د ایران د اوسني نظام بدلون د افغانانو په ګټه دی

ایران چې د تېرو څلوېښتو کالو را هیسې د یو شیعه متعصب مذهبي رژیم لرونکی دی بیا تر ننه د افغانستان په چارو کې په غیر قانوني ټوګه په مداخله کاکړ هېواد دی.

ایران په هر وخت کې د افغانستان په چارو کې یوه داسې مداخله کړې ده چې نه دې ټولو افغانانو په ګټه ده او نه هم د هغه خاص قوم چې دی په دې هېواد کې د لاس د الې په حیث استعمالوي.

یوازې نفاق او بې اتفاقي هغه څه دي چې د ایران او د ایران د حامیانو هدفونه دي، ایران هر وخت افغانانو ته په ګبین کې زهر را لیږلي او په دې توګه سره یې خپل بد نیت ښودلی دی؛ ایران تر اوسه په دې پلانونو کې موفق نه دی او هم د افغانانو د اتحاد او یووالي په وجود کې دوی نه شي کولای ترڅو خپلې طرحې په دغه ملک کې پلي او عملي کړي.

ایران د افغانانو او په خاص طور د دغه هېواد اکثریت قوم پښتون سره عنعنوي دښمني لري او په دې توګه سره غواړي تر څو د هرې لارې چې وي پښتون د سیاست او عمل په ډګر کمزوری کړي خو سره ددې فکر، بیا هم د ایران دغه رژیم د افغانانو او ایرانیانو مخکنی تاریخ په یاد لري، دوی فکر کوي چې د افغانستان اوسني پښتانه هماغه د لوی میرویس نیکه لمسیان دي، چې په کندهار کې یې د عاصب ایراني ګورګين ستونی ور پرې کړ او د هغه ټول ملګري یې ور ووژل.

ایران چې د نن درې نیمې لسیزې مخکې د افغان مجاهدینو سره په دې ودریده، چې افغانان د یوه فاسد رژیم لرونکي دي او باید په افغانستان کې د افغانانو په خوښه یو اسلامي نظام را منځ ته شي؛ په دې وخت کې چې د شوروي اتحاد لښکرې هم دې ملک ته راغلې وې نو ور سره د ایرانیانو مداخلې ته لا پسې لاره هواره شوه او په دې توګه سره یې خپله د ناوړو کړنو ځاله په دې هېواد کې جوړه کړه.

کله چې په ۱۹۹۲ م کال کې مجاهدینو کابل ونیواو بیا چې کله په کابل کې د دوی په منځ کې جنګ پېښ شو نو ایران د ژبې او مذهب په اساس ځینو ډلو ته وسلې او پیسې ورکولې، چې نتیجه یې فقط د افغانستان د خلکو جدایي او یا ددې هېواد ورانول وو.

د طالبانو په وخت کې ایران شمال ټلواله چې د افغانستان د هغې وخت د جنګ او بدبختۍ باعث وو، ملاتړ کاوه او هغه یې د یوه قانوني حکومت په توګه مانه؛ طالبانو په کابل کې د ایران سفارت وتړه او په دې توګه ایران خپلې ټولې مواصلاتي لارې د افغانستان پر مخ بندې کړې.

د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو د خرابوالي علت دا هم و چې د ایران نظام یو شیعه مذهبي نظام و او په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت یو سوني مذهبي نظام و همدغه نقطې ته په کتو سره د دوی په مایبن کې اړیکې لا پسې خرابیدې.

په ۱۹۹۸ م کال کې چې کله طالبانو د مزارشریف ښار ونیو نو هلته یې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ چې د یو ایراني خبریال په ګډون یې اته ایراني ديپلوماټان ووژل، په دې سره د ایران او د افغانستان د طالبانو تر منځ روابط سخت خراب شول او آن تر دې چې خبره د جنګ او جګړې د پېښیدو تر حده شوه.

له دې پرته ایران د پښتو ژبې سره خپل حساسیت هم ښودلی، دوی د پارسي ژبې د توسع او پراختیا لپاره یو پروګرام پیل کړی دی، چې اغیزې یې موږ په ډاګه لیدلای شو، دوی د ځینو دري ژبو د ځینو ویونکو لپاره په ایران کې د لیسانس، ماسټري او دکتورې لپاره زمینه برابروي او بیا یې په داسې حال کې افغانستان ته رالیږۍ چې نور یې افغاني احساسات صفر او سل فیصده د ایران په ژبه او کلتور پورې ځان موږي او د پښتو او دري چې دوه خویندې ژبې دي داسې ښيي، چې ته به وایې همدغه ژبې فقط د جنګ او شخړې لپاره را منځ ته شوي دي.

د طالبانو وخت و چې د ایران د هغه وخت خارجه وزیر په ډېرې سپین سترګۍ سره پښتانه په افغانستان اکلیت قوم وباله او په دې سره یې خپله د ګورګين پخوانۍ څېره او بڼه څرګنده کړه.

اوس یې د افغانستان په ملي ترمینالوژۍ کې د خپلو جاسوسانو په واسطه د ایران د پارسي ژبې اصطلاحاتو په ځایولو سره غواړي یوازې ایرانی او پارسي کلتور په افغاني کلتور غالب کړي او په دې توګه سره خپل کلتوري یرغل مخته وړي.

دا چې د ۲۰۰۰م کال وروسته د ایران په مختلفو ښارونو کې ځینې وختونه د اصلاح پلوه کسانو له خوا مظاهرې په کار واچول شوې چې بیا وروسته د ډاکټر محمود احمد نژاد په وخت کې په شدت سره وټکول شوې چې په نتیجه کې دغه مظاهرې کنټرول شوې، خو ولې په اوس مهال کې چې کومې مظاهرې د ایران په ځینو ځایونو کې روانې دي، هماغه مظاهرو ته ورته دي خو صرف یو فرق دادی چې په دې مظاهرو کې مظاهره چيانو د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خمیني په ضد هم غږ پورته کړ.

که چېرته د ایران دا مظاهرې د ایران د اسلامي جمهوریت او انقلاب د اصولو او مقرراتو خلاف دوام پیدا کړي نو کیدای شي د ایران اوسنی رژیم په ډېرې بې رحمۍ سره دوی د انقلاب ضد خلکو په نوم او یا اسراییل او امریکا ته په جاسوسۍ او یا د ملي او وطني خیانت په نوم وځپي، امریکا د دې مظاهرو ملاتړ کړی او ایران په ایران کې د مظاهرو لامل امریکا، اسراییل او عربستان یاد کړي دي، ایران ګواښ کړی چې دوی به په متقابل ځواب لاس پورې کړي.

په هر صورت که دا مظاهرې په ایران کې د رژیم په سقوط موفقې شي اویا نه، خو که چېرته په ایران کې اوسنی د تعصب په مرض کاکړ اسلامي نظام سقوط شي، نو دا به د افغانانو او په خاص د افغانستان د لوی قوم پښتون لپاره په سیمه کې د یو شریر عنصر« کوم چې د دوی کلتور، فرهنګ او ژبې سره دښمني لري » د لرې کیدو مانا ولري او په دې سره به په سیمه کې د ثبات او امن احساس وشي.