د انترنېټ خطر لرونکې ساحې

د نړۍ له رامنځه کېدو سره، د خیر او جنګ لړۍ هم شروع شوې او د شیطان مختلفې لارې د انسان ګمراه کولو لپاره په کار اچول شوې دي.
 
ان تر دې چې د ادم (ع) خپل دواړه بچیان یې هم په جنګ واچول او یو ورور د بل ورور د قتل سبب شول. انسان د وخت په تیرېدو سره ترقي وکړه، سره له ترقیو مختلف جنجالونه او اخلاقي وسوسې هم رامنځ ته شوې.
 
راځم خپلې موضوع ته:په نړۍ نامتو operating system لکه؛ وینډوز مکانتاش لاینسک او انډرویډ وجود لري، چی ددې په وجه د نړۍ مختلفو پلټونکي ماشینونه(serach engines) کار یا د معلوماتو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. لکه؛ د ګوګل، یانډیکس، یاهو، پینګ او داسی نور.
 
هره ورځ په نړۍ کې په مختلفو ډولونو سره، په میلیونونو خلک له انترنېت څخه کار اخلي، چې دلته یې پر هغو مهمو برخو رڼا اچوو:
 
Surface web.۱:
دا د انټرنېټ هغه برخه ده، چې موږ یې په ورځني عام ډول استعمالوو او دا هغه برخه ده چې ډاټه (Data) یې په په عادي براوزرونو(browser) کې لیدل کیږی. دا برخه د نړۍ ۵٪ سلنه انټرنېټ تشکیلوي، چې دې برخې ته هر عام وګړی لاسرسی لري. لکه؛ فیسبوک، یاهو، مسینجر، خبري سایټونه او داسې نور چې دا ډول مواد په پلټونکو ماشینونو کې اېنډکس یا تجیزه کیږه او هر عام وګړی ورته لاسرسی کولی شپ.
 
۲. Deep web:
په دی ډول نېټ کې دولتي، نظامي او شخصي کمپنۍ یا بانکي معلومات (ډاټه) انتقالیږي، چې عام وګړي دې معلوماتو ته لاسرسی نه لري.
 
۳. Dark web:
دا د انټرنېټ ډیره خطر لرونکې ساحه ده چې د جرمونو نړۍ هم ورته ویل کیږي. په دې کې درانده جرایم په مخ وړل کیږي. دا ساحه د امریکا او سویډن دولتونو له طرفه د نظامي راځونو انتقال لپاره، په کار اچول شوې ده.
 
همداسې دا انټرنېټي ساحه ژورنالیستان هم استعمالوي. په دې ساحه کې د کارکونکي ټول معلومات مخفي ساتل کیږی. د مجرمانو لپاره، بهترینه محفوظه ساحه ده، چي په اسانۍ سره کولی شي هر ډول جرمونه وکړي.
 

د ساحی داخلیدو لپاره، خاص براوزر چې (TOR Browser) نومیږي کار اخیستل کیږي چی مطلب ددې کار داده چی د کارمند ایپي ادرس معلوم نه شي او دولت یې پیدا نه کړي. په نېټ کې زیاتره جرمي وسایل لکه، د اسلحې، نشه يي توکي، غلطې ویډیوګانې، د انساني اعضاوو اخېستل او خرڅول، د اشخاصو کرایه نیول د قتل لپاره او په پیسو انتقال او نور غیرې قانوني چارې کیږی؛ څه موده مخکې د اسمانی نهنګ game) (blue well د همدې ډارک وېب نتیجه وه. په ډارک وېب کې خاص سایټونه کارول کیږي. د مثال په توګه، ریډ روم(Red room) دې روم ته د داخلیدو لپاره خاص لینک لیږل کیږي چې د بیتکوین په واسطه اخیستل کیږي. په دې سایټ کې مریض خلک هغه خلک چې رواني امرضو ګرفتار وي ناست وي ددې امرضو خلکو لپاره مستقیمې ویډویي نشرات کوي مثلا؛ د اعضاو پرېکول او ډول ـ ډول ظلمونه او غیرانساني کارونه کیږی او په مختلفو جرمونو باندی پوهول کیږي. د بولیو پیسې په بیتکوین (Bitcoin) باندې ورکول کیږی.
 
*ملګرو (Bitcoin) دا انلاین پیسې دي چې دولت په دې پیسو باندې کوم کنترول نه لري .
 

۴. Mariana web:
د dark web اخرنی او خطرناکترینه ساحه مریانه وېب نومیږي، چې دا د انټرنېټ د ټولو نه خطرناکترینه ساحه ده. ددې نېټ نوم د نړۍ د سمندرونو ښکته ترینه ساحه mariana trench نومیږي اخیستل شوې ده. د ډارک وېب په شکل موږ نه شو کولی چې Tor web په ذریغه داخل شو. ددې لپاره قوي پروګرامونه په کار دي او دا د عام هاکرو او کمپیوټر کار نه دی .
 
هر شخص دې ته لاسرسی په ډیره اسانه موندلی نشي، ترڅو خاص خلک اجازه درنه کړي. دی ساحې ته ډیر کم خلک لاسرسی لریي؛ ویلی شو چی دا د شیطان جال ساحه ده چی شیطان مستقماً پر اشخاصو کړونو غالب ده او ډول ـ ډول شیطاني کارونه پرې کولی شي.