
ملاله يوسفزی "زه په اسلام اباد کې د پښتنو له لورې د روان سوله ييز لاريون څخه خپل ملاتړ څرګندوم." په پاکستان کې د پښتنو له لورې روان سوله ييز لاريون په سيمه او نړۍ کې خپل ملاتړ خپل کړ. په پاکستان کې پښتانه چې د ياد هېواد د وګړو ډېره برخه جوړوي، د تاريخ په اوږدو کې ور سره د مور او مېرې چلند شوی، جګړه پرې تپل شوي، د ترهګر په نوم وژل شوي، د زده کړو او پرمختګ څخه محروم ساتل شوی او په نورو ډېرو برخو کې، چې په پاکستان کې ورته پنجاپيان لاس رسی لري، پښتانه ترې پاتې دي.
د نقيب الله محسود په نوم د يو ځوان پښتون وژل د روان لاريون پيل او لامل وو، خو هلته په پښتون ولس ظلم او ناروا له کالنو شتون لري. لاريون کوونکي د پاکستان حکومت او پوځ ته، ور يادوي، چې د دوی په سلګونه مشران او ځوانان د ترهګر په نوم بې له دې چې ترهګر ثابت شي وژل کيږي او يا هم د پاکستان له پوځ سره بنديان دي. د ترهګر په نوم په جګړه کې قرباني هم پښتون دی او متهم هم پښتون.
په روان لاريون سره پښتانه کولی شي، نړيوالو ته هغه حالت په ګوته او څرګند کړي، چې د دوی يې له کالنو راهيسې تحمل کوي. په دې کم وخت کې پښتنو وکولی شول، چې نړيواله ټولنه له خپل حالت خبره کړي. د نوبل جايزې ګټونکې او د خبير پښتونخوا پښتانې پېغلې ملالې يوسفزی هم په اسلام اباد کې، د پښتنو له روان لاريون ملاتړ وکړ. په ګاونډ افغانستان کې افغان ولس او هم یې ولسمشر په پاکستان کې د پښنتو د لاريون ملاتړ وکړ، د پاکستان له حکومت او نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه، چې غږ او غوښتنې يې واوري.
نړيوالې ټولنې او په ځانګړې ډول د امريکا متحده ايالتو په پاکستان کې، د پښتنو او بلوڅو په خراب وضعيت او ورسره په تعصبي چلند اندېښنه ښودلي، د پاکستان په حکومت يې غږ کړی، چې د خپلو وګړو د اساسي او بشري حقوقو درناوی وکړي او ژوند يې خوندي کړي. په پاکستان کې روان لاريون لا کولی شي، چې د نړيوالې ټولنې توجه راجلب کړي او په دې سره به د کالنو تپل شوې جګړې، وژنې، زورونو او مصيبت څخه خلاص شي.
لاريون کوونکو ته په کار ده، چې خپلې غوښتنې په اساسي او مهمو ستونزو او مسايلو باندې متمرکزې او تر هغه يې تعقيب کړي، ترڅو يې چې مثبته پايله نه وي تر لاسه کړي.