مونږ وینو چې د افغانستان ټولنه، یوه سنتي ټولنه ده. له هر څه مخکې پر اسلام سر او مال قربانوو خو اسلام په واقعي ډول یې حاکم کوو، نه د اسلام باید بنسټیز کارونه وشي نور هغه وخت نه دی چې د پردي سیاست خپل دين ولس او فرهنګ قربان کړو. دا ځل یې د قلم په څوکه بریالی کوو. د دین د حقانیت حاکمولو او هیواد جوړولو لپاره بل ډول علمي قرباني ورکوو تر څو وکولای شو چې دین، خاورې او خپل مسلمان ولس ته نجات ورکړو او هم خپلو خلکو ته په حقیقي معنی دین ورسوو. نور زړه تنګي شوي یو تر کومه به د توپک په خوله اسلام ساتو؟ د اسلام قلم او کلام ډېر زورور دي، خو کار مو نه دی ورته کړی او کار مو نه دی ترې اخیستی. د کار اخیستلو او ورته کار کولو لپاره یې لاندې طرحه وړاندې کوم.
طرحه: که چېرې یې له خوست شروع کړو د دین او ولس ترمنځ واټن موجود دی. دا واټن راکمول غواړي، دا واټن هغه وخت راکميږي چې کله علمان، شیخ الحدیث او قوي مفتیان قوي اسلامي اکاډمیک مرکزونه رامنځته کړي. هغه وخت پروا نه کوي چې کله ټولنه درپسې روانه وي. کله ته وپوهیدې چې ټولنه انحراف کوي او بل خوا ته روانیږي نو بیا به په ټولنه پسې ته راوځې او رهنمایي کوې به یې که چېرې ته مدرسي ته نه ځې، ږیره نه پرېږدې، لونګۍ نه وهې، د دوی په خوښه لباس نه کوې نو د دوی او ټولنې ترمنځ یو ډول واټن او کرکه غوندې موجودیږي، همدا ډول دا بل لوری چې ټولنه کیږي پر علم لرونکو خو فرض ده چې رهنمایي کړي او علم ورورسوي په همدې ډول یې که د خوست له لویې جامعې جوماعت شروع کړو د قوي علماو مفتیانو او شیخ الحديثو لخوا د قران ترجمعه او تفسیر شروع کړو په دې کې باید کل بریتي و کل ږیري او د هر فکر خلک چې تیار لوستي دي حقوقدان، انجینران، ډاکټران اداري مدیران، نظامیان، د پوهنتون استادان، علمان او د هرې طبقې خلک همداسې نور بالقوه استعدادونه په شریعتي او فکري لحاظ وروزل شي څه فکر کوئ، چې په راتلونکې به په اداره وطنپرستۍ او د اسلام بارز کولو کې رول ونه لري. همدا ټول خلک چې له همدې اسلامي فکري مکتب فارغان به خپل وطن او اسلام ته په اسلامي روحیه کار ونه کړي دا مبارزه د شل کاله په بر کې ونیسي خو په واقعیت به مو یوه اسلامي ټولنه رامنځته کړي وي. یو اسلامي نظام قایمولی شو. تر څو چې مونږ په قران ځانونه پوه نه کړو نه شو بريالي کيدی.۶۰ کاله خو جګړې هم بر کې ونيول خو نه شو بریالي بل چا ته قرباني ورکوو او همداسې به دا لړۍ روانه وي بیا به مو د جنګ ګټه بل چا ته رسیدلي وي ورور به مو خپل وژلی وي وطن به مو خپل ړنګ کړی وي فرهنګ ناموس او ټول خپل ارزښتونه به مو تر خاورو لاندې کړي وي مګر هيڅ ګټه به په لاس نه لرو. نو راځئ د نظر او علم خاوندانو پر دې طرحه کار وکړو یو خوا به مو هیواد ژغورلی وي او بل خوا به د اسلام صحیح دعیان شو او ټولنه به مو په اسلامي اصولو رهنمایي کړي وي. وګوره هر شاکر د انګلیسي کمپیوټر او عصري علومو په مضمون ۵۰۰ افغانۍ ورکولای شي مونږ ۵۰۰ افغانۍ په هغه څه نه شو ورکولی چې دونيا او آخرت مو پرې تړلی دی او ځانونه مسلمان هم ګڼو او نور خبر هم نه یو چې مونږ ته اساسي څه کول په کار دي. هم خپله مصرف پوره کوي او هم ین و ځان ته خدمت که همداسې دا پروګرام بډیه کړو د نورو ولایاتو له علمأو او خلکو سره وغږیږو زه باوري یم چې څوک به له دین منډه ونه کړي ځکه چې ټول مسلمان یو او بیا له همدې ځایه سیاست هم کولای شو مونږ به ښه اسلاميه فکري ملګري ولرو همدا نظام به د همدې راتلونکو نسلونو منګولو ته لویږي په خپله به مو اسلام هیواد او خلک بریالي کړي وي. درنښتونه
وروستي