د پېغمبرانو را استول ستر الهي رحمت دی (دويمه برخه)

مور او پلار چې په اولاد ډېر مهربان دي بیا یې هم هېڅکه داسې نه دي کړي.
چې: خپل اولاد ته امر وکړي چې څه رانه وغواړه، او که نه اولاد ورنه څه وغواړي نو ورسره چل ول کوي او غولوي یې.

که د یوه پاچا او د ظاهري واکدار هر څومره څوک صفت وکړي او مدحه یې ووایي او هر څومره يې په لوړو او جګو نومونو یاد کړي نو د هغه واکدار خو اول ورته هېڅ فکر نه وي او که ورته فکر یې شي نو لوی انعام او شاباس یې په تشکر سره خلاص شي.

خو الله تعالیٰ هغه مهربان او رؤف ذات دی چې فرمایي:
فاذکروني أذکرکم) (۲)
نو ما یاد کړئ، زه هم تاسو یادوم.
د الله تبارک وتعالیٰ یادونه کومه ساده او تشه یادونه، نه ده، بلکې داسې یادونه یې ده چې په دواړو جهانونو کې انسان ته نېکمرغي او خوشالي وربخښي.

د دې نه زیاته مهرباني به څه وي چې خالق جل جلاله خپل استازی حضرت محمد مصطفیٰ صلی الله علیه وسلم ته امر کوي: اې پېغمبره! ووایه! چې الله جل جلاله پخپل ځان باندې رحمت او مرحمت فرض کړی دی:

قل الله کتب علیٰ نفسه الرحمة (۳)
الله تعالیٰ جواد، او کریم ذات دی چې د خپل مخلوق لاسونه خالي نه ردوي، د حضرت سلمان "رض" څخه روایت دی چې رسول کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"إن الله حي كريم يستحي اذا رفع الرجل اليه يديه أن يردهما ضغرا خائبین"
الله تعالی خپل مخلوق د سوال کولو له پاره رابولي، حقیقي خالق جل جلاله هغه جواد او سخي ذات دی چې څه شی ترې وغوښتل شي، خوشالېږي، ځکه چې د الله تعالی خزانې خلاصی نلري،هر څه او ټول شیان یې د انسان له پاره پیدا کړي دي، نو کامیاب او بریالی هغه څوک دی چې د خپل خالق جل جلاله د حضور څخه سوالونه او غوښتنې وکړي.

هو، د الله تعالی مهرباني ده چې متعال خالق جل جلاله د خپل مخلوق د لارښوونې له پاره رسولان او استازي راولېږل.
نور بیا ...