
یوځل ابومسلم خرسانې ته یوچا نهایت ښکلی او ښائسته آس وړاندې کړ. هغه پوښتنه وکړه چې دغه آس څخه څه کارواخلو؟ یوه وویل چې د جهاد لپاره یې استعمال کړه، بل وویل دبزکشی لپاره، دریم وویل دښکارلپاره تری کارواخله، په مجلس کې یو فیلسوف ناست وو هغه وویل ددې آس بهترین استعمال دادي چې سړی ورباندې سپورشی او له بد همسایه څخه وتښتی.