مکسيکو: يوې جينۍ له ونې سره واده وکړ

روهي (درې نۍ/۷ د کب)، سپوتنیک وېب پاڼې د مېټرو په نوم له يوې بلې وېب پاڼې څخه په نقل لېکلي، چې د مکسيکو په اوآخاکای ايالت کې يوې مدني فعال له يوې ونې سره واده وکړ.

دغه واده د روانې مياشتې په ۲۵ نېټه د ریچارد تورس په نوم يوې مدني فعال د مکسيو په اوآخاکای ايالت د سان-جاسینتو-آمیلپاس په ښار کې کړی.

ریچارد تورس او يو شمېر همفکره ملګرو يې له ونو سره په دې موخه واده وکړ، چې په ياد هېواد د ونو او نېالګيو د غوڅولو مخه ونېول شي او نيالګيو د ساتنې لپاره د نړيوالو توجه جلب کړي.

ریچارد تورس او د هغې ملګرې وايي، چې په دې کار سره کولی شي، د شنو بوټو؛ په ځانګړي ډول سره د ونو او نيالګيو د غوڅولو مخنيوی وکړي او د زرګونه ونو ژوند وژغوري.

د يادو مراسمو وېډيو چې په ان لاين رسنيو کې خپره شوې ده، ریچارد تورس سپنې د واده جامې په تن، يوې ونې ته غاړه ورکوي او د وفادارۍ لوړه تر سره کوي.

دا لومړي ځل نه دی، چې يو شمېر مدني فعالان په ښېښنده کړنو لاس پورې کوي، له دې وړاندې هم د ټولنيزو مسايلو په اړه د ځايي حکومتونو او نړيوالې ټولنې د پاملرنې په موخه، بېلا بېل ښېښنده معدني حرکتونه تر سره شوي دي.