د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل

د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل
ډاکټر نيک محمد ويال
زوکړه: رحمت الله نبيل په ۱۳۴۸ لمريز کال کې، د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون دی.

زده کړې: رحمت الله نبيل په وردګ ميدان او کابل ولايتونو کې د ښوونځۍ دورې د زده کړو له بشپړېدو وروسته، د ساختماني انجنيري په برخه کې زده کړي. د نبيل مورنۍ ژبه پښتو، په دري او انګلېسي هم روانې خبرې کولی شي.
 
دندې: رحمت الله نبيل په مختلفو دولتي او بهرنيو موسېسو کې په لوړو دندو کار کړی. له ۱۳۸۱ لمريز کال وړاندې، چې په کابل کې د مجاهدينو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال، نبيل د ملګرو ملتونو د کډوالو کمشنرۍ په مختلفو برخو کې دندې تر سره کړې دي، نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستو د جلبولو په برخه کې اغېزمنه ونډه درلوده.
 
افغانستان ته د امريکا په راتګ سره چې کله نوی حکومت منځ ته راغی، نو رحمت الله نبيل په ۱۳۸۳ لمريز کال کې، د ملي امنيت شورا د کورنيو اړيکو د مرستيال په توګه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لورې وټاکل شو.

له ۱۳۸۳ کال وروسته رحمت الله نبيل د افغان ولسمشر حامد کرزي د ساتونکو ځانګړی ګارډ يا پي پي اېس PPS جوړ کړ او د نوموړی ارګان د مشر په توګه وټاکل شو. په امنيتي برخه کې د پي پي اېس اغېز لوړ وو او تر نن ورځې پورې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ځانګړې ګارډ په توګه ترې کار اخېستل کيږي.

په ۱۳۸۹ کال کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي، نوموړی د هېواد د ملي امنيت د رئيس په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړ. رحمت الله نبيل د ملي امنيت د رئيس په توګه د ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه او د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ د لومړيو کلنو پورې يې د ياد رياست د مشر په توګه دنده تر سره کړه.

رحمت الله نبيل په خپلو دندو کې تر ډېری بريالی پېژندل شوی او د حکومت له خوا ورته د غازي محمد ايوب خان او غازي وزير محمد اکبر خان عالي دولتي مډالونه هم ورکړل شوي دي.

ښاغلي نبيل اوس مهال په حکومت کې رسمي دنده نه لري او د افغانستان د خلکو ملي محور په نوم د يو سياسي جريان د لارښودې شورا غړی دی.

کله چې رحمت الله نبیل د ملي امنيت رئيس وو، نو د پاکستان پر وړاندې د نوموړي درېځ سخت او يو وو. د نوموړي د رياست په دوره که څه هم په هېواد کې د ترهګريزو بريدونو په تر سره کولو کې د پام وړ کموالی نه وو راغلی، خو د اکثره افغانانو په باور، د نبيل د ملي امنيت رياست دوره يوه له برياليو دورو څخه شمېرل کيږي.

رحمت الله نبيل د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نېږدې کسانو څخه شمېرل کيږي او په نوي حکومت کې يې، په لومړيو کې د ملي امنيت د مشر په توګه وټاکل شو، خو وروسته داسې راپورنه خپره شول، چې د پاکستان د سياسي فشارونه له امله نوموړی استعفا ورکولو ته اړ شو.

په رحمت الله نبيل باندې څه وخت وړاندې د هېواد د لويې څارنوالۍ له لورې بهر ته د نه تګ بنديز ولګېد يا ممنوع الخروج اعلان شو.

د چارواکو په وينا، نبيل د خپل ماموريت د وخت پټ اسناد افشا کړي او په همدې پار د لويې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج اعلان شو، خو لويې څارنوالۍ د کورنيو چارو وزارت ته د يو بل مکتوب په استول سره د نبيل په بهر تګ بنديز لغوه اعلان او د نوموړي د قضايي د څېړولو خبر يې ورکړ.

رحمت الله نبيل په هېواد کې له مشهورو سياسي څېرو څخه شمېرل کيږي او د ملي يووالي حکومت له ډېری پاليسو سره يې نظر يو نه دی.

رحمت الله نبيل د پاکستان پر وړاندې سخت درېځ لري او حکومت اړ کوي چې د پاکستان د دوه مخي سياست پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د ملي يووالي د اوسني حکومت سره د نبيل اړېکې ترېنګلې دي او نوموړی د حکومت د قضايي تعقيب لاندې دی.