو کې ډوب شي او مړی لکه د اوبو په سر لامبووهونکی داسې ښکاري. بس ژوند د هادي په څېر دی، سفر هره ورځ وي، خو لوری مو معلوم نه وي.

د هر ځواب په لټه کې سرګردان وم؛ خو کله چې خپلې خونې ته راغلم د هرې پوښتنې ځواب مې پیدا کړ؛
چت وویل: لوړ فکر کوه!
پکي وویل: هوسا او ارام اوسه!
ګړۍ وویل: هره دقیقه قیمتي ده!
آینې وویل: له څه کولو وړاندې ښه فکر وکړه!
کړکۍ وویل: نړۍ وګوره!
کالیزې ویل: باخبره (ابډیټ) اوسه!
ور وویل: خپل منزل ته رسېدو لپاره پوره زور ووهه!
کرښې هم عجیبه کانې کوي؛
که په تندي راکښل شي؛ نو نصیبونه جوړ کړي.
که په ځمکې راکښل شي؛ نو پولې جوړې کړي.
که په پوستکي راکښل شي؛ نو د وینو چینې راوبهوي.
او که د خپلوۍ په پیوند کې راکښل شي؛ نو دېوال جوړ شي.
یوه افغانۍ یو لک افغانۍ نه شي کېدای، خو که له یو لک نه یو لرې شي؛ نو بیا هغه یو لک هم نه شي پاتې کېدای. موږ تاسې په لکهاوو ملګرو کې هماغه یوه افغانۍ یو؛ نو سمبال یې ساتئ. نور هسې دروغ، حوس او دوکه ده.

چې بیا ژوندی شمه کامیاب به یمه
لومړی ژوندون و، تجربه مې نه وه (اتل)