د ټاپي پروژه او پر وړاندې یې پراته خنډونه
د منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د ګازو لېږد پروژه، چې په ټاپي باندې هم مشهوره ده، ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته لیږدوي. له ترکمنستان څخه د ګازو لېږد پروژه د ۱۹۹۵ زکال په مارچ میاشت کې د ترکمنستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه او د ۱۹۹۶زکال په اګست کې د سنت ګازو شرکت او ارجنتایني یونیکال شرکت له لورې د ګازو لېږد چارې مطرح شوې اما وروسته د امریکا بریداس شرکت راتګ سره د یونیکال شرکت ګوښه شو او د ۱۹۹۸ زکال په جون کې د ګازپروم روسي شرکت د ګازو دغه لیږد پروژه کې د لس سلنه ونډې اخیستلو غوښتونکی شو.
د طالبانو واکمنۍپر مهال او د دسامبر ۱۱ تروریستې پېښې سره د ترکمنستان د ګازو لېږد پروژې کار هم وځنډیده. په کابل کې موقت حکومت جوړیدلو سره د ۲۰۰۲ زکال په دسمبر کې یو ځل بیا دغه پروژه د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان مشرانو له لورې لاسلیک شوه. په ۲۰۰۶زکال د هند کابینې لخوا د ګازو لېږد دغه پروژه کې د هند غړیتوب تاید کړ او هند رسماً په ۲۰۰۸ زکال ددې پروژې غړي په توګه وپيژندل شو. په ۲۰۰۶ زکال ترکمنستان ولسمشر سفر مراد نیازوف مړینې او په ۲۰۰۹ زکال د روسیې او ترکمنستان ترمنځ ترینګلې اړیکې د دې پروژې د پلي کیدو باندې منفې اغیز وکړ.
د ټاپی پروژې د ګازو نللیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ترکمنستان سرحدې ولایت ماري څخه پیلیږي او د ۸۱۶ کیلومتره په اوږدوالي به د افغانستان له خاورې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، پاکستان او ورپسې د هند فاضیلکا ښار پورې رسیږي. د ټاپی نلیکې په مسیر کې به ۱۲ د فشار پمپونه نصب شي، چې د هغو له جملې څخه پنځه یې د یو میلیار ډالرو په ارزښت په افغانستان کې جوړ شي.
ددې پروژې ټول مصرف له ۷ څخه تر ۹ میلیارد ډالرو پورې اټکل شوی دی. دغه د ګازو نللیکه به هر کال کابو ۳۳میلیارد متر مکعبه ګازو لیږد ظرفیت ولري، افغانستان به په لومړیو لسو کلونو کې ۵۰۰ میلیون، لسونوروکلونو کې یو بیلیون او وروستیو لسو کلونو کې ۱،۵ بیلیون متره مکعبه ګاز ترلاسه کړي. افغانستان به د خپلي اړتیا وړ ګاز ترلاسه کولو پرته هر کال کابو څلورسوه میلیون ډالره د یادې پروژې د نللیکو د ترانزیت له امله ترلاسه کړي او همدارنګه د ټاپي پروژې د نللیکو جوړولو لپاره به په افغانستان کې ډیری بیکاره ځوانان د کار څښتن شي او د بیکاري په کموالي کې به مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ټاپي پروژي د نللیکو جوړولو مسولینو د وینا له مخې د دې پروژې د جوړولو لپاره باید د اړتیا وړ اوسپنه به د جاپان او سویلي کوریا څخه افغانستان ته وارد کړي. د ټاپي پروژې اجرایي رییس مراد امانوف افغانستان ته سفر پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۸ زکال په فبروري میاشت کې به د هرات ولایت څخه د ټاپي پروژې کار پيل شي او تر ۲۰۱۹ زکال پورې به د ټاپي پروژې ګازو لیږد بهیر پيل شي.
خنډونه او ستونزې:
د ټاپي پروژې پلي کېدو پر وړاندې ځینې ستونزې او خنډونه هم شتون لري، چې په لاندې توګه ورته په لنډه توګه یادونه وشي.
-
د ټاپي پروژې پلې کېدو پر وړاندې لویه ستونزه ناامني ده. په افغانستان له هغه سیمو چې د ټاپي پروژې نللیکه تیریږی، یادې سیمې ناامنه دي او مرکزي دولت پوره حاکمیت هلته شتون نه لري او همدارنګه د پاکستان بلوچستان کې هم د دې پروژې تطبیق پر وړاندې امنیتي خڼدونه شتون لري.
-
د ټاپي پروژې پر وړاندې سیاسي ننګونې او ستونزې هم شتون لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ او همدارنګه د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې اوخرابې دی، چې د یادې پروژې پلې کیدو پر وړاندې یو خنډ بلل کیږی او د ټاپي پروژې د عملي لارو چارو د ټکني کیدو لامل ګرځي.
-
د ټاپي پروژې پر وړاندې بل خنډ د روسیې مخالفت دی، دا چې امریکا ددې پروژې څخه ملاتړ کړی او په منځني اسیا کې د خپل سیاسي نفوذ زیاتولو لپاره لېوالتیا لري، چې د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره اړیکې پراخې کړي اما روسیه د ټاپي پروژې پلې کېدو او د ترکمنستان اقتصادی خپلواکی او سویلي اسیا کې د ترکمنستان نفوذ زیاتیدو سره توافق نلري.
-
ایران هم د ټاپي پروژې پلې کېدو سره لیوالتیا نه لري او د ټاپي پروژې پر ځای د سولې نلیکه( لوله صلح) د پلی کولو هڅه کوي.