د پېغمبرانو را استول ستر الهي رحمت دی

د خاوند تعالیٰ په غوره او مبارکو نومونو (الاسماءالحسنیٰ) کې چې لیدل کېږي فقط یوازې د قهار مبارک نوم دی چې، وېره او خوف راولي، نور ټول مباک نومونه یې د مهربانۍ، عفوې، د رحیمیت او رحمانیت معنیٰ له ځان سره لري.

خاوند تعالیٰ د مور او پلار نه زیات مهربان دی، د همدغې مهربانۍ له مخې دی چې متعال خالق جل جلاله د رؤفیت او مهربانۍ په اساس په ځان منلې ده چې، د انسانانو د لارښوونو او رهنمایۍ له پاره یې په هر وخت او زمان کې د بشري ټولنو د نېکمرغۍ او سعادت په غرض،او دا چې انسان د هوا او هوس د خطرونو څخه محفوظ او مصؤن پاتې شي او په مهلکو ګړنګو کې ونه لوېږي، نو رسولان او پېغمبران مبارکان یې راواستول.
چې د یوه روښانه لمر په شان انسان دغه غوره مخلوق ته سمه او مستقیمه لار وښيي. که انسان هوا او هوس ته پرېښودل شي، اسلامي هدایات او لارښوونې د دوی د ناوړه هیلو مخه ونه نیسي نو د نړۍ مخ به له هلاکت او تباهۍ سره مخ شي، د امن او سلامتیا مفهوم به هډو ورک شي، لکه څرنګه چې د مؤمنین سورة ۷۱ ګڼې آیة دا حقیقت ښه ښکاره کړی دی:
"ولو اتبع الحق اهواءهم لفسدت السموٰت والارض "
د دې آیت د معنیٰ حاصل دا شو،:
که چېرې الله تعالی د دوی د نفسي خواهشاتو متابعت وکړي، نوآسمانونه اوځمکې به فاسد شي.
د دې آیت د معنیٰ حاصل دا شوک

مولانا یعقوب څرخي "رحمه الله"مشهور مفسر او ولي د "اسماءالحسنیٰ "په نامه تألیف کې لیکلي دي چې: د حقیقي متعال خالق جل جلاله حسنی او مبارک نومونه (۹۹) دي، دلیل یې دا حدیث شریف دی:
أن الله تعالی تسعة وتسعون اسماء ومن احصاها د خل الجنة.

یانې د خاوند تعالی نه نوي ۹۹ " نومونه دي چاچې دا یاد کړل نو جنت ته داخل شو.
په پورتني حدیث کې دا هم وښودل شول چې الله عزوجل دومره زیات مهربان دی چې د دغو مبارکو نومونو په یادونې یې یادوونکی د جنت مستحق ګرځي.

د روح البیان تفسیر لیکلي: یهود د رسول الله "صلی الله علیه وسلم"حضور ته راغلل ورته یې وویل: ته! الله تعالیٰ په رحمن سره لږ یادوې او په توراة کې په یاد نامه زیات ذکر شوی دی.

همدغه راز قریشو رسول "ص" ته وویل: تاسو موږ د معبودانو د تعدد او زیاتوالی نه منع کوی او پخپله دوه خدایان یادوئ، نو د بني اسرائیل د سورة -۱۱۰ -ګڼه آیة د دوی په ځواب کې نازل شو:
"قل ادعو الله او ادعو الرحمٰن ایاما تدعو فله الاسمآءالحسنیٰ"
د دې آیت د معنیٰ حاصل دا شو.

ورته ووایه!
که په دعا کې دالله نوم یادوئ اوکه درحمان، نو ده لره ښایسته نومونه دي.

او خاوند تعالیٰ حسنیٰ او مبارک نومونه لري نو په هر نامه چې یاد شي بیا هم یو دی لکه څرنګه چې یوه عربي شاعر ویلي:
عبارتنا شتی و حسنك واحدٌ وكل إلي ذالك الجمال يشير
یانې زموږ عبارتونه بېلابېل دي او ستاسو حسن ظن یو دی، او ټول دغه ښایست وښیي".
همدغه رؤف او مهربان ذات دی چې فرمایي:
غلبت رحمتي علی غضبي.

خاوند تعالیٰ هغه رؤف او رحیم ذات دی چې خپله مهرباني اعلانوي او منلي استازي ته امر کوي چې، زما د مهربانۍ نه زما بندګانو ته خبر ورکړه:
"ونأ عبادي آني اناالغفورالرحیم"دا دا درب الجلیل جل جلاله غفوریت او رحیمیت دی چې مخلوق خپل رابولي، تر څو د دوی و ذات جل وعلی شانه څخه څه وغواړي:
ادعوني أستجب لکم (۱)

نور بیا ...