د هند سفارت مخي ته دانفجار په هكله دحزب اسلامي افغانستان اعلاميه

موږ په داسي حال کي چي ټول هغه جنايات په کلکه غندو چي مظلوم او بې وزلي افغانان په کي وژل کيږي، له يوې خوا مجاهدينو ته سپارښتنه کوو چي ولس ته عملاً ثابته کړي چي په داسي پېښو کي هيڅ لاس نه لري، خپله ټوله توجه ئې اصلي دښمن ته اړولې، نه غواړي يوه مرمۍ ئې هم له اصلي دښمنه پرته بل لوري ته وويشتل شي. له ځينو افغانانو سره دا پوښتنه ده چې په هغو چاودنو کي دچا لاس دئ چې بې گناه او بې وزلى افغانان په کي وژل کيږي په جوماتونو کي چاودني، ملايان او معلمين وژل، کلينيکونه، مدرسې او مکتبونه سوزل د چا کار دئ او په کومه موخه او د کوم هدف لپاره دا کار کوي؟ ولي د داراز عملياتو مسئوليت هيڅوک په غاړه نه اخلي؟ آيا دا د مجاهدينو او طالبانو کار دئ که د کابل په امريکائي حکومت کي د ځينو کړيو؟
هر څوک په دې پوهيږي چي شمالي ټلواله غواړي خپلو بهرنيو حاميانو ته وښيي چې په افغانستان کي د دوى اوږد مهاله نظامي حضور ضروري دئ، غواړي د هند مزيد مرستي ترلاسه کړي، امريکايان او د دوى لاس پوڅي دا هڅه کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ اختلافات تشديد کړي او د دوى رقابتونه زموږ هيواد ته را انتقال کړي، د دوى د اختلاف له تشديد نه که چا ته گټه رسيږي نو هغه يا امريکا ده چي پر دواړو به خپلي وسلې پلوري او يا شمالي ټلواله ده چي له پاکستان سره د مخالفت په نامه به د دهلي مزيد مرستي ترلاسه کوي. د پاکستان په ضد د دغو کړيو د تبليغاتو اصلي وجه هم دغه ده، که نه نو ټولو ته جوته ده چي اسلام اباد په روان جنگ کي د امريکا تر ټولو مضبوط او کلک ملگرى دئ، د کابل د اوسني حکومت پوخ او پياوړى حامي دئ، دا همغه هيواد دئ چي د شمالي ټلوالي جمهور رئيس ئې دوه ځلي د آى اس آى په زور پر افغانانو وتپلو.
د عراق په جوماتونو کي چي څوک چاودني کوي، عراقي علماء استادان او ساينس پوهان وژني، شيعه د سنيانو په ضد جنگوي،... په افغانستان کي هم د دغو کارونو تر شا د همدغو کړيو لاس دئ، د ملگرو ملتونو د هغه استازي وينا بايد عادي ونه گڼو چي وئې ويل: په هغو چادونو کي چي عام ولس په کي وژل کيږي د ځينو هيوادو استخباراتي ادارې لاس لري!! که په عراق کي دا ادارې سي آى اې، موساد او سپاه پاسدان او په دوى پوري تړلې ډلي گڼي، نو په افغانستان کي هم د داسي پېښو تر شا د دغو استخباراتي ادارو او د څونورو لاس دئ.
حقيقت دا دئ چي داسي کارونه يوازي هغه کړى کولى شي چي نه ايمان او عقيده لري او نه کوم سپېڅلى هدف، هغه چي د افغانانو ويني هيڅ ارزښت ورته نه لري چا چي د ړوندو او وحشيانه بمباريو په ترڅ کي په يوې اونۍ کي يوازي په دوو ولايتونو (نورستان او ننگرهار) کي تر پنځوسو زيات بې وزلي افغانان ووژل، دا کارونه هم د دوى له لوري تر سره کيږي، کله ئې مخامخ په خپله کوي او کله ئې د کابل د امنيتي ادارې په لاس، په هرات، کندهار، غزني، خوست، پکتيکا، ننگرهار، نورستان، کنر، لغمان او نورو ولاياتو کي دا راز عمليات ټول د شمالي ټلوالي هغه غړي کوي چي مخکي ئې د روسانو لپاره د افغانانو ويني تويولې او اوس د امريکايانو په خدمت کي دي او همغه مخکنى کار کوي، دا ټول د هغه مخکني خاد غړي کوي چي اوس د کابل امنيتي اداره د دوى په واک کي ده، چا چي شوروي اتحاد او بيا امريکايانو ته پر افغانستان د بريد بلنه ورکړه، له ايران نه يې غوښتل چي هرات ونيسي، له امريکايانو ئې غوښتل چي پر افغانانو خپلي بمبارۍ تشديد کړي او لا زيات ستر ستر بمونه ووروي، چا چي په کابل او پنجشير کي امريکايانو ته خصوصي زندانونه جوړ کړي او مظلوم افغانان په کي ځوروي، څوک چي اوس اشغالگرانو ته جاسوسي کوي، په کليو، ښارونو، جوماتونو او مدرسو د بمبارۍ بلنه ورکوي، د هيواد په شرقي، جنوبي او جنوب غربي ولاياتو کي د اشغالگرانو تر قومندې لاندي له خپل ولس سره جنگېږي، او د افغانانو په ضد هغه جنايات کوي چي بهرني فوځيان ئې په يادولو شرمېږي او حتى کانادايي افسران خپلو عسکرو ته وايي چي پر دغو جناياتو خوله پټه وساتئ او خلکو ته ئې له افشاء کولو ډډه وکړئ، په دغو ټولو کي شمالي ټلواله، دا د افغانانو د داخلي دښمنانو او د پرديو د مزدورانو مجمع، لاس لري همغه چي د خپل اقتدار د تورى دورې په وخت کي ئې حتى د کابل په مظلومو ښاريانو د دې لپاره بمونه او راکټي ورولې چي مجاهدين پرې تورن کړي!!
موږ په داسي حال کي چي ټول هغه جنايات په کلکه غندو چي مظلوم او بې وزلي افغانان په کي وژل کيږي، له يوې خوا مجاهدينو ته سپارښتنه کوو چي ولس ته عملاً ثابته کړي چي په داسي پېښو کي هيڅ لاس نه لري، خپله ټوله توجه ئې اصلي دښمن ته اړولې، نه غواړي يوه مرمۍ ئې هم له اصلي دښمنه پرته بل لوري ته وويشتل شي، له جيهه ئي جنگونو هم د دې لپاره ډډه وکړي چي تاوان ئې تر گټي زيات دئ، عام ولس ته ئې تاوان رسېږي، دښمن بمونه پرې وروي او د خپلو سيمو پرېښودو ته ئې اړ کوي، له بلي خوا خپل ملت ته وايو چي د کورنيو او بهرنيو دښمنانو توطئو ته په دقت سره متوجه وي، د هغو ورځو لپاره تيارى ونيسي چي اشغالگران به زموږ له هيواده وځي، ان شاء الله دا ورځ رانږدې شوې، امريکايي نظام د شړېدو په حال کي دئ، د هېواد اوسنى حالت هغو ورځو ته ورته دئ چي روسانو زموږ له هېواده وتلو ته تيارى نيولو، بايد ټول هغه افغانان په يوه ډاډمن صف کي راغونډ شي چي غواړي هېواد ئې آزاد شي، د پرديو او د دوى د غلامانو واکمني نسکوره شي، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسېږي، افغان ولس خپل برخليک په خپله او له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکي او د ملت د خوښي اسلامي نظام قائم شي، دغو سپېڅلو اهدافو ته د رسيدو په هيله. سرلوړى دي وي افغان مومن ولس ژوندي دي وي مجاهدين مړه دي وي د افغانانو کورني او بهرني دښمان حزب اسلامي افغانستان 1387\04\19