پاکستان ته نور د ډونالډ ټرمپ حوصله صفر ته ښکته شوې ده

پاکستان ته نور د ډونالډ ټرمپ حوصله صفر ته ښکته شوې ده

څو ورځې مخکې د امریکا جمهوررییس ډونالډټرمپ په خپل ټوېټ کې ولیکل د امریکا تېرو ولسمشرانو په خپلې نادانۍ سره د تېرو پنځلسو کالو راهیسې پاکستان ته د ترهګرو د ځپنې په خاطر ۳۳ ملیارده امریکايي ډالر د مرستې په توګه ورکړي دي، خو پاکستان فقط دوکه اوفریب ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې هم د پاکستان د سیاست په اړه چې د افغانستان او سیمې په اړه یې لري، انتقادونه کړي او ویلي دي چې پاکستان د هغو اورپکو ډلو په مقابل کې چې په افغانستان کې د امریکا او افغان دولت په اهدافو حملې کوي دا چې هیڅ نه دي کړي بلکې هغوی ته یې سالم او خوندي ځایونه هم ورکړي دي.

د تېرو پنځلسو کالو را هیسې چې د امریکا دوه ولسمشران بوش او اوبامه وو؛ یوه هم د ټرمپ په شان په واضحو الفاظو د پاکستان د دوه مخي سیاست په اړه خبرې ونه کړې خو بالاخره ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال په مناسبت په خپله ټوېټ لنډه لیکنه کې د پاکستان د دغه منافقت په اړه په واضحو الفاظو خبرې وکړې.

طالبان چې د نن نه پنځلس کاله مخکې یې په افغانستان کې په پنځه نوي فیصده خاوره یو ټینګ حکومت لره د امریکا د پر لا پسې سختو بمباریو په نتیجه کې له واکه لرې شول.

د اوبامه د ادارې د مرکزي استخباراتي ادارې سي ای اې رییس او بیا په وروسته کې د امریکا د فاع وزیر لیون پانیټه په هغه وخت کې په خپل یو بیان کې ویلي وو، موږ چې د پاکستان په شان یو دوست لرو، دښمن ته مو حاجت نشته، زه چې هره ورځ هغه کسان چې په پاکستان کې د پاکستان د استخباراتو مرکزي او پوځی ادارې آی اېس آی او د پاکستان د پوځ په واسطه تجهزیږي او بیا د امریکايي عسکرو د وژنې لپاره افغانستان ته راځي ګورم، نه پوهېږم چې دا به څومره وزغمم، خو که چېرته پاکستان خپله دا ډول مداخله بنده نه کړي نو په ټول توان به پاکستان ته ځواب ورکړي.

د اوبامه ادارې دغه غړي که څه د پاکستان د دوه مخیتوب په اړه رسنیو ته ډیر څه وویل، خو ولې وروسته بیا دده خبرې چا بدرګه نه کړې او په دې توګه سره د پاکستان د دغې مداخلې په اړه که څه هم د امریکا دهغه وخت ولسمشر بارک حسېن اوبامه پوهېده، خو ولې بیا هم د پاکستان د دغه کار د کولو په اړه بې پروا پاتې شو.

پاکستان آی اېس آی او پاکستان پوځ چې تر ډېره حده یې د پاکستان ملکي حکومت تر تاثیر لاندې راوستی، په خپل غیر مشروع صلاحیت سره په افغانسان کې د افغان دولت او امریکا پر اهدافو د طالبانو او نورو ډلو په وسیله چې ویل کیږي، په پاکستان کې دیره دي، بریدونه کوي.

پاکستان په افغانستان کې څه غواړي؟
دې پوښتنې ځواب واضح دی، هغه دا چې پاکستان په افغانستان کې د یوه د اسې نظام غوښتونکی دی، چې د کشمیر په مسئله کې د هند په مقابل کې د پاکستان سره همغږی وي او بل دا چې د ډیورنډ د کرښې په اړه داسې وي چې یا دا کرښه رسما د پاکستان او افغانستان د رسمي کرښې په توګه وپیژني او یا دا چې ددې کرښې په اړه تر ابده پورې له پاکستان سره کوم حساب کتاب ونه کړي او د افغانانو دغه خاوره( چې اصلا د افغنستان یوه برخه ده ) د پاکستان د یوې برخې په توګه همداسې پاتې شي.

په هر صورت اوس امریکا د پاکستان د دا ډول اعمالو په مقابل کې چپ پاتې کیدای نه شي ځکه چې که چېرته پاکستان په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ځان رسوي نو پاکستان باید د طالبانو له شتون نه ګټه پورته کړي؛ تر څو په دې ډول دغه موجوده نظام چې د هند سره د ابد لپاره دوستانه اړیکې غواړي او د پاکستان په ادعا دغه اړیکې سل فیصده د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره خطرناکې دي، وننګوي او دې ته یې اړ کړي چې نظر هند ته په پاکستان اتکا وکړي.

که چېرته پاکستان افغان دولت ته مشکل جوړوي، نو پاکستان به تر ټولو لومړۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د سرکوبۍ لپاره له وسلوالو ډلو څخه ملاتړ کوي، کوم چې امریکا به یې تر ابده پورې ونه زغمي او بلاخره په دې به هم مجبور شي چې تر څو د پاکستان په خاوره کې پر مېشتو وسلوالو خپل منظم او غیر منظم بریدونه هم پیل کړي.

په اوس مهال کې امریکا پرېکړه کړې، چې د خپلو هغو مرستو هغه برخه چې د امریکا متحده ایالات یې پاکستان ته ورکوي، نږدې یو مېلیارد امریکايي ډالره ورکول پاکستان ته ځنډوي او دا یې واضح ورته ویلې، چې دا مرستې به تر هغې پاکستان ته ورنکړي، تر څو چې پاکستان د حقاني شبکې او نورو طالب مشرانو په ضد جدي اقدام نه وي کړي.

په اخر کې په لنډ ویلای شو چې امریکا چې د تېرې یوه نیمې لسیزې را به دې خوا د پاکستان د دغو افعالو په مقابل کې چپ وه، هغه دی اوس یې د امریکا اوسنی ولسمشر ټرمپ په ډیرو واضحو الفاظو پاکستان ته وایي او نور نو د پاکستان هر څه د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.