مرګونه تږي دي اونور غــــــواړي
مانه دژوند هستي په زور غواړي
سترګې دې ست کوي پوهېږمه خو
تاتـــــه کتل اشنا لږ زورغــــــواړي
ګلې! نظردې بيااوروـــــنه شيندي
چې بيادچاپـــــــه زړه کې اورغواړي
بڼو دې ښکل کړې زمادزړه هنداري
شونډې مې سوځي رانه پورغواړي
زمادژوند ياغي ياغي موجـــــونه
دمينې اورغواړي يوشور غواړي
مجيب ((احساس ))
وروستي