لاجورد دهلیز د سیمه اییز او نړیوال جیوپولیټيک په رڼا کې

د امریکا ورېښمو نوې لارې (ٔNew Silk Road) نوښت هغه وخت وزېږېد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هېلري کلنټن د ۲۰۱۱ ز کال په جون مېاشت کې هند ته د خپل سفر پر مهال په یوه وینا کې د رېل لارې، لویو لارو او د انرژۍ د لېږد د نورو بنسټونو له لارې د سیمه ييز پيوستون خبره راپورته کړه او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګاز نلليکه يا ټاپي يې د بېلګه په توګه ياده کړه. د دغه نوښت موخه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته د سيمه ییزې سوداګرۍ، ترانزيټ او زېربنايي پرژو له لارې مخ پر وده افغانستان و. دا وینا په سیمه کې د خپلو سيالو هېوادونو ایران، روسيې او چین د ګټو مهارولو او د امریکا متحدو ایالتونو د اوږدمهالې ښکېلتيا ښودنه وه. نو دغه شالید ته په کتو د نومبر په ۱۵مه د ترکمنستان په عشق آباد کې د لاجوردو اقتصادي دهلیز د تړون لاسلیکېدل په سیمه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژيک ليد سره اړخ لګوي.
دغه اقتصادي دهلیز سوداګریزه او لېږدرالېږد لاره ده چې د افغانستان د فاریاب او هرات ولایتونو له آقينې او تورغونډۍ بندرونو څخه پیلېږي د ترکمنستان ترکمنباشي بندر ته رسېږي، له کسپین بحيرې تېرېږي او د ګورجستان د پلازمينې تبليسي په تېرېدو سره په توره بحیره کې د هغه هېواد پوټي او باټومي بندرونو له لارې د آذربایجان باکو ته رسېږي او له هغه ځایه د ترکيې له لارې اروپا ته رسېږي. په دغه لاره کې سړک، رېل پټلۍ او سمندري لېږدرالېږد یا ترانسپورتي وسایل شاملېږي. د یادونې وړ ده غړو هېوادونو په دغه تړون درې کاله بحث وکړ او پایلې ته ورسېدل.

په دغه پروژه کې د هر غړي هېواد د جیوپوليټيک حالت څېړنه په نړیوال او سيمه ييز سياسي اقتصاد کې د هغوئ د مهمو اغېزونو ښودنه کوي. افغانستان د دغه تړون لاسلیکېدل تر ډېره بریده د خپلو اوږدمهالو اقتصادي موخو د تر لاسه کولو په لور د یوه مهمه ګام په توګه ونمانځه. په وچه د چاپېر هېواد په توګه افغانستان تر ډېره په خپله نړیواله سوداګرۍ کې د نړیوالو کنوېنشنونو او د افغانستان ترانزيټي سوداګريز تړون (ATTA) او افغانستان پاکستان ترانیزيتي سوداګریز تړون (APTTA) په څېر دوه اړخیزو تړونونو په پام کې نیولو سره پر پاکستان تکیه پاتې شوی دی. خو دغو قانوني چوکاټونو له افغانستان سره ډېره مرسته نه ده کړې او د پاکستان له خوا دغه هېواد د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې له ننګونو سره مخ کړی. د جغرافيايي موقعیت په برخه کې د افغانستان دغه کمزوري همېشه د پاکستان له خوا پر افغانستان د خپلو سیاسي اجنډاوو د تپلو لپاره د فشار د یوې آلې په توګه کارول شوی. اوس د لاجوردو اقتصادي دهلیز نه یوازې د یوې بديلې لارې په توګه مطرح دی بلکه له اروپا سره د سوداګرۍ لپاره د افغانستان تر ټولو لنډه، ارزانه او باوريلاره ویل کیږي. پر ترانزيت او سوداګرۍ سربېره دا تړون له سیمې سره د افغانستان د پیوستون او د سوېلي اسیا، مرکزي آسیا او منځني ختیځ د بازارونو د تړلو لپاره د یوه مرکز په توګه د افغانستان د راتلونکي تضمین په لور یو ستراتیژيک ګام بلل کېږي.

د لاجورد اقتصادي دهلیز بل لوری ترکمنستان دی. دغه هېواد په نړۍ کې د طبيعي ګاز څلورم تولیدوونکی دی چې روسیې، چین او ایران ته يې صادروي. خو له هایدروکاربون صنعت څخه د هغه هېواد عاید د پرله پسې ټکانونو له کبله مخ پر ټیټېدو دی. روسي ګازپروم شرکت د ترکمن ګاز پېرل ځکه ودرول چې په ۲۰۱۶ کال په پېل کيې د نرخ پر سر اختلاف راغی او بل خوا ته ایران ته هم په ۲۰۱۷ کال د دغو ګاز صادرېدل د پیسو د نه ورکړې له امله د تکمنستان له خوا ودرول شو. په دې ډول چين د یوازيني هېواد په توګه پاتې شو چې د ترکمنستان ګاز پیري. خو دا آپشن هم ورو ورو ستونزو سره مخ کېږي. چین ته د ترکمن ګاز لېږد له درېو (الف) (ب) او (ج) لیکو څخه د چین لویدیځ ته تر رسېدو پورې له اوزبکستان او قزاقستان څخه تېرېږي. د دغې کچې د ډېرورلو لپاره د کال نور دېرش ملیارده مکعبه ګاز هم په پام کې ده چې د (د) ليکې له لارې چې هغه به له اوزبکستان، تاجکستان او قرغېزستان له لارو تېرېږي چين ته ورسېږي. خو د دغې لارې د رغولو چارې د ۲۰۱۵ کال ډسمبرراهیسې د لارې او تخنيکي موضوعاتو پر سر درېدلې دي. له بلې خوا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګاز نلليکې یا ټاپي پروژه هم په تېره بیا په افغانستان کې د امنيت حالت ته په کتو سره آسانه چاره نده چې پلې شي.

دغه هېواد تر ډېره پر هایدروکاربون صنعت د تکیې له امله له ننګونو سره مخ دی او اوس هڅه کوي چې اقتصاد يې پر بېلابېلو بنسټونو تکيه وي. د دغې موخې لپاره يې له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۳۰ کال پورې د ټولنیز-اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي پروګرام (National Program for Socioeconomic Development) لومړيتبونه د یوه سترايژيک حرکت په توګه غوره کړي چې له مخې يې غواړي د تورې او کسپین بحيرې د نښلولو په ګډون د لېږدرالېږد او ټرانزيټ په یوه دهلیز بدل شي او له همدې امله يې د ترانسپورت پر بنسټونو ګڼ لګښتونه کړي. ځکه نو د لاجورد اقتصادي دهلیز تړون د دغه له ستراتیژیکو لومړيتوبونو سره اړخ لګوي. دا به یاد هېواد له سويلي قفقاز سره لا نږدې کړي او ګڼ اقتصادي فرصتونه به په لاس ورکړي.
په ټوله کسپین بحیره کې د لاجوردو سوداګریزې او ترانسپورتي لارې په سیمه کې د آذربایجان، ګرجستان او ترکیې په څېر د امریکا د ملاتړ وړ ټکو ته رسېږي. آذربایجان په جیوستراتیژیک لحاظ د سويلي قفقازپه نښلولو کې مهم رول لري. دغه هېواد د پخواني شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته خپلواکي اخيستې او له هغې راهيسې هڅه کوي چې له روسيې څخه واټن واخلي او ځکه چې روسیه خپلو کوچنیو ګاونډیانو سره ناروا چلند کوي. له بلې خوا د اکثریت شیعه مسلمان مېشتي هېواد په توګه له ایران سره توکمي او مذهبي ګډولې لري. خو سره له دې يې د شوروي پر مهال سيکولر دريځ ساتلی او له ایران سره یې د سياسي او اقتصادي اړيکو په برخه کې واټن ساتلی دی. د اسرايل او آذربایجان تر منځ نږدې، پوځي، اقتصادي او سیاسي اړيکې د تهران له خوا د ایران ترهونې او اسرایل په لور د کږلون په ستره ګتل کېږي. له همدې امله دواړو هېوادونو د جاسوسۍ په تورد یو بل د اتباعو نیولو ته دوام ورکړی.

د ۲۰۱۶ کال په اګست کې اذربایجان په یوه درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ چې له ایران او روسيې سره پکې د شمال – سوېل ترانسپورتي دهلیز پر سر خبرې وشوې. دغه لاره چې له ځمکې او سمندر تېرېږي موخه يې د ایران، سوېلي قفقاز او روسیې له لارې له اروپا سره د هند نښلول دي. د آذربایجان ګډون د دغه هېواد د جیوپوليټیک دریځ له مخې حیرانوونکی و ځکه چې یاد هیواد تل د روسيې او آیران نه واټن ساتلی وو له داسې ناستو یې ډډه کړې وه. دا د امریکا د پام د ور اړولو د یوه اقدام په نظر وکتل شو، ځکه د اوباما ادارې دغه هېواد ته ځانګړی پام نه وو کړی چې پر دې باندې یاد هیواد ډېر خواشینی وو. خو د لاجورد د اقتصادي دهلیز د لاسلیکولو اقدام یو مانور دی چې نه یوازې له دودیز جیوپولیټیک دریځ یې اړه لري بلکه دغه راز د امریکا د سيمه سیالانو، ایران، چین او روسيې د تبې د راټيتولو په موخه شوی خوځښت هم دی.

د لاجوردو اقتصادي دهلیز بل تم ځای ګورجستان دی چې له روسيې، آذربایجان او ترکيې سره ګډه پوله لري او په لودیځ کې له تورې بحيرې او سويلي قفقاز سره نښتی. له دوه پیړیو راهیسې دغه هېواد د لویديځ د ملاتړ د تر لاسه کولو هڅه کوي تر څو د خپلو پیاوړو ګاونډیو روسیې او پرشيی (پخواني ايران) مقابله وکولای شي. د شوروي اتحاد ماتېدو په ۱۹۹۱ کال دغه هېواد ته خپلواکي ورکړه خو روسیې بیا هم دغه هېواد او خپل نور کوچني ګاونډیان د خپل نفوذ د سیمې په توګه وساته. د ګرجسان پر وړاندې د ځواک د نندارې ته اېښودو وروستی مورد هغه مهال وو چې روسیې د ۲۰۰۸ کال په اګست کې دغه هېواد لاندې کړ او د ګرجستان سويلي اوسيتیا او ابخازیا يې د خپلواکو سیمو په توګه په رسميت وپېژندلې. دغه حرکت ترډیره بریده له غرب او ناټو سره د یو ځای کېدو له لارې لویدیځ ته د ګرجستان د نور نږدې کېدو د مخنيوي لپاره و.

ګورجستان ترکيې ته د آذري تیلو او ګازو د لېږد یوه لاره ده. آذربایجان، ګورجستان او ترکیه خپلو منځو کې پر نښلېدو تمرکز کوي. په دغو هڅو کې د سويلي قفقاز د پایپ لاین ( د ګازو پايپ لاین) باکو-تېبليسي سیهان د تېرو پایپلاین او باکو-تبليسي – کرس اوسپنې پټلۍ د اذربایجان، ګورجستان او ترکيې لپاره د نوو اقتصادي فرصتونو لاره پرانستې. دغه پرمختګونه د سويلي قفقاز په سيمه کې د ترکيې پر روسيې د برلاسي کېدو او نفوذ ښودنه کوي. دغه هېواد د باکو-تبلیسي کرس د رېل لارې ته مخکې له مخکې د ورېښمو د نوې لارې نوم ورکړی چې دا له هغې خوشبينۍ سرچینه اخلي چې وبه کولای شي شمالي افریقا او په وچه کې ایسار مرکزي آسیا سره ونښلوي.

ترکیه هم غواړي چې تر ډېره د اروپايي ټولنې لپاره د انرژۍ د لېږد مرکز اوسي. په ورته وخت کې روسيه د اروپايي تولنې د تیلو او ګازو ستر تأمینوونکی هېواد دی. د بېلابېلو هڅو پر مټ او پر روسیه د تکيې د راکمولو لپاره امریکا او اروپا د نابوکو ګاز نل ليکې په څېر نوښتونو ملاتړ کوي چې له کسپین او منخني ختیځ څخه اتریش او مرکزي اروپا ته ګاز لېږدولای شي او ترکيه هم د انرژۍ د لېږد په مرکز بدلولای شي. د نابوکو پايپ لاین کسپین انګېزه کولای شي د روسيې انحصار او د ایران هغه هڅې وننګوي چې غواړي د اروپا د ګازو تأمین د ترانز-کسپین ګاز نل ليکې له لارې وکړي، هغه پروژه چې په ۱۹۹۹ کال کې يې تړون لاسلیک شو او امریکا يې وړانديز کړی و. له بلې خوا دا کولای شي چې د ترکمنستان صادرات پراخ کړي او پر چین يې تکیه له منځه یوسي. دغه نللیکه نه یوازې له ترکمنستان څخه د ګازو د لېږد موخه لري بلکه له قزاقستان څخه هم اروپايي ټولنې ته د نیمه سمندري نل ليکې له لارې لېږد په پام کې لري. اوس مهال په کسپین کې د پولو پر سر شخړې او د ایران او روسيې تر منځ د دې پروژې پر سر سیالیو دغه کار ځنډولی. دا هم د یادولو وړ ده چې دا نل لیکه به د لاجورد د اقتصادي دهلیز له لارې د اذربایجان او ګورجستان په وسیله ترکيې ته رسېږي.

د پورته یاد شوي جیوپوليټيک وضعيت په پام کې نيولو سره لاجورد دهلیز د سيمې د یو شمېر هېوادونو له ملي لومړيتوبونو سره اړخ لګوي او له بلې خوا په سيمه کې د امریکا له ستراتيژيکې ښکېلتیا سره هم همغږي لري. دغه اقتصادي دهلیز د غړو هېوادونو اقتصادي او سياسي اړيکې هم نږدې کولای شي او په اوږدمهال کې د ترانز-کسپین د ګازو نل ليکې په څېر د نوښتونو عملي کېدو ته هم لاره هوارولیش شي. په پای کې ویلای شو چې دا د ډېروونکې نښلونې او اقتصادي همکارۍ له لارې سيمه ييزه پراختيا ډاډمنولای شي چې دا په سيمه کې پر ټولیز پرمختګ هم اغېز ښندلای شي.