
که ولسمشر غواړﻱ چې د نظام له چپه کېدو څخه مخنیوی وکړﻱ نو بيا بايد ولسمشر، ټول افغان ولس سره یوحٔای ودریږي او ولس ته په څرګند ډول ووايي:
"افغان ولس ته وایم او په داګه کوم يې، چې مونږ په اساسو شیبو کې قرار لرو، زمونږ او تاسو د ټولو ملي وجیبه ده، چې ما سره د جاسوسانو په پېژندنه کې همکارﻱ وکړئ.
سر له نن زه دا خپل مسئولیت ګنم چې ووايم، په افغانستان کې امنیت نشته. پاکستان ته څلور ویشت ساعت وخت ورکول کیږي، که چېرې نظامي عملیات په پاکستان کې د حقاني ډلې پر وړاندې پیل نشي، مونږ ملل متحد او امنیت شورا ته مراجعه کوو.
له بلې خوا که امنیت شورا هم زمونږ درخواست ونه مني، بیا مونږ ټول آیساف حٔواکونو او جنرالانو ته دا مسئله په ښکاره ډول دندې ورکوو، چې له همدا اوس په ټول افغانستان کې نظامی تهاجمي عملیات ترسره کړي او اضطراری وضعیت اعلان شي.
امریکا ته دلته زمونږ امنیت لپاره ماموریت ورکول شوی، مونږ په دې اړه سټراټيژیک تړون لاسلیک کړ. څرنګه چې په سټراتېژیک تړون کې دا مسئله تکرار شوې دي، امریکا مکلف ده چې افغانستان ته سولې راولې او مونږ سره سوله وکړي او پاکستان ته په ډاګه کړﻱ، چې د امریکا او پاکستان نیابتي جګره نه باید د افغانستان په خاوره کې ونه شي."