افغان ولس په خپل هیواد کې سوله او امنیت غواړي

په اوسني حالاتو کې د هیواد د خلکو هیلې او غوښتنې ډیرې دي چې هر وګړی ورته اړتیا لري. که چیرې له هر هیوادوال څخه وپوښتئ چې څه غواړئ؟ هغه به ډیر ژر ووایي چې سوله، امن او د وطن آبادول اوپرمختګ غواړو، دا خبره د هر هیوادوال د زړه خبره ده.
 
د همدې موخې لپاره په ټول افغانستان کې هڅه روانه ده ترڅو د هیواد شته ستونزې او نا امنۍ د سولې له لاری د حل لارې ورته پیداکړي او دغو موجوده؛ بدبختیو ته دپای ټکی کیښودل شي.
 
افغان ولس چې په هیواد کې کومې ناخوالې ویني، هغه ورځې وریادیږي، چې تل يي په جنګونو، ناامنیو او ډول ډول کړاونو کې تیرې کړې وې. دوی نه غواړي، چې بیا خدای مه کړه، هغه ورځې په هیواد کې تکرار شي، چې زمونږ وطن يي په کنډوالو او ویجاړیو بدل کړ.
 
اوس افغانان سولې او دهیواد دپرمختګ له پاره هڅې کوي او وايي چې د خبرو له لارې سوله او امن راتلای شي او هیواد دپرمختګ لورې ته ځي.
 
کله چې په هیواد کې شپاړس کاله مخکې یو نوې نظام منځته راغی او موږ افغانان د دغه نظام د ډیرو پرمختګونو شاهدانو یو. په دې شپاړس کلونو کې دهیواد خلکو دغه پرمختګ د ډیرو سترو هلوځلو دترسره کولو په پایله کې ترلاسه کړی دی اونه غواړي چې ددغه پرمختګ مخه بیا ونیول شي.
 
زموږ اولس سوله غواړي خوخپل پرمختللي ارزښتونه اوپرمختګونه نشي قرباني کولای، زموږخلک امنیت غواړي خو امنیت باید درښتونې سولې په پایله کې رامنځته شي اودهیوادپرمختګ باید داسلامي قوانینو او اساسسي قانون په غیږکې وده وکړي اودپردیو هرډول لاس وهنې زموږ په کورنیو چاروکې بندې شي او افغان ولس باید دخپل هیواد لپاره په رښتونې توګه دسولې بهیر په بریالي توګه پر مخ بوزي.
 
نو همدا د ټولو هیواد والو یوازینۍ هیله ده؛ چې په هیواد کې ډاډمنه سوله، امن او پرمختګ وي. کله چې په هیواد کې سوله تامین شي، امنیت او هم پرمختګ په خپل حال پوره وده کوي او د هیواد ټولې چارې چې دولسونو د پرمختګ موخې دي، په ښه توګه پرمخ ځي او دخلکو دخوښیواوخوشحالیولامل اوسبب ګرځي.
دغه واقعاً دافغان ولس هیله ده نوله دې کبله د افغانستان نوي منتخب دولت دخپلې کړنلارې له مخې سوله؛ یو لومړیتوب بولي، ترڅو خپل مخالفین کینوي او دهیواد شته ستونزې د خبروله لارې حل او فصل کړي او ددې ستونزو دحل په وسیله دجنګ او ویجاړیو مخه نیول کیږي.
 
د سولې راوستلو لپاره هرافغان وګړې دا وجیبه لري، چې سوله، امن اوپرمختګ هیواد ته یوازې اویوازې دخبروله لارې راتلای شي نه دجنګ اوجګړو له لارې.
 
افغانان باید دخپل وطن دپرمختګ لپاره ملاوتړي، چې افغانستان دتل لپاره په نړۍ کې یو باثباته هیواد په توګه نړیوالوته وروپیژندل شي.