روهي (څلورنۍ/۹ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو په هارورډ پوهنتون کې ساينس پوهان له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېدل، چې د انسان د سترګې سره په ورته والي او شباهت کې، مصنوعي سترګه جوړه کړي.
دغه اختراع د هارورډ پوهنتون د انجنيرۍ او عملي ساينس ډېپارټمنت تر سره کړي او څه وخت وړاندې يې په عملي ډول سره وړاندې کړه.
دې دغه مصنوعي سترګې په جوړښت کې، مصنوعي عضلې، بريښنايي قطبونه يا الکترود، پلېمرونه او څلور ګوټيزه اوسپنه يا مربع اوسپنه کارول شوې ده، چې د انسان د طعبي سترګې په شان کار به کوي.
د مصنوعي سترګې يو مخترع (سين) وايي، "مونږ هڅه کو چې په دغه مصنوعي سترګه کې يوه داسې ځانګړنه رامنځ ته کړو، چې د انسان په طعبيي سترګه کې شتون نه لري. دغه ځانګړنه به، په متحرک ډول د ناسمو انځورونو سمول وي. لکه د سترګې په جليديه کې ګډوډي او د انځورنو اوښتون، چې دغه ستونزې به په دې مصنوعي سترګه کې نه وي موجودې."
د هارورډ پوهنتون مسولينو ويلي، چې دې دغه اختراع ټول حقوق له ياد پوهنتون سره خوندي دي او په نېږدې وخت کې به دغه مصنوعي سترګه د اړو کسانو لپاره بازار ته وړاندې کړي.
وروستي