
اوس چـــې دجانان له فکروپامه غوځېدلى يم
اوس خوزه دژوند له هسکه بامه غوځېدلى يم
نورمې دژوندون هيلې بس تاپورې تړلې دي
نورله بل هدف له بل مرامــــــه غوځېدلى يم
زه ديوياغي مرغه ياغي وزر وم يادمې شي
اوس دلارې پل يمه له ګامه غورځېدلى يم
نورنــــودرنګــــونو فلسفوکتاب کــــې نشته يم
اوس بې درده خيال يم له خيامه غورځېدلى يم
مجيب ((احساس ))