د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي

د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي

زوکړه: سيد علي حسيني خامنه اي چې په ايت الله علي خامنه يي مشهور دی، د سيد جواد خامنه يي دويم زوی او په ۱۳۱۸ دلمريز کال کې د ايران په مشهد کې زېږېدلی دی.
 
زده کړې: خامنه يي لومړنۍ زده کړې د عمر په څلور کلنۍ کې په خپل کور کې پيل کړې، کله چې خامنه يې د څلور کلنو وو نو له خپل مشر ورور سيد محمد سره يې د قران کريم زده کړې له استادانو او والدينو څخه شروع کړې.
 
د ښوونځۍ د دورې لومړنۍ زده کړې يې د دارالتعليم ديانتي په نوم په ښوونځي کې ترسره کړې، وروسته يې د منځۍ دورې زده کړې د صرف، نحوې او ادبياتو په برخه کې بشپړې کړې.
 

خامنه يې په مختلفو اسلامي مدرسو کې د قران کريم د تجويد، قرائت او حافظ زده کړې کړي او همدارنګه يې د فلسفې، ادبياتو او تاريخ پوهنې په برخه کې عصري زده کړې ترسره کړې دي.
 
خامنه يي په ايران کې له زده کړو وروسته د فقې او اسلامياتو زده کړو لپاره نجف ته لاړ، هلته يې خپلې زده کړې نه وې بشپړې کړي، چې پلار يې د سترګو په ناورغۍ اخته شو او نوموړی بېرته مشهد ته راغی.
 
دندې: خامنه يي د زده کړو له پای ته رسولو وروسته په مشهد کې په مدرسو کې د مدرس دنده واخېسته، نوموړي په لوموړيو وختونو کې د ابتدايي اسلامياتو تدريس کولو او بيا په فقه، اصولو او د قران کريم په تفسير کې تدريس پيل کړ.
 
نوموړي له ۱۳۳۶ زېږديز کال څخه وروسته په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو لاس پورې کړ، د سيد روح الله خميني په نوم د نوموړي يو استاد په ايالتونو کې سياسي ډلې ټپلې درلودې او په دې برخه کې يې فعاليت کوو، خامنه يي هم د نوموړي په پل لاړ او په مشهد کې په سياسي ګرپونو کې ونډه واخېسته.
 
د خپلو سياسي فعاليتونو په وجه خامنه يې شپږ ځلې د وخت د حکومت له لورې بندي شوی هم دی، نوموړي په په درسي ټولګيو، جوماتونو او مدرسو کې د ايران د پهلوي حکومت پر وړاندې ويناوې کولې او له دې لارې به يې عام خلک او ديني عالمان د پهلوي حکومت په مقابل کې پاڅون ته هڅول.
 
په ۱۳۵۶ کال کې د نوموړي سياسي فعاليتونو زور واخېست، پهلوی حکومت نوموړی بندي کړ او له بند وروسته يې د درېيو کلنو لپاره ايرانشهر ته تعبيد کړ.
 
په ايران کې د اسلامي انقلاب له بريا وروسته نوموړي په دغه مهمو دندو باندې کار کړی.

- په ۱۳۵۸ کال د دفاع وزارت د انقلابي چارو مرستيال.

- د سپاه پاسداران ډلې سرپرست: د ۱۳۵۸ کال په ورستيو ورځو کې د ايران د اسلامي انقلاب د لارښوودې شورا له خوا، د سپاه پاسداران ډلې د سرپرست مشر په توګه وټاکل شو، له دې وړاندې خامنه يي د انقلابي شورا په استازيتوب د سپاه پاسداران په ناستو کې برخه اخېستله.
 
- خامنه يي په ۱۳۵۷ کال کې د ايران د اسلامي انقلاب له بريا وروسته له سید محمد حسینی بهشتي، اکبر هاشمي رفسنجاني، سید عبدالکریم موسوي اردبیلي او محمدجواد باهنر سره يوځای، د اسلامي جمهوريت ګوند په نوم سياسي حزب منځ ته راوړو.
 
- په ۱۳۶۰ لمريز کال کې د اسلامي جمهوريت کوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو، د ياد حزب له تاسيس وروسته خامنه يي درېيم کس وو، چې د اسلامي جمهوريت ګوند عمومي منشي وټاکل شو.
 
- د تهران د جعمې لمانځه امامت: خامنه يي د خپلې اسلامي پوهي پر بنسټ د تهران د جمعه لمانځه د عمومي امام په توګه وټاکل شو، په کال ۱۳۶۰ کې د تهران ښار په ابوذر مسجد کې په نوموړي بريد ترسره شو چې په پايله کې يې سخت ټپي او هندوستان ته د درملنې لپاره ولېږل شو.
 
- د ايران په اسلامي شورا کې غړېتوب: په ۱۳۵۸ کال خامنه يي د خپل ګوند او نورو سياسي او ټولنيزو بنسټونو په ملاتړ د ايران اسلامي شورا ته د ټاکنو له له لارې پيدا کړه، او په ياده کې شورا د غړيتوب ترڅنګ د دفاعي کمېسيون مشر هم وټاکل شو.
 
- د عراق او ايران جګړه: کله چې د ايران د بعث دولت له لورې په ايران بريد وشو، نو لومړنی خبر چې د ايران له راډيو څخه خپور شو هغه خامنه يي په خپل غږ خپور کړ او د ايران خلک او حکومت يې له ياد بريد خبر کړل.
 
د عراق سره په جګړه کې خامنه يي په خپله د جګړې په لېکو کې برخه واخېسته او د پوځي عملياتو پر نقشې به يې کا ر کولو.
 
- په اوسني وخت خامنه يي د ايران ستر مذهبي مشر او د وسله والو ځواکونو علی سر قومندان دی.

خامنه يي په ایران کې د ورستيو حکومت ضد لاريونونه پړه په امريکا او انګلستان واچواله او خبرداری يې ورکړل چې، د ايران ولس د هر بهرني هېواد د لاسوهنو پر وړاندې يو موټی دی او وي به، خامنه يي هغه هېوادونو ته چې د ايران په ورستيو لاريونو کې يې لارس درلود ګواښ وکړ، چې ايران به د يادو لاسوهنو ځواب ورکړي او چوپ به پاتې نه شي.
 
نوموړي د امريکا متحدو ايالتونو په ولسمشر دونالد ټرمپ هم نېوکې وکړې او نوموړی يې يو عصبي ناروغ ياد کړ.

د ايران حکومت په کورني او بهرني سياست کې خامنه يي تر ټولو مهم کس دی، او د هېواد د ملي ګتو په موخه ورستۍ پرېکړه د نوموړي له خوا وي.