که پاکستان نه وی، بيا به هم انډيا د افغانستان دوست هېواد وای؟

که پاکستان نه وی، بيا به هم انډيا د افغانستان دوست هېواد وای؟
شمس رحمانزی

له کله چې، پاکستان منځ ته راغلی، نو هند او افغانستان ورسره دښمني ده. له پاکستان سره د هند او افغانستان د دښمنۍ لاملونه څرګند دي؛ کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان له هند څخه بېل شو، نو دوه ګاونډ، سيال او رقيب هېوادونه شول. افغانستان د پاکستان له جوړښت وړاندې، له هند سره جګړې او دښمنۍ درلودې. د احمدشاه بابا له وخت څخه او بيا له هغې را ورسته د برطانيوي هند پورې.

په اوسني وخت کې د افغانستان - پاکستان او انډيا - پاکستان د دښمنۍ دوه لاملونه څرګند دي، او له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د دښمنۍ لاملونه سره ورته دي.

۱- افغانستان - پاکستان:
- د ډېورنډ د کرښې ستونزه: افغانستان له دغې کرښې وراېخوا سيمه پاکستان ته نه، بلکې برطانيوي هند ته د يوې ټاکلې معاهدې له لارې د ټاکلي وخت لپاره ورکړې وه. افغانستان ادعا کوي، چې د معاهدې سل کاله پوره شول او پاکستان بايد دغه سيمه افغانستان ته ورکړي.

- په افغانستان کې جګړه او لاس وهنه: د غوايي له کودتا وروسته؛ پاکستان په افغانستان کې لاس وهنې ډېرې کړې. د مجاهدينو ډلې يې په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړې، د وخت د حکومتونو پر وړاندې يې جنګولې. د ځينو په وينا چې پاکستان طالبان رامنځ ته او په افغانستان کې يې د خپلو ملي ګټو په موخه واکمن کړل.

له ۲۰۰۱ را وروسته په افغانستان کې د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې جګړه پيل شوه. تر نن پورې دغه جګړه روانه ده او افغانستان؛ په افغانستان کې د جنګېدونکو ترهګرو ځالې په پاکستان کې بولي، په افغانستان کې د خونړيو بريدونو پړه په پاکستان اچوي، د سولې پر وړاندې خنډ پاکستان يادوي او د افغانستان په کورني سياست کې يې په لاس وهنو تورن کوي.

۲- اڼديا - پاکستان:
- د کشمير ستونزه: د پاکستان له جوړېدو او له هند څخه د پاکستان له بېلېدو، بيا تر نن؛ د پاکستان او انډيا ترمنځ په جمو کشمير کې جګړه او نندرۍ روانې دي.
ترهګرييز بريدونه: له جيوپولېتېکل جګړې پرته، هند پر پاکستان د ترهګر تور هم پورې کوي. هند؛ په ممبي کې بريدونه د پاکستان کړنې او هڅې يادوي. د افغانستان په پرتله؛ هند د پاکستان د ترهګرې لاسوهنې څخه ډېر په امن کې دی.

اوس په دې تحليل کوو، چې آيا هند د افغانستان ريښتنی دوست او خواخوږی دی، که له افغانستان سره د هند ملګرتيا د پاکستان په کړو - وړو او شتون پورې تړلې ده؟

انډيا له افغانستان سره د کلنو دښمني لري، د هند په تاريخي کتابونو کې لوی احمد شاه بابا ته؛ امپراتور نه؛ بلکې چپولګر او غنيمت ګر وايي.

په هند کې کابو د ټول نفوس شل سلنه يا شااوخوا ۲۵۰ مېلېونه وګړي مسلمانان دي. هند له خپلو مسلمانانو سره د مور او مېرې سلوک کوي. په حکومت کې له دندو نېولي بيا تر ټولنيز او کورني ژوند پورې، د هندي مسلمانانو ژوند د هندويزم تر واک لاندې دی.

که څه هم د انډيا په اساسي قانون کې؛ انډيا يو سېکولر هېواد دي، خو په عمل کې دا حکم او کړنه نه ده عملي شوي.

په انډیا کې هندي مسلمانان اوس هم لکه د تېرو پېړيو د تورپوستکو غوندې د غلامي ژوند لري. د هندي مسلمانانو يو څه ساه هلته په ازاده اخېستل کيږي، که چېرې له دولتي ادارو لېرې پاتې شي او په خپل شخصي کار او ژوند کې بوخت شي.

په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانان په لوډسپيکر کې د آذان، لمونځ او تبليغ حق نه لري.
په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانان په کې د لوی اختر قرباني په پټه کوي.
په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانان په کې ديني مراسم د پوليسو د وسلو د مېلونو لاندې تر سره کوي.
په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانان ته په کې ترهګر ويل کيږي.
په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانانو ته د حکومتي دندو په ورکړه کې لوړ مذهبي تعصب موجود دی.
په انډيا کې ډېری داسې سيمې شتون لري، چې مسلمانان په کې د تېرو پېړيو د تورپوستکو غوندې د غلامي ژوند لري.
هندي مسلمانان هغه يو څه د راحت ساه په ازداد ډول اخېستل شي، چې په خپل شخصي ژوند او کار کې له حکومت لېرې بوخت شي.

د نړيوالو اړيکو د سياسي مکتب رېيالېزم په نظره: څه ډول چې يو فرد ته خپلې شخصي ګټې ترټولو مهمې دي او د هغې په پار قرباني ورکوي؛ همدا ډول يو دولته خپلې ملي ګټې تر هرڅه ډېرې مهمې دي او د ملي ګټو په موخه بل هرڅه قرباني کوي.
په افغانستان کې هند خپلې ملي ګټې لټوي، نو په همدې پار يې دوست او ملګری هېواد دی. د نړيوالو اړيکو او نړيوالو سياست مطابق؛ هر هېواد د خپلو ملي ګټو په موخه له نورو دولتونو سره اړيکې ساتي، خو دا اړيکې بايد په داسې ډول وي، چې د يو دولت ملي ګټې په کې مالومې او ټاکلې وي.

څه ډول مو چې وړاندې وويل، هند د خپلو شل سلنه يا شاواخوا د ټول نفوس ۲۵۰ مېلېونه وګړو سره، د مذهبي تعصب په جګړه کې دی، نو څنګه به شوني وي، چې د افغانستان غوندي هېواد سره، چې اکثريت وګړي يې مسلمان او رسمي دين يې هم اسلام وي؛ بې له ځانګړو او پټو موخو دوست او ملګری پاتې شي؟

د افغانستان لپاره د هند او پاکستان بهرنۍ پالېسۍ يو ډول دي، دواړه په افغانستان کې خپلې ملي ګټې لټوي، خو توپير دا دی، چې پاکستان خپلې ملي ګټې په جګړه او ترهګرۍ کې ګوري او هند يې له اوږدو او پټو لارو لاس ته راوړي.
که په اوسنۍ يوېشتمه پېړۍ کې د يو دولت دوستي او مرستې له بل دولت سره پرته له عوض، بې له کومې موخې او يوازې د انسانيت په خاطر وي، نو دا خبره له عقلي او منطقي استدلال څخه لېرې ده.
هند له افغانستان څخه د پاکستان پر وړاندې ګټه اخلي، خو بهرنۍ پالېسي يې اوږد مهاله او موخې په کې نامالومې دي.
افغان نېږدې لېدونکي او احساساتي مشران هم، له هند سره اړيکه په هغه سترګه ګوري، څه ډول يې چې ظاهر دی.
که پاکستان د انسانيت او غربت په موخه له افغانستان سره مرستي کوي او دوستي ورسره کوي، نو بيا له افغان مسلمانانو څخحه ډېر حق د هندوستان د خپلو مسلمانانو دی.
د هند او افغانستان دوستي به تر هغه زنده باد وي، تر کومه د چې پاکستان، د هند او افغانستان دښمن وي.