پر پاکستان د امریکا فشارونه د څه لپاره

که چیرته د امریکا او پاکستان روابط وکتل شي دوي دواړه ډیره پخوانۍ ملګرتیا لري او دواړو د یوه بل سره زیاتې مرستې کړي دي، که چیرته مونږ او تاسې لږ پخواني تاریخ ته ځیر شو، دې نتیجې ته رسیږو چې دوي دواړه ډیر نږدې سره پاتې شوي دي. که په افغاانستان کې د روسیې په وړاندې کومه غیر مستقیم جګړه چې امریکا پر مخ وړله پاکستان وو چې د امریکا زیات پلانونو ته یې عملي بڼه ورکوله. همداشان د امریکا په غلامي کې تر دې حده رسیدلی وو چې ډیر افغان سیاسي مشران یې ورباندې پلورل چې ښه بیلګه یې مونږ د ملا عبدالسلام ضعیف یادولای شو یعني په ټوله مانا نوموړی هیواد د امریکا تابع وو او له امر څخه یې سرغړونه نه شوه ترې کولای خو اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چې اوس کومه ټکه راپریوته چې دوي دواړه سره خلاف شول؟
اصلي خبره خو دا ده چې پاکستان دوه مخې سیاست لري او تل هڅه کوي چې په یوه دیګي کې دوه سرونه پاخه کړي. دی که د امریکا امر تابع دی مګر چین هم له لاسه نشي ورکولای همدارنګه له روسیې سره هم غواړي یو څه ښه روابط ولري چې دا اوس ددې لامل شوه چې اوس نو د پاڼ او پرانګ تر منځ ګیر شوی دی.
تاسې به شاهد حال یاست چې اوس امریکا پاکستان ته وايي چې باید د ترهګري پر وړاندې مبارزه وکړي او تر ډیره خو اوس دا تورونه هم ورباندې لګول شوي چې په مبارز کې صداقت نلري او هسې غلطول کوي او د ټرمپ په خبره چې دوي دروغجن دي.
راځو اصلي موضوع ته چې ولې امریکا پخوا داسې ورڅخه نه غوښتل؟ او ولی اوس ورباندې غواړي فشار راوړي؟ او اوس خو داسې هم ویل کیږي چې شاید پر پاکستان بندیزونه ولګول شي.
ایا امریکا په دې نه پوهیده چې نوموړې هیواد صادق نه دی؟
تاسې به شاهد حال یاست چې امریکا د شاوخوا یوه کال راپه دیخوا پر وسلوالو طالبانو حملې زیاتې کړي دي او لا زیات والی په کې راولي او هم مهال له پاکستان هم دا غواړي چې دوي هم پر وسلوالو فشار راوړي او پر وړاندی یې مبارزه وکړي.
دا مبارزه د څه لپاره؟
ګورئ لکه څنګه چې ضمیر کابلوف ویلي وو چې د داعش وسلوالو سره د هلیکوپټرو له لارې مرسته کیږي او داسې نور سیاسي شنونکي هم دا مني چې هاغه نښې چې په دې ډله کې لیدل کیږي ښایي چې په رښتیا هم ددې ډلې تر شا د چا لاس شته دی او هغه بغیر له امریکا بل څوک نشي کیدلای
اوس امریکا غواړي چې خپل سیالان په داسې یوه تکتیک مات کړي چی پخپله هم وايي چې دده لپاره خطر دی حال دا چې د پردې تر شا بل څه روان دي
 
امریکا غواړي چې بغیر له داعشه نورې ټولې ډلې وځپي، ټوټه ټوټه یې کړي تر څو دوي ته میدان خلاص شي او څنګه یې چې غواړي همغسې پر مونږ او تاسې لوبې وکړي. په همدې اساس یې له پاکستان څخه په ځلونو غوښتي چې دده دپلان سره سم عمل وکړي خو پاکستان یې نه کوي ځکه نوموړی هیواد خپل راتلونکی په خطر کې ویني او هم یې نور متحدین نه پریږدي چې دا کار وکړي ځکه په سیمه کې د داعش رسوخ نه د چین په ګټه دی او نه هم د روسیې، چې دی بیا د روسیې په پرتله د چین سره ښه روابط لري او تر هر چا زیات زیان یې چې اوړي په خپله پاکستان ته دی او ویره ده چې شاید امریکا یو وخت په پاکستان کې نظامي حظور پیدا کړي علت او دلیل به یې د داعش حظور وي چې په همدې اساس به امریکا د پاکستان سرحد هم کراس کړي او چین ته به یې پلان تطبیق کول اسانه شي.
 
اوس پاکستان په داسې یو کوهي کې لویدلی چې بل ته یې کیندلی وو، تاسې وګورئ د امریکا له امله د نوموړي هیواد اقتصاد سږ کال څومره لاندې لاړ، صادرات یې څومره کم شول دا ټول د همدې له امله چې نوموړی اوس هغسې کارونه د امریکا لپاره نه کوي چې پخوا یې ترسره کول، همداشان تازه په تازه د رسنیو په حواله ویل شوي چې په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد رسنیو ته پر اسلام‌اباد د احتمالي بندیزونو په اړه ویلي دي، او په وینا یې چې د پاکستان د پوځ او «ای. اېس. ای» هغه کسان به چې د افغانستان پر ضد کار کوي په تور لېست کې شامل شي چې نه به دوی او نه به د دوی د کورنۍ غړي امریکا ته سفر کولای شي.
 
همدارنګه که چېرته دغه کسان په امریکا کې په بانکونو کې پیسې لري، پیسې به ‌یې کنګل شي. او دا هم ویل کیږي چې د ناټو د دوستانو له لېست څخه به هم پاکستان وایستل شي، امریکا به پرې ټولې پوځي مرستې بندې کړي، هر کال چې واشنګټن پاکستان ته د اموالو د انتقال لپاره پیسې ورکوي هغه به هم پرې قطع شي او اټکلاُ بندیزونه به هم ورباندې ولګوي.
او دا چې نور به په نوموړي هیواد کوم ډول بدې ورځې راځي هاغه پوښتنه ده چې په راتلونکی کی به ځواب پیدا کوي.