
قاضي یوې ښځې ته د مرګ سزا واوروله، له هرې خوا د شاباسۍ چیغې پورته شوې، په هغه ورځو کې راډیو ټلویژون او د پتاوي بانډارونه په همدې غږیدل، له هرې خوا دا غږ اوریدل کیده، لعنت دې وي پرې، ښه وشول... بدکاره وه.
ما چې محکمه کې ددې ښځې په سترګو کې کوم ډاډ ولید یوه شیبه حیران شوم، د هغې موسکا چې شاخوا خلکو ته یې په معنادار انداز وربښله، زما د پلټنې حس رابیدار کړل، کله چې مونږ خبریالانو له دې نه پوښتنې پیل کړي نو یوه خبرې یې ټینګار کولو، زه باید سزا ووینم، خو خلک باید پوه شي!
خلک باید پوه شي. ددې لپاره چې ټول خلک پوه شي زه باید اعدام شم، ددې لپاره چې ښه پوه شي... ماغوښتل په څه چل باید له هغې سره یوازې ووینم، او ددې کیسه واورم، ځکه دې ښځې هیڅ خپلوان نه درلود.
له ډیرو هڅو ورسته مې له هغې سره خبرې وشوې، کیسه مې یې ثبت کړه شرط یې راکړ چې له اعدام وروسته یې خپره کړم. څو ورځې وروسته مې په ورځپاڼه کې د هغې د اعدام له خبر څخه وروسته دا کیسه ورزیاته کړه، د اعدام شوې ښځې قضیه پای ته ورسیده خو د هغې کیسه لا پاتې ده، دې کیسې په ټولنیزو رسنیو کې ستره غوغا جوړه کړه.
کیسه:
خوښ شوئ؟ چې زه اعدام شوم،
زما په اعدام کولو بدکاري نه ختمیږي، خو که ستاسو ضمیرونه ویښ شي بدکاري ختمیږي.
زه د یوې ښې خو غریبې کورنۍ ښځه وم، خاوند مې مزدور وو؛ له واده دوه کاله وروسته مو یو زوی پیدا سو، او بیا څه وخت وروسته زما خاوند مریض شو..
ډاکټرانو ویل چې ګوردې یې خرابې دي. ما پیسې له کومه کړې وی، د دوا د پیسې خو هسې نه وې خوړلي مې څه وئ!
وروڼه مې نه وو، پلار مې تیر کال مړ شو.
د خاوند د علاج پاره مې سوال شروع کړ، همدا تاسو غوندې غیرتي خلکو به ویل دا سوالګرې څومره ډیرې شوې، مستې دي، دا ټولې ډمې دي.
خو د چادرۍ لاندې زما اوښکې هیچا نه لیدې. هغه وخت ستاسو وجدان چیرته وو؟
هغه وخت مو ولې زما مرسته ونه کړه؟
همدا ستاسې نران وی چې د پیسو منځ کې به مو د موبال نمبر ایښی وو آیا تاسې نه وئ؟ تاسې فکر وکړئ کله چې زما خاوند د ځایه پاڅیدی نه شو او کله چې ما یوه خوله ډوډۍ نه شوه پیداکولای. هغه وخت به ستاسو نمبر ماته څومره زور راکاوه؟
بیا هغه ورځ...
اخ هغه ورځ ستاسو وجدانونه چیرته وو کله چې ما د خاوند د علاج لپاره خپل کوچنی ماشوم، خپل د زړه سر ډک بازار ته د هرڅلاو لپاره راوباسه...
اخ هغه ورځ ستاسې غیرت چیرته وو،
هغه ورځ چې مانه سلګونو کسان تاو وو، هغه ورځ به مو ماسره مرسته کړې وی کنه، ولې ستا غیرت ایمان په جوش نه راته، ولې؟ ولې؟
ولې هغه ورځ محکمه کې دومره جذباتي وي، همدا چې یو مردار بوټۍ وژل کیږي، یوه فتنه له منځه ځي، هغه مردار بوټی چې زمونږ ایمانونه خرابوي، اصلا تاسو کې ایمان هغه ورځ نه وو چې کله ما ماشوم خرڅاوو، چا حتا اخسته هم نه، هغه ورځ مې له ډیرو خولو واوریدل چې کیدای شي ارمونی وي، هغه ورځ مې څومره چیغې ووهلې چې ماسره لاړ شئ خاوند مې وګورئ د شاوخوا خلکو پوښتنه وکړئ، دا مې خپل بچی دی، خاوند مې مریض دی، زه خپل خاوند له لاسه نه شم ورکولای، ددې لپاره زه خپل بچی خرڅوم.
بالاخر زما بچی یو چا په دیرش زره واخست.
او بیا هغه دیرش زره د یوه ډاکټر نسخه شوه؛ خو خاوند مې روغ نه شو.
او بیا یوه، ځ زما خاوند مړ سو
آیا دا یوه عادي کیسه وه؟
فکر وکړئ، د هغه چا باره کې چې خاوند او زوی له لاسه ورکړي! دا کیسه په خپل ځان تصور کړئ، له هغې وروسته ما څه کړي وی، د خاوند د مرګ دوه ورځې نه وې تیرې چې خلک به مې د کور شاوخوا تاویدل، د شپې به یې دروازه را ډبوله.
او بیا د کور مالک چې د څو میاشتو کرایه یې پاته وه، بې اجازې کورته راننوت، ما سره څه وو، هیڅ نه وو، حتا د جامو مینځلو سابون هم نه وو.
هغه په مانادار ډول همدا ویل چې ته غریبه نه یې ته ډیر څه لري، ته ډیره قیمتي یې....
نو ما به څه کړي وی، پوهیږم چې اوس به تاسې ووایئ چې ځان به دې وژلی وی، څومره په اسانۍ دا خبره کوئ، خو تاسې ورسره مخامخ شوي نه یاست د بل تر وژلو د ځان وژل سخت دي.
زما په بربادۍ کې هر چا برخه واخسته په حقیقت کې تاسو ټولو زه په شریکه برباده کړم.
زه غواړم ستاسو ضمیرونه ویښ کړم
اوس تاسو خپل ګریوان کې وګورئ. لږ فکر وکړئ.
ما سزا ولیده، خو تاسې باید پوه شئ!