پېچکاري

بوډا پر ښوی پلاستیکي پرش غځېدلې پښه ورټوله کړه، موټی ګوتې یې پر غولي تخته کړې، زور یې وکړ، پاڅېد؛ خو ناڅاپه یې په سترګو تیاره شوه، سر یې وګرځېد، لاس یې پر سپین دېوال وڅښېد؛ کوږ شو، ډب په کونج کې پر اېښې بستره پرېوت....

ځوان زوی یې ورمنډه کړه، پورته یې کړ- سړی بې هوشه و، د ږیرې سپین ویښتان یې ګډوډ ښکارېدل...

ځوان په ګونډه شو، پلار یې اوږې ته کړ، شونډه یې تر غاښ لاندې کړه، پاڅېد او په بیړه له کوټې ووت...
نجونو لاسونه ګرېوان کړل، چیغې شوې او د کلا له نیمکښې دروازې یې د پلار په ځوړندو پښو پسې کتل....
ډاکټر د بې هوشه بوډا پړسېدلي مخ ته ځیر شو، پوزه یې غوجه شوه، په سپینه چپنه کې غبرګې اوږې یې کش
کړې، بېک قلم یې په ګوتو کې تاو-راتاو کړ، پاڅېد، وړاندې یې نرس ته وویل:
—د ناروغ فشار لوړ دی، په چټکۍ یوه پېچکاري ورته تطبیق کړه!
ځوان غوښتل چې مخه یې ونیسي او د پلار له دې ناروغۍ انکار وکړي؛ خو د ډاکټر د لغړې ککرۍ نندارې، له دې پرېکړې لاس په سر کړ....
نرس پېچکاري ډکه کړه، د بوډا ډنګر لاس یې پورته کړ، په ډېره اسانۍ یې رګ پیدا او ورسپارل شوې دنده یې ترسره کړه....
څو شېبې وروسته ډاکټر په ګډه- وډه انګرېزۍ لړلی کاغذ ځوان ته ونیو او زیاته یې کړه:
— ناروغ بسترخونې ته بوځه او دا درمل ورته راوړه!
— بوډا لاهم بې هوشه پر کټ پروت و، له سترګو چاپېره پوستکی یې ډډ ښکارېده، پر لغړ تندي یې غوټه خولې ولاړې وې، سپین خرېیلي برېتونه یې لانده ښکارېدل....
د ځوان سترګې برګې شوې، له ښویې څوکۍ پاڅېد، منډه یې کړه، مخامخ د عاجل اطاق په دروازه ورننوت...

ډاکټر د ناروغ له پوزې راوتلې وینې ته وکتل، دوه ګوتې یې د بوډا پر څنګل کېښودې، ترڅنګ ولاړ ځوان ته یې مخ ورتاو کړ، غلي یې وویل:
—رضا د رب ده، پلار دې وفات شو....
ځوان لړزې واخیست، کړوپ شو- د پلار پر نیمکښو سترګو یې لاس تېر کړ، وسونګېد، د څادر پر پیڅکه یې غاښونه ټینګ کړل، ژر یې مبایل راوویست؛ خو د شمېرو یو لېست د اوښکو تر شا دوه- درې ښکارېده.
پای