سيمه کې روان نړیوال کړکېچ او پاکستان ته ګواښونه

سیاست نړيوالو استخباراتو او سیاسیونو ته، لکه د شطرنج لوبې غوندې دا ټول کړکېچونه او جريانونه پر یوه تخته ښکاري، لوبغاړي او تمشچیان یې مالوم دي، انتظار کې دي، چې لوبه کوم خوا ته درومي، تمشچیان لوبه په غور سره ګوري ترڅو د خپلو لوبو او ګټو ساتلو لپاره څه ترې زده کړي، او بیا یې وکاروي. لوبغاړي همدا شان د یو بل د ماتولو لپاره ډول ډول تکتیکونه او پالیسۍ کاروي ترڅو مقابل مات کړي.
 
دا چې سیاست مخکې تیریږي او مونږ وروسته خبرېږو، همدا ډول هغه وخت چې په کال ۲۰۱۱ کې په پاکستان د اسما بن لادن د مرګ حماسه رامنځ ته شوه، همدا ډول نور ګڼ خطرونه هم د پاکستان حکومت او جغرافیې ته متوجه شول. پاکستان پوهه شو چې د امرېکا اراده ښه نه ښکاري، د امرېکا د بدیل پیدا کولو په لټه کې شو، همغه وه چې له روسیې سره یې د اړیکو پر پراخولو محافظه کارانه پیل وکړ، دا اړېکې تر ډېره وخته پټې وې، کله چې روسیې سره د وزېرستان پروژه ومنل شوه، پاکستان امرېکې سره د وزېرستان د تصفیوي عملیاتو هوکړه وکړه، د وزیرستان په عملیاتو یې له امرېکې څخه مېلیونونه ډالر واخېستل، هغه ورانکاره ډلې چې پاکستان ته په ضرر وې له سېمې څخه وشړل شوې، او هغه ډلې چې د پاکستان په استخباراتو او فوځیانو پورې تړلې وې، او د بادار فرمایشات یې پوره کول، په نورو سیمو او باوري پټنځایونو کې خوندي شوې، په دې وخت کې روسي جنرالان او فوځیان سېمې ته د فوځي روزنې په نوم داخل شول، او هغه وارنکاره ډلې چې د پاکستان په لاس کې وې، هغوی یې هم په روسیه وپلورلې، او د وزیرستان په معامله یې هم له روسیې څخه زیات ډالر واخیستل، په دې جریان کې د امرېکا او پاکستان اړېکې لا ترېنګلې کیدې، امرېکا د کراچۍ بندر د بدېلې لارې چابهار په لټه کې شوه، چابهار بندر د افغانستان په اقتصادي ارزښت او په افغانستان کې د امرېکایانو د پایښت لویې اغېز دی، که چېرې له پاکستان سره د امرېکا اړېکې له حد واوښتې نو په ضمن کې به له چابهار بندر څخه ګټه اخلي.
 
اوس امرېکا له پاکستان غواړي چې له روسيې سره اړېکې وشلوي، چې د امرېکایانو اهداف باثباته شي، تر هغې چې د پاکستان او روسیې اړېکې پیاوړې وي، د امرېکا اهداف خطر کې دي، دا ګواښونه او فشارونه به تر هغې پاکستان ته متوجې وي، تر څو یې چې له روسیې سره اړېکې نه وي شلولي.
اوس پاکستان!!!
 
پاکستان خو له هغې ورځې چې د اوسما بن لدن د مرګ حماسه جوړه شوه، او ورته نور خطرونه یې ولیدل پوه شو چې د امرېکا ارادې ورته ښې نه دي، دا بحث د (پاکستان کړنګ پر غاړه) کتاب کې یو څه ناڅه روښانه شوی دی، اوس که پاکستان روسیه له ځانه لرې هم ونیسي پر امرېکا باور نه شي کولای، ځان ته خطر ویني، او که له روسیې سره اړېکې پیاوړي کوي، نو امرېکا د نظامي مرستو بنديدو ترڅنګ دا وار اقتصادي بندیزونه پرې وضعه کوي، چې دا ډېر سخت حالت دی، پاکستان د چا خبره د پاڼ او پړانګ منځ کې بند دی، په راروانو نږدې وختونو کې به نور هم له ورته ننګونو سره مخ شي.
 
احتمال:
کیدای شي د روانو ناندريو یوه زيانمنه او خونخواره برخه د افغانستان شمال کې تطبیق شي، هغه داسې چې امرېکا غواړي، جګړه د روسیې او د روسیې متحدو هېوادونو لمنو ته یوسي ترڅو روسیه ورو ورو په جنګ کې ښکېله کړي او په وزیرستان کې د روسیې اهداف ټکني کړي. که د افغانستان په شمال کې جګړې زور واخیست نو دا جګړه به له وزیرستان سره ژوره اړیکه ولري.
 
که د افغانستان سیاسیون او ستراتيژستان وغواړي، چې د سېمې له حساس سیاست او سیاسي شرایطو څخه د خپل هېواد په ګټه کار واخلي، دا یې لار ده.
 
له امرېکایانو د وغواړي هغه ګټې چې په سېمه کې یې له پاکستان سره خوندي وې، افغانستان تیار دی چې هغه ګټې یې خوندي کړي، او د وسلو خرڅولو لپاره د جنګ ځای ښه بدیل پاکستان دی، په دې نږدې وختونو کې په پاکستان کې مذهبي لاريونونه هم د سړې جګړې یو اړخ معلوميږي، همدا سړه جګړه کولی شي چې د پاکستان نوم له نقشې ورک کړي. هيله ده د افغانستان سياسيون امرېکایانو ته په ورته موضوعاتو قناعت ورکړي.
 
نوټ: کارګر صیب د خدای وبخښي، ډېر مخکې یې د افغانستان د جنګ د انتقال په اړه داسې تحلیل کړی و
د افغانستان جنګ به د پاکستان له لارې بنګلادیش، برطنوي هند او داسې نورو هېوادونو تېر شي ان د روسیې او چین تر پولو به ورسېږي.