د اندونيزيا اوسنی ولسمشر جوکو ویدودو

د اندونيزيا اوسنی ولسمشر جوکو ویدودو
اندونيزيا د اسيا د لويې وچې په سويل ختيځه برخه موقيت لري چې ټول پرخوالی يې ۱۹۰۴۵۶۹ کېلو متره مربع دی. د وګړو شمېر يې کابو ۲۶۰ مېلېونه دی. چې په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی هېواد او د وګړو پر بنسټ د نړۍ څلورم لوی هېواد شمېرل کيږي.

اندونيزيا له ۱۷۵۰۸ ټاپوګانو څخه جوړ هېواد دی او ۳۳ سياسي ولايتونه لري. اندونيزيا په اسلامي نړۍ کې د لوړ مقام څښتن هېواد دی اوسنی ولسمشر يې جوکو ویدودو نوميږي، چې د نوموړي د بهرنۍ پالېسۍ له برکت اندونيزيا وکولی شول، چې په اسلامي نړۍ لا ځان مطرح کړي.

د اندونيزيا اوسنی ولسمشر جوکو ویدودو:
زوکړه: جوکو ویدودو د ناتو میروجو زوی او په ۱۹۶۱ زيږديز کال کې زېږېدلی دی. نوموړي د ناتو میروجو په پنځو اولادونو کې يوازينی نارينه اولاد دی.
 
زده کړې: جوکو ویدودو د ښوونځۍ د لومړۍ دورې زده کړې په يو دولتي ښوونځۍ کې چې د ضعيف اقتصاد لرونکو خلکو لپاره وو، پيل کړې، له ښوونځۍ وروسته يې له خپل پلار سره په فرنېچر دوکان کې کار پيل کړی. نوموړي غوښتل چې د سکاترا په دولتي ښوونځي کې نورې زده کړې پيل کړيو خو په ازموينه کې پاتې شو او پر ځای يې د سکاترا په شپږم نمبر ښوونځۍ کې زده کړې پيل کړې. جوکو ویدودو د ليسانس د دورې زده کړې د ځنګلونو په برخه کې بشپړې کړې دي.
 
دندې: د ښوونځۍ د لومړنۍ دورې له زده کړې وروسته يې د خپل پلار د فرنېچر يا ميز او چوکيو په دوکان کې يې کار پيل کړ. د پوهنتون د دورې د زده کړو وروسته يې په لاندو مهمو دولتي دندو کار کړی.
 
- د ساراکاترا ښاروال: په ۲۰۰۵ زېږديز کال کې د ساراکاترا د ښاروالۍ په ټاکنو کې نوماند شو او په دې واتونېدو چې د ساراکاترا د ښاروال په توګه وټاکل شي.

- د جاکترا والي: جوکو ویدودو په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې د جاکترا د والي په توګه د ټاکنو له لارې وټاکل شو.

- د روغتيا د پروګرام مشر: د جاکترا د ولايت په دوره کې يې، د روغتيايي خدمتونو پروګرام پیل کړ او مسووليت يې په غاړه درلود.

- عامه ترانسپورټ: په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د جاکترا د عام ترنسپورټ سېسټم مشر وټاکل شو.

- نوموړی په ۲۰۱۴ د اکټوبر په شلمه د اندونيزيا په ټولټاکنو کې نوماند او د اندونيزيا د ولسمشر په توګه وټاکل او تر اوسه د اندونيزيا د ولسمشر په توګه دنده پر مخ وړي.

بهرنۍ پالېسي:
له هغه وروسته چې جوکو ویدودو د اندونيزيا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، نو د اندونيزيا د پخواني ولسمشر د هغه بهرنۍ پالېسۍ په عملي کېدو يې لاس پورې کړ "په زرګونه ملګري او په صفر درجه دښمن" په نوم نومول شوې وه.

جوکو ویدودو د اندونيزيا په بهرني سياست کې په يادې بهرنۍ پالېسۍ سره وکولی شول، چې د نړۍ په اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو کې د ښو اړيکو او غوره سياست په لوبولو سره مهم رول خپل کړي.

د جوکو ویدودو له واکمنۍ وړاندې د بهرنيو هېوادونو شااوخوا ۵۰۰ کښتيو د اندونېزيا په ټاپوګانو کې، په غېرې قاوني ډول تګ - راتګ کولو، چې په کلني ډول يې به يې اندونيزيا ته ۲۰ مېلېارده امريکايي ډالر نقصان ورکولو او همدارنګه يې د اندونيزيا ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې راوستی وو. جوکو ویدودو په خپله بهرنۍ پالېسۍ کې په يادو بهرنيو کښتيو هم قانون پلی او ماليات يې پرې ولګول.

په ۲۰۱۶ زيږديز کال کې جوکو ویدودو په جاکترا کې د نړۍ د اسلامي هېوادونو د مشرانو د سر مشريزې په ناسته کې له دوی غوښتنه وکړه، چې د فلسطين د خپلواکي په اړه راټول او ملاتړي شي. په همدې کال کې د اندونيزيا د ولسمشر په لارښوونه د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزير فلسطين ته سفر وکړ او د اسرائيلو هغه وړانديز يې رد کړ، چې د دوه اړخېزو ډېپلوماټيکو اړيکو غوښتنه يې په کې کړې وه.
 
تېره اونۍ جوکو ویدودو له خپلې ميرمنې سره يوځای د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راغلل. جوکو ویدودو په داسې يو وخت کې افغانستان ته رسمي سفر وکړ، چې په هېواد کې ورستيو بريدونو شااوخوا د سلګونو کسانو ژوند اخېستی او نور يې ټپيان کړي وو.
 
د جوکو ویدودو د سفر په ورځ هم په کابل کې د مارشال محمد قسيم فهيم په پوځي پوهنتون داعش بريدګرو بريد وکړ او د نوموړي له سفر وړاندې په افغانستان کې د جمهوريت روغتون ترڅنګ د بريد په اړه ملي ماتم اعلان شوی وو.
 
ولسمشر غني او افغان ولس د ښاغلي جوکو ویدودو سفر او له اندونيزيا سره د افغانستان د نويو اړيکو هرکلی وکړ او د افغانستان د روان وضعيت په اړه يې د ياد هېواد په لورې د اميد سترګې نېولې دي.
 
د شنونکو په اند، له اندونيزيا سره د افغانستان اړېکې کولی شي، له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې بريالۍ او په هېواد کې د ترهګرو بريدونو کچه راټېټه کړي.

د اندونيزيا او افغانستان د نويو اړيکو او همکارۍ په اړه داسې تمې موجودې دي:
۱- د اندونيزيا ديني عالمان او نور ديني بنسټونه د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د پوره باور او قدر وړ دي. که چېرې د اندونيزيا ديني عالمان او اسلامي بنسټونه په افغاسنتان کې د وسله والو مخالفينو بريدونه چې د پاکستاني عالمانو په فتوا سره روا ګڼل شوي، حرام او ناروا وګڼي، نو په کم وخت کې به يې مثبت اغېز را څرګند شي.

۲- له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبر په اړه، د اندونيزيا منځګړېتوب او د قطر پر ځای په اندونيزيا کې طالب وسله والو ته د دفتر پرانېسته، د سولې پروسه بريالۍ کولی شي.

په افغانستان کې دوسله والو مخالفينو جګړه د دين په نوم ده، په پاکستان له د دين له نوم څخه داسې ګټه اخلي، چې افغاسنتان ته يې د شر سرچينې راخلاصې کړې دي، خو د افغاسنتان په موضوع کې د اندونيزيا ورګډېدل به، د دين په نوم جګړه له شر څخه وباسي او په خير به يې بدله کړي.

د پاکستان په پرتله، اندونيزيا څو ځلې زيات، د نړۍ په مسلمانانو ښه اغېز لري او د نړۍ د مسلمانانو په منځ کې د ځانګړې ديني مقام څښتن هېواد دي.

د افغانستان د جګړې په اړه د اندونيزيا د اسلامي عالمانو رول موثر او د پاکستان پر وړاندې کلک ګوزار دی.