د مالديو غونډي په اړه دحزب اسلامي اعلاميه

24-05-2010 01:15 AM
بسم الله الرحمن الرحيم
په داسي حال کي چي دهېواد دخپلواکۍ لپاره جهاد دهر افغان ديني وجيبه گڼو اوترڅو چي اشغالگران زموږ دهېواد له لوېشت لوېشت خاوري څخه نه وي وتلي او افغانانو ته دخپلي عقيدې په رڼا کي دخپل برخليک ټاکلو حق نه وي ورکړى شوى، دجهاد دوام فرض او ضروري گڼو، خو که مقابل لورى پر تپل شوي جنگ له بې ځايه ټينگار نه لاس واخلي، حقايق ومني، له افغانستانه دټولو بهرنيو ځواکونو له بلاقيد وشرط وتلو سره توافق وکړي، نو په دې اړه مذاکراتو ته هم چمتو يو، دمذاکراتو له لاري دمنازعاتو له حل سره نه يوازي مخالفت نه کوو بلکي د افغانستان د روان بحران دحل په اړه دهري صادقانه هڅي ملاتړ کوو.
دمالديو په غونډي کي دحزب اسلامي له لوري کوم رسمي هيئت شرکت نه دئ کړى، دا ځکه چي حزب اسلامي په داسي غونډي کي خپل شرکت له دې سره مشروط کړى چي دکابل حکومت يا کوم بل ذيدخله لورى په غونډي کي په رسمي توگه برخه واخلي، نو حزب به هم درسمي او باصلاحيته هيئت په کچه په داسي غونډو کي شرکت کوي.
حزب اسلامي افغانستان
١/٣/١٣٨٩