روهي (جمعه/۲۷ د سلواغې)، زما سره مړ شه (Die With Me) د موبايلونو لپاره د پيغامونو آپلېکشن دي، چې يوازې هغه وخت کار کوي، چې هر کله د موبايل بېټرۍ چارچ ۵ سلنه ته ورسيږي.

دغه آپلېکشن په نړۍ کې نا اشنا خلک له يو او بل سره اشنا کوي، خو شرط يې دا دی، چې د موبايل د بېټرۍ چارچ پنځه سلنه او يا پنځه سلنه بايد کم وي.

د ياد آپلېکشن جوړونکي وايي، هغه کسان چې د موبايل بېټرۍ کې د چارچ په خلاصولو سره د خپګان احساس کوي، نو دغه آپلېکشن ورته هېلې ور کولی شي.

دغه آپلېکشن تر ورستۍ شېبې پورې موبايل او استعمالونکی يې سره يوځای ساتي او تر هغه يې د موبايل استعمالونکی کارولی شي، ترڅو چې يې په مکمل ډول موبايل خاموش شوی نه وي.

په دې آپېلېکشن يو نېوکه دا ده، چې د موبايل بېټرۍ لپاره خطرناک دی او په کارولو سره يې د موبايل بېټرې له کاره لويږي.