په پکتیکا کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ ولمانځل شوه

د کب نهه نېټه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځي په نامه یادیږي، د چهارشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په مقام کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
 
 
په دغه غونډه کې چې د نظامي او ملکي ادارو کارکوونکو د سيمې اوسېدونکو ګډون کړی وو، د امنیتي ځواکونو له سر ښیندنو او قربانیو څخه یادونه وکړه او دوي ددې خاورې اتلان یاد کړل.
 
غونډې ته د پکتیکا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال محمد اعظیم هاشمي خبرې وکړي، ده ددې ورځې مبارکې ټولو سرتېرو ته وویله؛ او هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي وو د دوي روح ته دعا وکړه او کورنیو ته د صبري الجمیل غوښتنه وکړه؛ نوموړي زیاته کړه سرتېري ددې خاورې او ملت زامن دي، او هغه کسان به پرې نه ږدي چې خلکو او هېواد ته زیان رسوي. هاشمي زیاته کړه نن چې د افغانستان بیرغ رفانده دی، او هم موږ او تاسو چې دلته را ټول شوي یو دا دوي د تکلیفونواو قربانیو نتیجه ده.
 
د اووم کنډک قومندان ډګرمن امین الله وردګ هم دغې غونډې ته خبرې وکړې، ده د پکتیکاوالو څخه مننه وکړه چې په هر وخت او ځاي کې يې ددوي هرکلي کړی او همکار يې ورسره کړې ده. نوموړي پکتیکاوالو ته ډاډ ورکړل چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به ددوي ساتنه کوي، د وردګ په خبره امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس قوي دي او په لوړ مورال ي هېواد ساتی.
 
دځوانانو په استازیتوب د پکتیکا ولایت د مدنې ټولنو د همغږي د دفتر مشر خورشید امان ګټوازي د امنیتي او دفاعي څخه مننه وکړه چې په کمو امکاناتو يې په سیمه کې امن راوستی ده، او غوښتنه وکړه چې ځواکونه لا هم په غټو وسلو او تجهزاتو سمبال شي او هم ستونزو ته رسیدګي وشي، کټوازي ځواکونو ته ډاډ ورکړل چې هر وخت پکتیکاوال ځوانان له دوي سره وږه په وږه ولاړ دي.
 
ددې ورځې په مناسبت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړو کې هارونه هم واوراچول شول، او هم له دوي سره یو ځای اتڼونه وشول.
 
د یادولو وړ دي چې د کب نهه نېټه د ملي امنیتي ځواکونو د قربانیو او سرښیندنو ته د اترام، او ددوي د ارزښت په مناسب په ټول هېواد کې ددې ځواکونو او هم بېلا بېلو بنسټونو لخوا لمانځل کیږي.